د نیپال صدراعظم استعفا وکړه؛ د پارلمان ودانۍ ته اور اچول سوی
۱۴۰۴ شهریور ۱۸, سهشنبهلکه څنگه چې ددغه هیواد د پارلمان ویاند خبر ورکړ، له دغه خبر لږ وروسته، مظاهره کوونکو په پلازمینه کتمندو کې د پارلمان پر ودانۍ یرغل وروړ او هغه ته یې اور واچوه. په نیپال کې د جمعې په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د سپټمبر ۵مه) ډیری آنلایني شبکې لکه فیسبوک ، یوتیوب او ایکس د مؤقت وخت له پاره وتړل سوې.
په کتمندو او نورو ښارونو کې د دوشنبې په ورځ د مظاهرو په ترڅ کې په زرونو مظاهره کوونکو ددغه بندیز د لیري کیدو غوښتنه کوله. پولیسو د مظاهره کوونکو په وړاندې له اوښکې بهوونکي گاز څخه کار واخیست. لږترلږه ۱۹ انسانان ووژل سول. د عیني شاهدانو او د فرانسوي خبري آژانس AFP د خبریالانو په حواله، چارواکو د نورو ترڅنگ له اوښکي بهوونکي گاز، اوبو پاشلو وسیلو او همدارنگه له وسلې څخه کار واخیست.
حکومتي مشر، کي پي شرما اولي د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې هغه خپله دنده پریښودله «ترڅو وکولای سي د یوې سیاسي حللارې او ستونزو د هوارولو له پاره تدابیر تر لاس لاندي ونیول سي.» اولي د سه شنبې په شپه د مړیني د پیښو د څېړلو امر ورکړ. سربیره پردې د آنلایني خدماتو بندیز هم لیري کړای سو. لکه څنگه چې یوه عکاس د فرانسې خبري آژانس ته رپوټ ورکړی ، د پلازمینې کتمندو په مرکز کې مظاهره کوونکو پر تگ راتگ باندې بندیز سره سره، د سه شنبه په ورځ خپلو مظاهرو ته ادامه ورکړه.
مظاهره کوونکي همدارنگه په کتمندو کې د پارلمان ودانۍ ته روان سول. د پارلمان ویاند، اکرام جیري د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې «په سلونو انسانانو د پارلمان پر ودانۍ یرغل وروړ او هغه ته یې اور واچوه.» همدارنگه د رسنیو د رپوټونو له مخې، د اولي پر کور هم یرغل سوی او هغه ته اور اچول سوی دی. لکه څنگه چې د فرانسې د خبري آژانس یوه عکاس او ځايي رسنیو رپوټ ورکړی دی، سربیره پردې پر حکومتي ودانیو هم یرغل سوی دی.
اولي د ۲۰۲۴ م کال په جولای کې د څلورم ځل له پاره د همالیا په دغه هیواد کې د حکومت د مشر په توگه وټاکل سو. د نیپال د کمونیستي گوند نوموړی ۷۳ کلن مشر، په ۲۰۱۵ م کال کې دغه دنده پرغاړه اخېستې وه. په نیپال کې د هغه حکومت د سیاسي بې ثباتۍ، فساد او د کرار اقتصادي پرمختگ له امله له مخ په زیاتیدونکې نارضایتۍ سره لاس او گریوان ؤ.