د مهاجرو په بریالي ادغام کې د کورنیو ونډه
۱۳۹۷ مهر ۲۵, چهارشنبهپه آلمان کې له خپلي کورنۍ او یوازې ژوند کوونکو پناه غوښتونکو د ادغام په هکله د آلمان اقتصادي څیړنیزې موسسې «DIW» او «Hertie» په نامه یوه خصوصي پوهنتون چې د حکومت له لوري په رسمیت پیژندل شوی، یوه تازه څیړنه خپره کړې ده. په دغه تازه څیړنه کې چې پایلې یې نن د چهارشنبې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر میاشتي۱۷ نیټه» د فرانسې خبري آژانس خپرې کړي دي، راغلي دي چې هغو کسانو چې آلمان ته یې پناه راوړې او دلته بې کورنۍ ژوند کوي، په دې هیواد کې یې ژوند له ستونزو سره مخامخ دی. په څیړنه کې په واضح ډول څرګنده شوې ده چې دغه شمیر پناه غوښتونکي په آلمان کې د میشتو نورو پناه غوښتونکو په پرتله، له خپل ژونده ناراضه دي.
د آلمان په پلازمینه برلین کې د اقتصادي څیړنیزې مؤسسې «DIW» سرپرسته کترینا شپیس وايي چې د پناه غوښتونکو په ښه ادغام کې باید د کورنیو نقش له پامه ونه غورځول شي او د [پناه غوښتونکو] د کورنیو د الحاق په برخه کې باید دغې موضوع ته جدي پاملرنه وشي.
په دغه تازه څېړنه کې راغلي دي چې په ځانګړې توګه له خپلو ماشومانو د بیل والي موضوع د دې سبب شوې ده چې په آلمان کې ډير پناه غوښتونکي له خپل ژونده ناراضه شي. د څیړنې په حواله په دې برخه کې نور عوامل هم شته، خو په دغه اندازه اغیزمن نه ګڼل کیږي.
د څیړنې په حواله، په آلمان کې د پناه غوښتونکو په ډله کې هغه کسان چې عمرونه یې د ۱۸ او ۴۹ کلونو تر منځ دي، ۹ سلنه کسان یې لږ تر لږه یو کوچنی ماشوم لري چې له هغوی سره ګډ ژوند نه کوي، بلکې د دې پرځای یې اولادونه په يوه بل ملک کې میشت دي.
په څیړنه کې راغلي دي چې په دې برخه کې ۱۲ سلنه یې بیا د خپل ژوند له ملګري یا ملګرې بیل شوي دي او له دې کبله دغه شمیر پناه غوښتونکي له خپلو ماشومانو سره ګډ ژوند نه کوي.
په دغه تازه څیړنه کې زیاته شوې ده چې د هغو پناه غوښتونکو له جملې څخه چې اولادونه لري او یا یې ودونه کړي وي، ۲۳ سلنه یې لږ تر لږه یو ماشوم لري او ۲۷ سلنه دغه راز پناه غوښتونکي بې ملګري ژوند کوي.
په دې څیړنه کې چې د نه رضایت له پاره صفر (۰) او د بشپړ رضایت له پاره لس (۱۰) نمرې ټاکل شوي دي، ۷،۵ سلنه هغه شمیر مهاجرین چې په آلمان کې له خپلو ماشومانو سره ګډ ژوند کوي، له خپل ژونده ډیر راضي دي. سربیره پر دې بیا ۵،۸ سلنه پناه غوښتونکي چې د ژوند له ملګري او یا له اولادونه پرته ژوند کوي، په آلمان کې له خپل ژونده راضي دي. د دې ترڅنګ هغه پناه غوښتونکي چې د ژوند له ملګري سره ګډ ژوند کوي، په اوسط ډول ۷،۵ سلنه یې له خپل ژونده راضي دي.
د اقتصادي څیړنیزې مؤسسې «DIW» د تازه خپاره شوي رپوټ یوې لیکوالي ډیانا شاخت په دې هکله داسې توضیحات ورکوي: «په ټولنیزه رفاه کې کورنۍ ډیر ارزښت لري. له همدې کبله له کورنیو بیلوالی په واضح ډول د ډيرو پناه غښتونکو د ژوند د نه رضایت سبب ګرځیدلی دی.» نوموړې زیاتوي چې په آلمان کې ادغام هغه مهال لا ډیر بریالی کیدلی شي، چې پناه غوښتونکي له خپلو کورنیو او ماشومانو سره ګډ ژوند ولري.
په دغه خپره شوې څیړنه کې د ۱۸ او ۴۹ کلونو ترمنځ ۳۴۰۰ هغو پناه غوښتونکو سره مرکې شوي دي، چې د ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۶م کال تر جنورۍ مياشتي پوري آلمان ته راغلي دي. دغه څیړنه په برلین کې اقتصادي څیړنیزې مؤسسې «DIW»، د مهاجرت په چارو کې د آلمان فدرالې ادارې یا بامف او په آلمان کې د کار د بازار او کارموندنې څیړنیزې مؤسسې په ګډه ترسره کړې ده.
یادې څیړنې دا هم موندلې ده چې په زیاتره برخو کې نارینه له خپلو اولادونو جلا شوي دي. د څیړنې د موندنو پر بنسټ دغه موضوع بیا تر ډیره پورې د هغو مهاجرو په برخه کې صدق کوي چې د افریقا له جنوبي برخو یې آلمان ته پناه راوړې ده. یادې څیړنې دا هم موندلې ده چې میرمنې بیا په ډیر کم ډول په یوازې سر مهاجرت کوي او دا چې معمولاً دوی له خپلو کورنیو سره ګډ له خپلو هيوادونو وځي.
د دغې څیړنې لیکونکي وړاندیز کوي چې د دوی موندنې دې د کورنیو د الحاق «یوځای والي» په تړاو بحثونو کې جدي ونیول شوي او دا چې له دغو معلومات دې پکې کار واخیستل شي. څیړنه همدا راز وايي چې د والدینو د ژوند رضایت په مستقیمه توګه د دوی د ماشومانو پر روزنې او ژوند باندې هم اغیز کوي.