د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
رسنۍ: د آلمان حکومت د تعرفو په سر لانجه کې نوی تړون غواړي
د اروپايي ټولنې او د امريکا د متحده آيالاتو تر منځ په تجارتي لانجه کې د آلمان حکومت د تعرفو او ګمرکي چارو د يو نوي تړون د رامنځ ته کولو هڅه کوي. دغه خبره د «وېلټ ام زونتاګ» ورځپاڼه د حکومتي کړيو په حواله کوي. ورځپاڼه دغه وړانديز د پخوا لغوه شوي د آزدې سوداګرۍ د تړون «تيتيپ» يوه لا آسانه او سپکه بڼه بولي. په حواله به يې دغه وړانديز البته په اروپايي ټولنه کې خپله هم له ستونزو سره مخامخ شي.
د متحده آيالاتو خارجه وزير لا له ايران سره اتومي تړون ته د شک په سترګه ګوري
د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو نوي وزير، مايک پومپېو، سعودي عربستان ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې له ايران سره شوی اتومي تړون يو ځل بيا تر سوال لاندې راوستی دی. پومپېو په رياض کې وويل چې د دې تضمين بايد شوي چې ايران هيڅکله هم اتومي بم لاس ته ورنه وړي. پومپېو ايران «په نړۍ کې د تروريزم تر ټولو ستر ملاتړکوونکی» هېواد وباله. د هغه په خبره دغه هېواد ټوله سيمه بې ثباته کوي.
ترمپ غواړي چې له کيم سره څلور اوونۍ وروسته وويني
د متحده آيالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ او د شمالي کوريا د واکمن کيم جونګ اون تر منځ پلان شوې ليدنه به په راتلونکو درېو تر څلورو پورې اوونيو کې تر سره شي. ترمپ په ميشيګن کې د يوې غونډې په ترڅ کې وويل چې «دغه ليدنه کتنه ډېره مهمه ده.» په دې ترڅ کې سويلي کوريا ويلي دي چې کيم غواړي د شمالي کوريا د اتومي ازموينو ساحه په می مياشت کې وتړي. دغې پېښې ته به ژورناليستان او د امنيتي چارو کارپوهان هم وروبلل شي.
ورځپاڼه: د دفاع وزيره د آلمان د پوځ لپاره زياتې پيسې غواړي
د آلمان د دفاع وزيره اورزولا فون دېر لاين د يوې ورځپاڼې د راپور په حواله په دغه حکومتي دوره کې لا د آلمان د پوځ لپاره ۱۲ مليارډه يورو زياتې پيسې غواړي. د «بيلد ام زونتاګ» ورځپاڼه خبر ورکوي چې دغه مقدار يې د آلمان له ماليې وزير اولاف شولڅ څخه غوښتی دی. دا په داسې حال کې ده چې د هغه په مالي پلان کې البته تر ۲۰۲۱ م کاله پورې د دفاعي بودجې يوازې ۵،۵ مليارډه يورو زياتوالی په نظر کې نيول شوی دی.
له يهودانو سره د ضديت په وړاندې «ډېر کوچني ګامونه پکار دي»
په آلمان کې د يهودانو د مرکزي شورا مشر، يوزف شوستر، په آلمان او نورو اروپايي هېوادونو کې پر خلکو او ټولنې باندې غږ کړی دی چې د يهودانو ضد احساساتو او روحيې پر وړاندې دې مبارزه وکړي. په داخاو کې د نازيانو د وخت د ډله يزې وژنې د کمپ د آزادېدو په کالورځ، شوستر په خپله وينا کې وويل چې د يهودانو ضد روحيې په وړاندې په مبارزه کې «ډېرو وړو ګامونو ته» اړتيا ده. د هغه په خبره «يو يوازنی حل» ورته نشته.
د نيکاراګوا په مظاهرو کې د مرګونو له کبله احتجاجونه
په نيکاراګوا کې د حکومت ضد مظاهره چيانو په وړاندې د له تشدده ډکو تدابيرو په وړاندې يو ځل بيا په زرګونو انسانان د احتجاج په شکل کوڅو ته راوتلي دي. په پلازمېنه ماناګوا کې دغه لاريون کاتوليکي کليسا تنظيم کړی دی. د نيکاراګوا د بشري حقونو د يوې ډلې په حواله تېره اوونۍ د مظاهره چيانو او پوليسو تر منځ په له تاوتريخوالي ډکو مظاهرو کې لږ تر لږه ۴۳ تنه وژل شوي ول.