د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
طالبانو اوربند تمديد نه کړ
وسله وال طالبان په افغانستان کې خپل اوربند نه تمديدوي. د طالبانو يوه وياند د فرانسې خبري اژانس ته وويل چې شوی اوربند به د پلان سره سم د يکشنبې په ماښام پای ته ورسيږي. ولسمشر اشرف غني د شنبې په ورځ د حکومتي ځواکونو له خوا د اوربند د غځولو اعلان کړی و او له طالبانو څخه يې هم د اوربند د غځولو هيله کړې وه.
د «آکواريوس» ژغورونکې کښتۍ هسپانيې ته ورسېده
د مديترانې په سمندر کې تر څو ورځني لالهانده سفر وروسته د کډوالو ژغورونکې «آکواريوس» نومې کښتۍ نن هسپانيې ته رسېدلې ده. په دغه کښتۍ کې په مجموعي توګه ۶۲۹ تنه کډوال سپاره دي. ايټاليې او مالتا انکار کړی و او د «آکواريوس» کښتۍ يې خپلو بندرونو ته نه وه ور پرې ايښې، چې له کبله يې د اروپايي اتحاديې د کډوالو په سياست کې نوی کړکېچ راټوکېدلی و. په پای کې هسپانيې دغه انسانان خپلې خاورې ته ورپرېښودل.
يونان او مقدونيې د نوم په سر شخړه هواره کړې ده
د يونان او مقدونيې د بهرنيو چارو وزيرانو يو موقت تړون لاسليک کړی چې په مرسته يې د مقدونيې د نوم په سر شخړه ښايي هواره شي. د پسارادېس په نوم په سرحدي ځای کې د لاسليک شوي سند له مخې به مقدونيه په راتلونکي کې «د شمالي مقدونيې جمهوريت» وبلل شي. په متقابل ډول به يونان بيا په ناټو او اروپايي اتحاديه کې د دغه هېواد د غړيتوب مخه نوره ونه نيسي.
د آلمان حکومت د يوې اروپايي خاصې سرمشريزې خبره رد کړه
د کډوالۍ د سياست په هکله د يوې خاصې اروپايي سرمشريزې د رابللو کوم پلان د رسنيو د راپورونو په خلاف وجود نه لري. دغه خبره د آلمان د حکومت يوه وياند په برلين کې وکړه. د آلمان حکومت په دې ترڅ کې هرومرو له بېلابېلو غړو هېوادونو او د اروپايي ټولنې له کميسيون سره په دې هکله خبرې کوي. خو په حواله يې د يوې ځانګړې سرمشريزې د رابللو کار د اروپايي ټولنې په بنسټونو پورې تعلق لري.
په نيکاراګوا کې ناکراريو اته تنه وژلي
په نيکاراګوا کې د بيا ځلو ناکراريو په لړ کې اته تنه وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې يوازې يو څو ساعته وړاندې حکومت او د بشري حقونو فعالينو د تاوتريخوالي د پای ته رسولو په هکله موافقه کړې وه. ولسمشر دانيل اورتېګا دوه مياشتې پخوا د تقاعد د پيسو په کمولو سره پراخ احتجاجونه راپارولي ول. د هغه وخت راهیسې د نيکاراګوا د بشري حقونو د مرکز په حواله څه باندې ۱۷۰ تنه وژل شوي دي.
اسرائيلي ډرون پر دوو تنو فلسطينيانو ډزې کړي
اسرائيلي پوځ د غزې په تراړه کې دوه تنه فلسطينيان په ډزو ژوبل کړي دي. د پوځ د يوې وياندې په حواله دغو کسانو له پوکاڼيو څخه کار اخيستی و څو سوځېدونکي مواد د پولې بلې غاړې ته پورې باسي. عسکرو بيا له «يوې الوتونکې وسيلې» يعنې ډرون الوتکې څخه کار واخيست څو پر دغو کسانو باندې ډزې وکړي. په تېرو څو مياشتو کې د اسرائيلو پوځ، د فلسطينيانو په حواله لږ تر لږه ۱۳۰ تنه فلسطينيان وژلي دي.