د ناټو غړيو هېوادونو د دفاعي لګښتونو پر لوړولو توافق وکړ
۱۴۰۴ تیر ۴, چهارشنبهد هالنډ په دنهاک ښار کې د ناټو د غړو هیوادونو د سرمشریزې په دويمه ورځ د ناټو هیوادونو د دولتونو او حکومت مشرانو پریکړه وکړه چې په دفاعي لګښتونو کې پراخ زیاتوالی راولي.
د چهارشنبې په ورځ د خپرې سوې ګډې سرمشریزې اعلامیې له مخې، "متحدین ژمن دي چې تر ۲۰۳۵ پورې هر کال د خپل ناخالص داخلي تولید (GDP) پنځه سلنه په دفاع او همدارنگه دفاعي او امنیت پورې اړونده لگښتونو کې پانگونه وکړي." پر دې اساس، د ناخالص داخلي تولید ۳،۵ سلنه به په مستقیم ډول دفاع ته او ۱،۵ سلنه به په دفاعي زیربناوو کې ولگول سي.
ولې د ناټو یوې کلیدي مادې ته د ترمپ د ژمنې په هکله شک رامنځته سو؟
تر دې مخه د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ترمپ په دغه مهمه ناسته کې د گډون له پاره، هالنډ ته له رسیدو مخکې، د ناټو د ټولیزې دفاع په اړه د پنځمې مادې په هکله په خپلو څرگندونو سره ، ځیني شکونه رامنځته کړي ول.
اړوند:د ناټو غړو هېوادونو د دفاعي بودجې پر ۵ سلنه لوړولو توافق کړی دی
نوموړي ویلي ول د واشنگټن د تړون د پنځمې مادې په هکله «بیلابیل» تعریفونه موجود دي.
کله چې وروسته له ترمپ څخه وغوښتل سول چې په دې هکله توضیحات ورکړي، هغه وویل چې «زه د انسانانو د ژوند ژغورولو ته ژمن یم. زه ژوند او حفاظت ته ژمن یم. او کله چې هغه ځای ته ورسیږم، ورڅخه به دقیق تعریف تاسو ته وړاندي کړم.»
خو ترمپ، د چهارشنبې په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د جون ۲۵ مه) په دې اړه وضاحت څرگند کړ او د خبریالانو د پوښتنې په جواب کې یې وویل:« موږ تر پایه د هغوی ترڅنګ ولاړ یو.»
د ناټو عمومي منشي مارک روټه، د چهارشنبې په ورځ هڅه وکړه چې دغه شکونه له منځه یوسي او ویې ویل چې د ناټو په منشور کې د پنځمې مادې د متقابلې دفاع مادې ته د متحده ایالاتو د ژمنې په اړه هیڅ شک نه لري.
روټه، په دنهاگ کې خبریالانو ته وویل:«زه په دې هکله شک نه لرم چې متحده ایالات به په بشپړ ډول ناټو او پنځمې مادې ته ژمن وي.»
ددې دوې ورځنۍ ناستې هدف د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ته په دفاعي لگښتونو پورې تړلو ژمنو په هکله ډاډ ورکول دي.
واک ته د ترمپ رسیدل، هغه اندیښنې یو وار بیا راپارولي دي چې امکان لري هغه د اطلس د اوقیانوس د دواړو خواوو اتحاد ضعیفه کړي.
له اوکراین څخه د ملاتړ ژمنه
د ناټو غړيو هېوادونو په يوه ګډه اعلامیه کې روسیه دغه ائتلاف ګډ امنيت ته د «يوه اوږد مهاله ګواښ» په توګه ياده کړه او له اوکراين څخه یې «پايداره» حمايت اعلان کړ.
په دنهاک کې وويل شول چې د ۳۲ هېوادونو دا ائتلاف «د یورو اتلانتيک ساحې ته د متوجې پام وړ امنيتي ګواښونو او ننګونو په ځانګړي توګه د روسیې له لوري متوجې د اوږدې مودې ګواښ په مقابل کې په متحده توګه ولاړ دی.
همدا شان زياته شوې چې «متحدين له اوکراین سره د مرستې پر خپلو پايدارو خپلواکو تعهداتو ټنيګار کوي.»