د مونشن سږنی«مهم» امنیتي کنفرانس پای ته ورسېد
۱۴۰۳ بهمن ۲۸, یکشنبههیوسګین د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ ۱۶مه) په مونشن کې وویل چې د امریکا د مرستیال ولسمشر، جېډي وینس تر وینا وروسته دا اندېښنه پیدا شوې چې "زموږ ګډ ارزښتونه شاید نور دومره ګډ نه وي." دا څرګندونې یې د اتلانتیک دواړو غاړو ترمنځ د همکارۍ په اړه وکړې. دا د مونشن د ۶۱م امنیتي کنفرانس و او همداراز، د هیوسګین لپاره د مشرتابه وروستۍ ناسته وه.
وینس د جمعې په ورځ د آلمان او اروپايي اتحادیې پر ضد سختې نیوکې وکړې. هغه وویل چې"دوی د لويو امریکایي ټېکنالوژي شرکتونو پر ضد د مقرراتو، او د آلمان لپاره بديل ګوند د سیاسي انزوا له لارې د بیان ازادي محدودوي."
د اوږدې مودې لپاره د مونشن د امنيتي کانفرانس مشر وولفګنګ ایشینګر او د هیوسګین ټاکل شوی ځایناستي، د ناټو پخوانی سرمنشي ینس سټولټنبرګ، دواړو د هیوسګین د تیرو کلونو کار ته درناوی وکړ. همداراز د مونشن امنيتي کانفرانس د پخوانیو کلونو یوشمېر لوړپوړو ګډونوالو د ویډیو پیغامونو له لارې د هیوسګین هڅې وستایلې.
هیوسګین په ۲۰۲۲ کال کې د مونشن امنیتي کنفرانس مشري واخیسته. تر دې وړاندې، هغه د ملګرو ملتونو لپاره د جرمني سفیر او همداراز د پخوانۍ صدراعظمې انګیلا میرکل د امنیتي او بهرني سیاست سلاکار و. د هغه مشري د اوکراین جګړې سره هممهاله وه چې یوازې څو ورځې وروسته له هغې پیل شوه چې هغه خپل لومړی کنفرانس د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په میاشت کې تنظیم کړ او روسیې پر اوکراین یرغل وکړ.