د نړۍ د کلتوري ميراث په ليست کې نوي شامل شوي ځایونه
د یونیسکو نړیوال سازمان ځيني تاریخي ځایونه او ودانۍ د نړۍ د کلتوري میراث په لیست کې شامل کړي دي. په دغو آثارو کې د آلمان د پاومبرګ ښار کلیسا هم شامله ده. نور معلومات په دې انځوریز رپوټ کې لوستلای شئ.
د آلمان د ناومبرګ کلیسا
په دیارلسمه عیسوي پیړۍ کې جوړه شوې دغه کلیسا د منځنۍ پیړۍ یوه ډيره زړه راښکونکې هنري نمونه ده. د دې کلیسا ځانګړتیا د هغو لویو مجسمو له کبله هم ده چې د یوه نامعلوم مجسمه جوړونکي له خوا جوړ شوي دي.
په ترکیه کې د ګوبیکلي تپې
په ترکيه کې د ګوبیکلي تپې د بشري تاریخ تر ټولو لرغونی معبد بلل کیږي. د لرغون پيژندونکو په حواله دا معبد نږدې ۱۲ زره کاله پخوا جوړ شوی دی. په دې توګه نو دا ځای د بریتانيا د ډبرو او مصر له اهرامونو څخه هم ډیر زوړ تاريخ لري.
په سویلي کوریا کې د بودایانو خاناقاوې
پر کلونو ظلم او تیري سربیره په سویلي کوریا کې د اوومې عیسوي پیړۍ د بودایانو څلور مخروطي شکله خاناقاوې موجودې دي. په انځور کې لیدل کیدونکي پنځه پوړیزه مخروطي شکله ودانۍ د نږدې ۳۰۰۰ بودایانو عبادت ځای وو.
په اسپانیا کې مدینه الزهرا
د قرطبه خلیفه عبدالرحمن الثاني په ۹۳۶ م کال کې د دغه زړه راښکونکي ښار د جوړولو امر کړی وو. دا شاهي ښار په ۴۰ کلونو کې جوړ شوی وو. عبدالرحمن دا ښار د خپلې لور الزهرا په نوم نومولی وو. دا ښار تر خپل جوړیدو ۴۴ کاله وروسته د دښمنانو په بریدونو کې ویجاړ شوی وو. د قرطبه په اطرافو کې د الزهرا ښار پاته آثار نن هم د اندلس او اسپانيا د مسلمانانو د تاریخ یوه ډير ښه نمونه ده.
آلمان: هایتابو او دانی وېر
په نويمه عیسوي پیړۍ کې د هایتابو په نوم د هغه وخت دغه سوداګریز مرکز جوړ شوی وو. د دغه تجارتي مرکز د ساتنې په موخه ۳۰ کیلومتره اوږد دیوال هم جوړ شوی وو چې د «دانی وېر» په نوم یادیده. د آلمان په شلیسویګ هولشټاین ایالت کې د هایتابو او دانی وېر پاتي برخې ته نن هم د یوې تاریخې آبدې په سترګه کتل کیږي.
کولمبیا: د چیری بیکیتی نیشنل پارک
د امازون په ځنګلونو کې واقع د چیری بیکیتی نیشنل یا ملي پارک ته د نړیوال کلتوري میراث لقب ورکړل شوی دی. د دې یو دلیل هلته پر موجودو کلتوري ځایونو سربیره د دې پارک طبیعي ښکلاء هم ده.
کینیا: تھیملِچ اوہنګا،
دا دیوال له نن څخه۵۰۰ کاله مخکې جوړ شوی او اوس هم پر خپل ځای ولاړ دی. د دې دیوال د جوړولو پر مهال یوازې ډبري یو پر بل اښودل شوي او نور هیڅ ډول موادو پکښې کار شوي نه دي. دا په ختیځ افریقا کې یو له مهمو لرغونو آثارو څخه شمیرل کیږي. ویل کیږي چې دیوال د بریدکوونکو له حملې څخه د حفاظت په موخه جوړ شوی دی چې لاندې ترینه انسانانو ژوند کاوه.
جاپان: په ناګاساکي کې د عیسویانو پټ ځایونه
د جاپان په ناګاساکي کې د عیسویانو په پټو عبادتځایونو کې یوه کلیسا، یوه کلا او لس کلي په ۱۷ او ۱۹ پیړۍ کې په دې سیمه کې د عیسویانو پر موجودیت دلالت کوي. دغه جاپاني عیسویان په دې وخت کې د یوه ټاپو پر لور فرار شوي ول او هلته یې خپله مذهبي عقیده ژوندې ساتلې وه.
عمان: تاریخي ښار قلهات
د عمان شمال لویدیځ ښار قلهات په ۱۴ او ۱۵ پیړۍ کې یو مهم تجارتي مرکز وو. په دې ښار کې د بي بي مریم مزار د دې ښار په لرغونتیا دلالت کوي. د ۲۰۰۰م کال د احصایو له مخې د دې ښار د وګړو شمیر نږدې ۱۱ زره کسانو ته رسیږي.
هند: د وکټورین او ارټ ډیکو کوارټر
د هندوستان په ممبئ کې د اروپایې طرز جوړ شویو دغو ودانیو د دې سیمې بڼه بدله کړې ده. په دغو ودانیو کې د نولسمې پیړۍ د وکټورین د ودانیو د جوړولو طرز له ورایه ښکاري، خو د شلمې پيړۍ د ارټ ډیکو هنر هم پرې ور علاوه شوی دی چې دې سیمي ته یې ځانګړې ښکلاء وربخښلې ده.
کاناډا: پیما چیئوون آکې
له پراخو ځنګلونو، سیندونو او طبیعي ښکلاو څخه غني سیمه (پیما چیئوون آکې)، ۷۰۰۰ کاله مخکې د انیشینابیګ په نامه قبیلې یا خلکو د اوسیدو ځای وو. د پیما چیئوون آکې، معنی ده(داسې ټاټوبی چې ژوند بخښي). د پیما چیئوون آکې اوسیدونکي اوس هم د دې سیمې ساتنه خپل د کلتور او عقیدې برخه بولي.