د نړۍ کوم هیواد تر ټولو ډیر هوایې ډګرونه لري؟
انځوریز رپوټ: په دې فهرست کې د مستقلو هوایې ډګرونو سربیره هغه میدانونه هم شامل شوي دي چې له فضاء څخه ښکاري او الوتکه په کښې ناسته کولی شي. په نړۍ کې ۲۶ هیوادونه داسې هم دي چې یوازې یو هوایې ډګر لري.
۱- امریکا متحده ایالات
امریکا تر ټولو ډير هوایې ډګرونه او د الوتکو د پرواز کوچني میدانونه لري. په دې هیواد کې د داسې ځایونو شمیر چیرې چې الوتکه ناسته کولی شي ۱۳۵۱۳ ته رسیږي. هره ورځ د امریکا په فضاء کې نږدې ۸۷۰۰۰ الوتکې پروازونه کوي.
۲- برازيل
تر امریکا وروسته برازیل دی. په دې هیواد کې د هوایې ډګرونو او ایئر فیلډز( کوچني میدانونه چې الوتکه په کې ناسته کولی شي) په مجموعي ډول ۴۰۹۳ ته رسیږي. د برازيل هیواد تر ټولو مصروف هوایې ډګر ګوارولهوس نړیوال هوایې ډګر دی چې هر کال شاوخوا ۴۰ میلیونه انسانان له دې هوایې ډګر څخه سفر کوي.
3۔ مکسیکو
سويلي امریکایې هیواد مکسیکو په دریم نمبر کې ځای لري. په دې هیواد کې د هوایې ډګرونو او کوچنیو میدانونو شمیر ۱۷۱۴ ته رسیږي. د مکسیکو له هوایې ډګر څخه هره ورځ ۱۰۰ زره کسان سفر کوي.
۴ ۔ کانادا
په کاناډا کې د هوایې ډګرونو او کوچنیو میدانونو یا ایئرفیلډز شمیر ۱۴۶۷ ته رسیږي. تیر کال تر ۲۷ میلیونه ډیر سیلانیان دغه هیواد ته ورغلي وو. وینکوور نړیوال هوایې ډګر د سهولیاتو له پلوه د نړۍ یو تر ټولو بهترينو هوایي ډګرونو کې شمیرل کیږي.
۵۔ روسیه
د روسیې د هوایي ډګرونو او ایئرفیلډز شمیر ۱۲۱۸ ته رسیږي. ډیر شمیر سیلانیان دغه هیواد ته سفر کوي. تیر کال د مسکو له هوایې ډګر څخه ۳۱ میلیونه بهرنیانو سفر کړی دی.
۶۔ ارجنټاین
سویلي امریکایې هیواد ارجنټاین ۱۱۳۸ کوچني او لوی هوایې ډګرونه لري. د پلازمېنې بونس ایرس په اطرافو کې واقع د مینیسترو پستاریني هوایې ډګر د دې هواد تر ټولو لوی او مصروفه هوایې ډګر دی.
۷۔ بولیویا
د هوایې ډګرونو او کوچنیو میدانونو شمیر ۸۵۵ دی او د دې هیواد ۶ ځایونه د یونیسکو د نړیوال میراث په لیست کې شامل کړای شوي دي چې هر کال په سلګونو زره سیلانیان یې لیدو ته ورځي. تر ټولو مصروف هوایې ډګر یې ویرو ویرو نومیږي.
۸۔ کولمبیا
د هوایې ډګرونو او کوچنیو میدانونو شمیر یې ۸۳۶ او په بوګوټا کې د اِل دورادو هوایې ډګر یې تر ټولو مشهور او مصروفه دی. په ۲۰۱۵ م کال ۲،۵ ملیونه بهرنیانو دې هیواد ته سفر کړی وو.
۹ ۔ پاراګوايي
سويلي امریکایې هیواد پاراګوايي کې د هوایې ډګرونو او کوچنیو میدانونو شمیر ۷۹۹ او د سیلویو انټرنیشنل ایئرپورټ یې تر ټولو مشهور او مصروفه هوایې ډګر دی.
۱۰۔ انډونیزیا
انډونیزیا له ۶۷۳ هوایې ډګرونو او کوچنیو میدانونو سره د شمیر له پلوه لومړنی آسیایې هیواد دی چې په لومړیو لسو یا ټاپ ټن کې شمیرل کیږی. د دې هیواد ښايسته ساحلونه او ټاپوګانې هر کال په سلګونو زره سیلانیان ځانته را جلبوي. د جګارتا هوایې ډګر د هیواد تر ټولو لوی او مشهور هوایې ډګر دی.
۱۳- آلمان
آلمان په مجموع کې د ۵۳۹ هوایې ډګرونو او کوچنیو میدانونو چې الوتکه ترې پرواز کولی شي په درلودلو سره په ۱۳ مقام کې ځای لري. په دې کې ۲۱ نړیوال هوایي ډګرونه هم شامل دي. د فرانکفورت نړیوال هوایي ډګر د دې هیواد تر ټولو لوی او مصروف هوایي ډګر دی. د آلمان له هوایي ډګرونو څخه د پرواز کونکو کلنی شمیر ۲۵۴ میلیونه کسانو ته رسیږي.
۲۱- هندوستان
په نړیوالې درجه بندۍ کې هندوستان د ۳۴۶ لویو او کوچنیو میدانو په درلودلو سره په ۲۱ مقام کې ځای نیولی دی. په دې هیواد کې ۴۷ نړیوال هوایې ډګرونه موجود دي. تیر کال په دې هیواد کې یوازې د داخلي سفر کونکو شمیر تر ۱۰۰ میلیونو زیات وو. د اندرا ګاندهي هوایي ډګر د دې هیواد تر ټولو لوی هوایي ډګر دی چیرې چې د سفر کونکو کلنی شمیر یې ۶۶ میلیونه کسانو ته رسیږي.
۳۷- پاکستان
په پاکستان کې د لوی او کوچنیو میدانونو شمیر ۱۵۱ ته رسیږي چې ۱۳ یې بین المللي دي. په دې هیواد کې د پوځ له خوا د کاریدونکو هوایې ډګرونو شمیر ۱۸ دی.