د نړۍ مهم خبرونه له انځور سره
غني: د ۲۰۱۵م کال راهیسې نیږدې ۳۰ زره امنیتي سرتیري وژل شوي
په افغانستان کې د ۲۰۱۵ کال راهيسې تقريبا ۳۰ زره کورني امنيتي ځواکونه وژل شوي دي. ولسمشر اشرف غني په واشنګټن کې د جان هوپکينس پوهنتون ګډونوالو ته په یوه ویډیويي کنفرانس کې د ۲۸۵۲۹ افغانانو شمېر ياد کړ چې په خبره يې «زموږ د آزادۍ له پاره شهيدان» شوي دي. په ورته وخت کې په افغانستان کې د هغه په حواله ۵۸ امريکايي اتباع هم وژل شوي دي.
په کراچۍ کې بمي چاودنې مرګ ژوبله اړولې
په کراچۍ کې ځايي چارواکو ویلي چې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر میاشتې پر ۱۶ نیټه) یوې بمي چاودنې دوه تنه وژلي او اته تنه نور بیا ټپيان دي. دغه چاودنه د کراچۍ ښار په مالیر سیمه کې شوې چې تل پکې د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره وي. د چاوراکو په حواله په دې پیښه کې د سیمې یو شمیر ودانۍ زیانمنې شوي او په خلکو کې یې ویره خپره کړې. تر اوسه پورې د دې چاودنې مسوولیت کومې ډلې منلی نه دی.
سي آې اې: محمد بن سلمان د خاشقجي د وژلو امر کړی وو
یو شمیر رسنیو د سي آی اې د تحقیقاتو د پایلو په اساس خبر ورکړی چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژنې مسئولیت په غاړه لري. د جمال خاشقجې د قتل په قضیه کې د محمد بن سلمان د لاس درلودلو خبر په لومړي سر کې په «واشنګټن پوست» ورځپاڼه کې خپور شو. همدارنګه د «شپيګل انلاين» انټرنټ پانې هم د سعودي د منتقد خبریال په وژنه کې د سعودي ولیعهد د مستقیم لاس درلودلو په هکله خبر ورکړی دی.
روحاني: له عراق سره تجارت ۲۰ میلیاردو ډالرو ته رسوو
د دواړو ولسمشرانو د لیدنې هدف په سیمه کې د نوي نظم رامنځ ته کیدل په ګوته شوي دي. صالح په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې اوس په سیمه کې د نوي نظم د رامنځ ته کیدو وخت را رسیدلی دی چې د ټولو هیوادونو ګټې خوندي کړي. حسن روحاني بیا ویلي چې دواړه هیوادونه غواړي چې د ۱۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت د اوسني تجارت کچه ۲۰ میلیاردو ډالرو ته لوړه کړي.
د امریکا په کلفورینا کې د اور په پیښه کې زرګونه کسان لادرکه دي
د امریکا متحده ایالاتو په کلفورینا ایالت کې د ځنګله د اور لګیدنې په پیښه کې د لږ تر لږه ۷۱ تنو وژل کیدل تائید شوي دي. خو د ډیرو لادرکه کسانو شمیر ته په کتو سره ښايي د وژل شوو کسانو شمیر تر دې هم لوړ شي. د جمعې په ماښام د بوت کاونټي د پولیسو مشر کله چې د لا درکه کسانو لیست اعلاناوه، نوموړي وویل چې دغه نهايي لیست نه دی او ښايي په دې کې تغیرات راشي. په دې لیست کې د ۱۰۱۱ کسانو نومونه ذکر شوي دي.
د م. م ځانکړی استازی: د یمن حکومت او حوثي یاغیان د جګړې پای ته نیږدې دي
د یمن له پاره د ملګرو ملتونو استازي ویلي چې د یمن رسمي دولت او شعیه مذهبه حوثي یاغیانو د درې کلنې جګړې پر پای ته رسولو توافق کړی دی. مارټین ګریفیتي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي چې هغه غواړي د جګړې دواړه لوري سویډن ته راوغواړي. نوموړي زیاته کړې چې د سعودي عربستان له ملاتړه برخمن د یمن حکومت او حوثي یاغیانو تقریباً د اسیرانو او زندانیانو د تبادلې په برخه کې توافق ته د رسیدو له پاره نیږدې دي.
په فرانسه کې د تیلو د بیو د لوړیدو پر ضد لاریون ترافیکي پیښې رامنځ ته کړي
په فرانسه کې د تېلو د لوړو بيو پر ضد د مظاهرو پر مهال څو ټکرونه او ترافيکي پېښې رامنځ ته شوې. د فرانسې په ختيځ په «پون دې بووازن» کې يوې لاريون کوونکې ته مرګوني ټپونه واوښتل کله چې هغه له يوه موټر سره ټکر شوه. په یوه بله پیښه کې يوه موټروان يو پوليس تر موټر لاندې کړی. د «زيړو واسکټونو» په نوم خوځښت د حکومت د هغه قصد پر وړاندې فعاليت کوي چې غواړي په ۲۰۱۹ کال کې پر تېلو باندې ماليات لا پسې لوړ کړي.