د نجونو د ختنې بې رحمه دود
کلتور او دود په ځانگړي توگه په لیرې پرتو سيمو کې د نجونو په ختنه يا سنتولو کې مهم نقش لري. د فيبرورۍ ۶ نیټه د ښځو د ختنې پر وړاندې د مبارزې نړيواله ورځ ده. نور په انځورونو کې وگورئ:
په دې پتري د کينيا د پوکوت قوم د څلورو نجونو تناسلي آلې پرې شوي دي. تر دې وروسته دغه نجونو بالغې حسابيږي. که څه هم چې د نړۍ په يو شمیر هېوادونو کې د نجونو ختنه منع ده خو دا کار د يو شمیر هيوادونو په لیري پرتو سيمو کې اوس هم کیږي.
د روغتيا نړيوال سازمان د ښځو ختنه پر درو ډولونو وېشلې ده. لومړی ډول: د کليتوريس د يوې برخې يا په بشپړه توگه پرې کول. دويم ډول: د کليتورس ترڅنگ د شرمځای د کوچنيو شونډو پرې کول. دريم ډول: د ښځې د تناسلې آلې د کوچنو او لويو شونډو پرې کول او د مجرا تنگول.
د ښځو د تناسلي آلې د زخي پرې کول د مصر د نيل سيند په دره کې سرچينه اخلي. گومان کیږي چې دا دود بيا له دغه ځايه نورو سيمو ته خپور شوی وي. د دې تر ټولو پخواني شواهد په موميامي شوي جسدونو کې موندل شوي دي چې تر میلاد ۲۰۰ کاله پخوانې دي او د کليتورس د پرې کولو نخښې لري.
بېلا بېلې عقیدې او باورونه بيا د دې دود د ادامۍ باعث شوي: جنسي عقیده (د ښځو د جنسي ميلان کنترول) اجتماعي عقيده (بلوغت ته د نجونو داخليدل) او روغتيايي عقيده (داسې فکر کيږي چې د ښځو تناسلي آله کثيفه يا ناولې ده. د عراق په کردستان کې څوک د هغې ښځې له لاسه ډوډۍ نه خوري چې سنت شوي نه وي او د هغې د لاس خواړه پاک نه گڼي.) دا هم ویل کیږي چې ختنه يا سنتیدل د ښځې د ميندواره کیدو چانس لوړوي.
د ښځو ختنه په يهودانو کې دود نه ده، خو د ايتوپيا اقليت يهودان بيا دغه دود پر مخ وړي. په مسيحانو کې بيا دغه دود نه موندل کيږي خو د مصر قبطي عيسويان یې بيا پالي. له اسلام څخه هم د دې دود د توجیې په توگه استفاده شوې او زياتره په هغو مسلمانانو کې ليدل کيږي چې په سيمو کې له پخوا راهيسې دود وه او بيا د اسلام له راتگ سره د سيمه ایزو ملايانو له خوا توجيه شوې او د يوه اسلامي دود په توگه معرفي شوې ده.
د افريقا په ۲۸ هيوادونو، عربستان په ټاپو وزمه او د آسيا په ځينو برخو کې نجوني سنتيږي. دغه دود دومره قوی دی چې هغه نجونې ترې هم محفوطې نه دي چې کورنيو یې اروپا ته پناه راوړې ده.
دغه څلور نجونې ختنې ته د انتظار په حال کې ليدل کيږي. په کينيا کې له ۲۰۱۱م کال راهيسې دغه دود منع اعلان شوی. په دغه هيواد کې زياتره وخت د ختنې عمل بې له کومې دوا او يا بې حسه کولو ترسره کيږي. د ختنې اوزار هم پاک نه وي او زياتره وخت د ميکروبي ناروغيو باعث گرځي.
د روغتيا نړيوال سازمان د شميرو په حواله لس سلنه نجونې د ختنې د عمل پر وخت او نورې ۲۵ سلنه یې بيا د پايلو له کبله ژوند له لاسه ورکوي. دغه سازمان ادعا کوي چې لیرې پرتو سيمو ته نه لاس رسی له کبله ښايي دا شميرې نورې هم لوړې وي. په سوماليا کې بيا ۹۸ سلنه ښځې سنت شوي دي.
د ترسره شويو هلو ځلو له کبله د نړۍ په ۱۵ هیوادونو کې دغه دود منع اعلان شوی. په مصر کې د دغه عمل د منع اعلانيدو سره سره هم په بېلا بېلو سيمو کې دغه دود اوس هم دوام لري. په عاج ساحل کې پر نغدي جريمې سربيره د يو او پنځوو کلونو ترمنځ بند هم په نظر کې نيول شوی دی.
د نړۍ په مختلفو برخو کې د ښځو د تناسلي آلې د يوې برخې پرې کول په ځانگړي مراسمو سره بدرگه کيږي. د يوکوت قوم د نجونو پر بدن سپين رنگ مښل کيږي.
په ځينو هېوادونو کې د دې دود د منع اعلانيدو له وجي دغه عمل تر زيږيدو لږه موده وروسته ترسره کيږي. ځيني نوي زيږيدلي هسې هم ډېر ژاړي او په دې توگه څوک شک پرې نه کوي.
په ايران کې هم د ښځو د ختنې په اړه يو شمير څيړنې ترسره شوي دي. د «دود پتری يا چاقو» په نوم کتاب ليکواله رايحه مظفريان وايي: «د انجونو سنتول يو دود دی چې خپله د ښځو له خوا دوام پيدا کوي. که څه هم چې د ښځو د جنسي آلې د پرې کولو ريښه د نارينه وو له غوښتنې سرچينه اخلي خو دا دود د ښځو او نارينه وو ترمنځ د همکارۍ له کبله ژوندی دی.»
په ايران کې د ښځو ختنه د بوشهر، هرمزگان، کردستان، خوزستان، لرستان او آذربايجان په کُرد ميشته سيمو کې رواج لري. څيړونو ښوولې چې په دغه سيمو کې د ختنې کچه خورا لوړه ده.
رايحه مظفريان ليکي: «په ايران کې په عمومي توگه ختنه د يوه تیز پتري يا چاقو په مرسته او د بې حسې د دواو پرته ترسره کيږي. دغه ښځې له ميکروب څخه د زخم د ساتلو په موخه بېلا بیلې لارې لري. دوی غالباً Povidon-Iod ميکروب ضد مواد کاروي خو په هغو سيمو کې چې دغه مواد نه پيدا کيږي هلته له ايرو او يا طبيعې خاورې څخه کار اخيستل کيږي.