د نړۍ مهم خبرونه له انځورنو سره
د بدخشان د کان په ښویدنه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي
نن د یکشنبې په ورځ په بدخشان ولایت کې د سرو زرو د یوه کان د نسکوریدو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کان کیندونکي وژل شوي دي. د بدخشان ولایت د کوهستان ولسوال محمد رستم راغي د پیښې په تړاو وویل چې په دې پیښه کې لږ تر لږه ۷ تنه نور ټپیان دي. د نوموړي په خبره د تونلي د کلي خلکو د یوه سیند په یوه برخه کې شاوخوا ۶۰ متره ځمکه کیندلې وه ترڅو د هغه ځای ریګ ومینځل شي او سره زر ترې ترلاسه کړي.
د مالیزیا پاچا د خپلې ګوښه کیدو خبر ورکړی
د مالیزیا پاچا له خپل مقام څخه ګوښه شوی دی. د مالیزیا حکومتي چارواکو ویلي چې پنځم سلطان محمد چې د دې هیواد اوسنۍ پاچا وو، د خپل راتلونکې په هکله تر څو اونیو شک او تردید وروسته له خپل مقام څخه د ګوښه کیدو پریکړه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې په مالیزیا کې د نوموړي په هکله ګنګوسې دي چې ګواکې هغه غواړي د ښکلا د یوې پخوانۍ روسۍ ملکې سره واده وکړي.
روسیه او ایران غواړي ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړي
د رسمي معلوماتو له مخې ایران او روسیه د کسپين په سمندر کې د یوه ګډ پوځي مانور له پاره چمتوالی نیسي. د ایران د سمندري ځواکونو قوماندان حسین خانزادي نن د یکشنبې په ورځ د مهر په نامه ایراني خبري آژانس ته ویلي چې په دغو پوځي مانورونو کې تاکتیکي تمرینونه، د ژغورنې عملیات او همدا راز د سمندري غلو پر وړاندې اقدامات شامل دي.
سویس د کښتۍ د چپه کیدو له کبله د سمندر د ککړوالي ټول مصارف په غاړه مني
د ام. ایس. سي په نامه د سویس د کښتۍ چلونې یوه شرکت ویلي چې دوی د آلمان او هالنډ په سمندر کې د نسکورو شویو کانتینرونو څخه د تیت شویو توکو د پاکوالي له پاره بشپړ مالي زیان په غاړه ومني. د تیرې چهارشنبې په ورځ، په کښتۍ کې بار له ۲۷۰ ډیر کانتینرونه چې په ځینو کې یې ککړ توکي هم انتقالیدل، د آلمان په شمال کې د بورکوم په نامه یوې ټاپو ته څیرمه په اوبو کې لاهو شول.
په برازیل کې جنایتکاره ډلو پر دولتي او شخصي ادارو بریدونه کړي
د برازیل په سیارا ایالت کې جنایتکاره بانډونو یا ډلو پر بانکونو، بس موټرو او دوکانونو باندې بریدونه کړي دي. د برازیل د دولتي رسنۍ د برازیل د عامه امنیت د چارواکو په حواله رپوټ ورکړی چې د دې بریدونو د مخنیوي له پاره شاوخوا ۳۰۰ پولیس سرتیري د برازیل په شمال کې د سیارا ایالت مرکز فورتالیزا ښار او لسو نورو ښارونو ته لیږل شوي دي.