د مهاجرت په نړیوال تړون کې څه لیکل شوي دي؟
۱۳۹۷ آذر ۱۹, دوشنبهښی اړخي ناسونالستان د مهاجرت نړیوال تړون په هکله ویره خپروي. د بهرنیو چارو وزارت وایې چې ویره خپرونکي غلط خبرونه به ونه زغمل شي. خو آیا واقعاً هم په دې تړون کې داسې څه دي؟
په حقیقت کې د رښتیا او دورغو معلومول د آلمان د بهرنیو چارو وزارت کار نه دی، خو دغه وزارت غواړي سر له همدا اوسه د ملګرو ملتونو د مهاجرت تړون په اړه د«غلطو معلوماتو» خپرولو پر وړاندي مبارزه وکړي، کوم چې د خلکو د اذهانو د مخشوشولو سبب کیږي.
دغه معلومات نه یوازې د انټرنټ له لاري د نامعلومه ادرسونو او اشخاصو له خوا خپریږي، بلکې د برلين په زړه کې د یو شمیر سیاستوالو له خوا هم. د AfD یا د «آلمان له پاره بديل» ښی اړخي ګوند په خپله انټرنټ پاڼه کې لیکلي دي چې دا تړون «د اقتصادي او بی وزله مهاجرو د دوباره استوګن کولو یا انتقال یو پټ پروګرام دی». ښی اړخي ناسونالیستي رسنۍ خو حتی د سلګونو میلنونو کسانو د مهاجرت خبره کوي.
دا تیروتنه ده - دقیق همداسې لکه د اتريش لومړي وزیر سباستیان کورڅ، فکر کوي له دې تړون څخه وتل یې د هیواد له ملي حاکمیت څخه د دفاع له پاره اړين دی.
په واقعیت کې دلته موضوع د یو قانوني غیر الزامي ګډې همکارۍ د چوکاټ پر سر ده چې د لاسلیک کوونکو هیوادونو ملي حاکمیت نه اغیزمنوي. د دغه تړون په متن کې راغلي دي: «د معلوماتو له مخې هیڅ یو هیواد په یوازیتوب سره د مهاجرت ستونزه نه شي حلولی، بلکې د مهاجرت او د هیوادونو د ملي حاکميت د ساتنې او بشري حقونو نړوالو قوانينو ته د ژمنتیا په برخه کې په نړیواله کچه د ټولو ښکیلو هیوادونو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري».
مخکې تر دې هیڅ کله هم داسې یو تړون نه وو موجود
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۵۰ میلیونه انسانان د یوه بهتره ژوند په لټه کې دي چې دا د نړۍ د نفوس نږدې یو پر دریمه برخه ده. د McKinsey په نوم کمپنۍ (چې ستراتیژیکې مشورې ورکوي) د یوې څیړنې پر اساس دغه مهاجر په خپل کار سره د ټولي نړۍ د ناخالص ملي تولید۱۰ سلنه برخه په لاس راوړي.
د آلمان د پارلمان یا بونډسټاګ د اقتصادي چارو څانګې د مهاجرت د نړیوال تړون په هکله لیکلي دي: «دا لومړۍ نړیواله موافقه ده چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د حکومتونو ترمنځ د نړیوال مهاجرت ټول اړخونه پکښې تر پوښښ لاندي راځي او بحث پرې کيږي».
تر اوسه پورې په دې اړه کومه نړیواله موافقه وجود نه لري. د جګړې او تر تعقيب لاندې مهاجرو له پاره د ژنيف کنوانسيون او د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې UNHCR په نړۍ کې مشخص حقونه تضمين کړي دي. هغه مهاجر چې د ژنيف په کنوانسیون کې نه راځي، ویل کیږي چې د مهاجرت په نوي نړیوال تړون کې به شامل شي، چي همدا نن تائيد شوی دی. (د مهاجرت نړیوال تړون باید، د پناه غوښتنې له تړون سره اشتباه نه شي).
د آلمان د پرمختیایې سیاست له انستیتیوت څخه بنیمين شراوین او ایوا ډک، په یوه ګډ متن کې ډاډ ورکوي چې د مهاجرت تړون به «مطمئناً د اروپا پر لور په ډیر شمیر کې د پناه غوښتونکو د هجوم پر مخ د دروازو د خلاصولو او دې ته ورته کار په معنی نه وي، بلکي مهاجرت هر څنګه چې دی په خپل اصلي شکل یې انځوروي: یو نړیوال حقیقت چې سړی نه شي کولی د سرحدي پولو په تړلو او یا د څو میلیارد يورو په مرستي یې مخه ونیسي».