د ناټو ټول غړي پخواني هدف، خو یوازې ۳ یې نوي ته رسېدلي دي
۱۴۰۴ شهریور ۶, پنجشنبهد ناټو د يوه نوي راپور له مخي سږکال به د دغه اتحاد ټول غړي د دفاعي بودجې په برخه کي خپل پخواني هدف یعني د کورني ناخالص توليد ۲سلنه پوره کړي. تر اوسه يوازي درې هيوادونه خپل نوي هدف ۳،۵ سلنه ته رسېدلي دي.
د دغه راپور له مخي چي د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کي خپور سوی دی، هغه هيوادونه لکه اسپانيا، ايټاليا او بلجيم چي د دفاعي بودجې په برخه کي وروسته پاته ول اوس يې خپل دفاعي لگښتونه هغه حد ته رسولي دي چي په ۲۰۱۴م کال کي ناټو پخپله سرمشريزه کي ټاکلی وو.
د دغه اتحاد بررسيو ښوولې ده چي د تيرکال تر وروستيو پوري د ناټو د ۳۲ غړيو هيوادونو څخه ۱۰ يې خپلي هغي موخي چي د خپل کورني ناخالص توليد ۲ سلنه دفاعي بودجې ته ځانگړي کړي نه ول رسېدلي.
خو په ۲۰۲۲م کال کي پر اوکراين باندي د روسيې له يرغل او د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ له غوښتنو سره سم، خپل دفاعي لگښتونه د پام وړ زيات کړل.
کوم هيوادونه خپل نوي هدف ۳،۵ ته رسېږي؟
اوس يوازي درې هيوادونه د خپل کورني ناخالص توليد ۳،۵ سلنه بودجې هدف ته چي په جون مياشت کي يې پريکړه وسوه رسېدلي دي. پولنډ (۴،۴۸سلنه) ليتوانيا (۴سلنه) او لاتويا (۳،۷۳ سلنه).
که څه هم امريکا متحده ايالات چي په دغه برخه کي په مطلقه توگه ډېره برخه پر غاړه اخلي، خو په پلان کي لري چي سږکال د خپل کورني ناخالص توليد ۳،۲۲ سلنه دغي برخي ته ځانگړې کړي.
د آلمان په اړه تر اوسه پوري کوم مشخص ارقام نسته، خو د دغه هيواد حکومت ويلي دي چي د پارلمان له خوا د بودجې تر تصويب وروسته به خپل دغه هدف ته ورسيږي.
د ناټو عمومي منشي مارک روته، د چهارشنبې په ورځ په آلمان کي د جنگي مهماتو د جوړولو يوې فابريکې د پرانيستلو پر مهال د دغه اتحاد د غړيو له خوا د دفاعي لگښتونو د زياتوالي هرکلی وکړ، خو غوښتنه يې وکړه چي دغه بايد په رښتني پوځي وړتيا بدلي سي.