د نړۍ مهم خبرونه له انځور سره
په غزني کې د ماین چاودنې ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې
د غزني د والي ویاند عارف نوري ویلي چې د غزني ښار په یوه لیرې پرته سیمه کې د سړک غاړې یوې بمي چاودنې د یوه لس کلن ماشوم په ګډون د یوه بل ملکي کس ژوند اخيستی دی. د نوري په خبره په دې پیښه کې دوه تنه نور ټپیان شوي دي. د غزني د والي ویاند د دې پیښې مسوولیت طالبانو ته راجع کړ، خو طالبانو تر اوسه پورې د دې پیښې په هکله کوم غبرګون نه دی ښوولی.
په مصر کې د سیلانیانو تر وژل کیدو وروسته ۴۰ ترهګر وژل شوي
د مصر د کورنیو چارو د وزارت د یوې اعلامیې په حواله، امنیتي چارواکو د سیلانیانو، کلیساګانو او یو شمیر نورو سیمو باندې د ترهګرو د بردیونو په هکله د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته یې تصفیوي عملیات کړي چې په پایله کې یې ۴۰ ترهګر وژل شوي. د جمعې په ورځ د سیلانیانو یو لیږدونکی موټر د اهرامونو سیمې ته نیږدې د سړک غاړې د یوه ماین ښکار شو چې پکې درې ویتنامي سیلانیان او د دوی یو مصری لارښود ووژل شول.
په بنګله دیش کې د پارلماني ټاکنو له پاره شدید امنیتي تدابیر نیول شوي
د بنګله دیش په پلازمینه ډهکه کې د مختلفو ادارو چاروکو ویلي چې شاوخوا ۶۰۰ زره پولیس، د پوځ سرتیري او نور عسکر د ټاکنو د امنیت له پاره په دندو ګمارل شوي دي. د جنوبي آسیا په دې هیواد کې د پارلماني انتخاباتو کمپاینونه د خشونت د یو لړ پیښو تر سیوري لاندې راغلي وو. د بنګله دیش د عوامي ګوند غړې او د دې هیواد اوسنۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه په دې هڅه کې ده چې د څلورمې دورې له پاره هم په خپل مقام کې پاتې شي.
د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشر پر رومانیا د مشرۍ له کبله نیوکه کړې
د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشر ژان کلود یونکر انتقاد کړی چې رومانیا د اروپايي ټولنې د ریاست د پرمخ بیولو وړتیا نه لري. ټاکل شوې چې په نیږدې راتلونکې کې رومانیا د اروپايي اتحادیې دوراني مشري پر غاړه واخلي. د یونکر په باور، تر اوسه پورې په بخارست کې حکومتي مشرتابه دا نه ده درک کړې چې د اروپايي ټولنې پر غړو هیوادونو باندې رهبري او مشري څه معنی لري.
مسکو د اوکرایني کښتۍ چلوونکو په برخه کې د فرانسې او آلمان غوښتنې رد کړې
د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل او د هغې فرانسوي سیال امانویل ماکرون له کرملین څخه غوښتي وو چې د روسیې له لوري نیول شوي اوکرایني کښتۍ چلوونکي آزاد کړي. اوس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د فرانسې او آلمان دغه فوري غوښتنې دوی ته د منلو وړ نه دي. دا په داسې حال کې ده چې ماکرون او انګلا میرکل د اوکریان او روسیې تر منځ پرته د کرچ په تنګي کې د پوځي ځواک د کارولو په برخه کې اندیښنې څرګندې کړي دي.
په آسترالیا کې د تودوخې نوې څپې خلک ورخطا کړي
په آسترالیا کې د تودوخې درجه له ۴۰ سانتي ګرید څخه لوړه شوې چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. د دې هیواد د هوا پیژندنې د ادارې د معلوماتو له مخې په روان کال کې د تودوخې درجه له خپل عادي حالت څخه ۱۰ تر ۱۴ درجې لوړه شوې ده. د دې هیواد په ځینو برخو کې، د تودوخې درجه د څو ورځو له پاره ان ۴۴ درجو ته رسیدلې وه.