د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
«طالبانو په شینډنډ ولسوالۍ کې لس امنیتي ځواکونه وژلي»
د افغان چارواکو په وينا د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې طالب جنګیالیو د عامه نظم د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی دی. رویټرز خبري آژانس د ولسوال شکر الله شاکر، له قوله لیکلي دي چې په پيښه کې لس امنیتي ځواکونه وژل شوي دي او نور څلور تنه ټپیان دي. د دغه برید مسئولیت لا تر اوسه طالبانو پر غاړه نه دی اخیستي.
په آلمان کې پولیسو پر یوه ۱۹ کلن افغان مهاجر ډزې کړي
په فولدا کې آلماني پولیسو یو ګډوډي جوړونکی وژلی دی. دغه ۱۹ کلن مهاجر چې ویل کیږي افغان دی د فولدا څارنوالۍ په وینا د جمعې په سهار وختي د یوې نانوايي پر موټروان باندې تیږي ورولي او د کوتک ګوزارونه یې پري کړي دي. ویل شوي دي چې د پيښي ځای ته د پولیسو تر رارسیدو وروسته دغه مهاجر پر پوليسو په ډبرو او کوتک حمله کړې او د لومړنیو څیړنو له مخې یوه پولیس پر هغه لږ تر لږه درې ډزې کړي دي.
نواز شریف ټول عمر په سیاست کې ونډه نه شي اخیستی
د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف په راتلونکي کې هیڅ ډول سیاسي نقش نه شي لوبولی. د جمعې په ورځ د پاکستان د سترې محکمې ویاند دا خبره تائید کړې ده چې هغه نور ټول عمر په سیاست کې ونډه نه شي اخیستی. نواز شریف چې درې وارې د دغه هیواد صدراعظم وو، د ۲۰۱۷م کال په جولای میاشت کې وروسته له هغې له واکه ګوښه شو چې د اپوزیسیون سیاستوالو پر ده او کورنۍ باندې د فساد تورونه ولګول.
د غزې تراړې پر پوله د احتجاجونو په ترڅ کې څلور تنه ټپیان شوي
له اسرائیلو سره د غزې تراړې پر پوله د نوو احتجاجونو په ترڅ کې څلور فلسطینیان ټپیان شوي دي. د روغتیايي کارکوونکو او عیني شاهدانو په وینا اسرائیلي عسکرو د پولې پر سویلي برخه ډزې کړي دي. د پوځ ویاند ویلي دي چې عسکرو د ماموریت له مقرراتو سره سم عمل کړی دی. د مارچ میاشتې له پای راهیسې په دغه ځای کې د سترو احتجاجونو په ترڅ کې تر اوسه ۳۴ فلسطینیان وژل شوي او نور په سلونو ټپیان شوي دي.
بوکو حرام له ۲۰۱۳م کال راهیسې کابو زر ماشومان تښتولي
لا هم په نایجیریا کې تر سلو زیات د ښوونځي ماشومان د تندلارې ډلې بوکو حرام په منګولو کې دي. له ۲۰۱۳م کال کې راهیسې نوموړي ترهګر سازمان تر زرو زیات ماشومان تښتولي دي. دغه خبره یونیسیف په خپل تازه رپوټ کې کړې دي. دغه رپوټ له چیبوک څخه په ډله ایزه توګه د ښوونځي د نجونو د برمته نیوې د څلورم کال په مناسبت خپور شوی دی. د ۲۰۱۴م کال د اپریل میاشتې په ۱۴ نیټه ۲۷۶ نجونې تښتول شوې وې.