د سولي نوې طرحه به فلسطیانیانو ته ملیارډونه ډالره گټه ورسوي
۱۳۹۸ تیر ۲, یکشنبهد امریکا د جمهور رئیس دونالد ترمپ د حکومت په حواله د دغه پلان مطابق به، کوم چي د بین المللي پانگه اچونو په مرسته عملي کيږي او ډیر سرمایه گذاران به راجذب کړي، د فلسطیانیانو په اقتصاد کي اصلاحات رامنځته کړي. د «لومړئ اقتصاد» تر نامه لاندي دغه پلان د فلسطیانیانو او هغوی د همسایه عربي هیوادونو د ولسي اقتصاد د تقویې په خاطر د یوه بین المللي وجهي صندوق جوړیدل هم په نظر کي لري.
سربیره پردې به د دغه پلان مطابق د پنځو ملیارډو ډالرو په ارزښت یو ترانسپورټي کوریدور یا دهليز جوړ سي، چي د فلسطیانیانو دواړي جلا سوي برخي، یعني د لویدیځ اردن سيمه او د غزې تراډه به سره وصل کړي.
دغه ارقام د هغو اسنادو څخه معلومیږي، چي خبري آژانس رویترز لیدلي او د امریکا د حکومت نمایندگانو هم تایید کړي او ورکړي دي.
د ترمپ زوم، جارید کوشنر، به دغه پلان په راتلونکي اوونۍ کي په بحرین کي د یوه بین المللي کنفرانس پر مهال وړاندي کړي. د رویترز خبري اژانس سره د یوې مرکې پرمهال کوشنر وویل، د ترمپ حکومت امیدواري لري چي نور هیوادونه، خصوصأ د خلیج ماړه هیوادونه د دغه پلان د پیسو ډیره برخه پرغاړه واخلي.
«دقرن یوه معامله»
هغه کسان چي دغه پلان ته د شک په سترگه گوري، ورته خوشبینه نه دي او د هغه د کامیابۍ ډیر لږ چانس ویني، هغه ردوي او وايي چي په هغه سره به په سیمه کي بالکل یو نوی حالت رامنځته سي. د معترضو رهبري کونکو فلسطیانیانو دا نظر، کوم چي دغه پلان ردوي او هغه داسي یو کوښښ بولي، چي هغوی باید د خپلو دوو دولتونو د جوړولو له ادعا څخه تیر سي، کوشنر په جواب کي وویل: «زه پردې باندي خاندم، چي که دوی هغه «د قرن یوه معامله» وبولي او پر هغه باندي حمله وکړي او رد یې کړي. زه برعکس هغه د قرن یو ښه چانس بولم، په دې شرط چي هغوی د دې جرأت ولري، چي تعقیب او عملي یې کړي.»
د امریکا حکومت د منځني ختیځ د سولي پلان چي د نورو ترڅنگ کوشنر هم ورباندي کار کړی دی، څو واره ځنډولی دی. د دغه پلان چي امکان لري په راتلونکي نومبر میاشت کي وړاندي سي، ډیر لږ جزئیات یې معلوم دي. ویل کيږي، چي په هغه کي د دوو دولتونو د جوړول خبره نه ده راغلې چي د فلسطیانیانو له خوا ورباندي سخت انتقادونه سوي دي.
د منځني ختیځ په شخړه کي د دوو دولتونو د رامنځ ته کولو موضوع، کوم چي د فلسطیانیانو دپاره هم یو دولت په نظر کي لري، د لسیزو راهیسي د بین المللي مرکچیانو د کوښښونو مرکزي موضوع وه.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 26.05.2017)