کابل ته د م.م. د چارواکي سفر او د ښځو پر زده کړو یې ټينګار
۱۴۰۴ اردیبهشت ۸, دوشنبهد بشردوستۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي مرستیال تام فلیچر، افغانستان ته سفر کړی دی او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست سره یې لیدلي دي.
د ملګرو ملتو د سازمان د عمومي منشي مرستیال له امیرخان متقي، سره خپلې لیدنې کتنې ته په اشارې ویلي، که څه هم په دغه لیدنه کتنه کې د اقلیمي بدلون، د امنیت په برخه کې د پرمختګ او له مخدره موادو سره د مبارزې په ګډون بشري ننګونې تر بحث لاندي ونیول سوې، خو د هغه د سفر اصلي لومړیتوب د ښځو وضعیت ته پاملرنه ده.
نوموړي د ایکس په شبکه کې د خپل خپور سوي پیغام په یوه برخه کې لیکلي دي:« د افغان ښځو لوی ظرفیت، زما د اجندا په سر کې دی. د ښځو له زده کړو او د هغوی د بشپړ ګډون پرته، پرمختګ ممکن نه دی.»
متقي د مرستو د دوام غوښتنه وکړه
د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د اپریل ۲۷) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي دي چې امیرخان متقي، او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال په دغه لیدنه کتنه کې له ګاونډیو هیوادونو د افغان مهاجرو د بیرته ستنیدو، د اقلیمی بدلون او طبیعي پیښو له اغیزو سره د مقابلې د څرنګوالي، له مخدره موادو سره د مبارزې، د کروندګرو له پاره د بدیل معیشت د برابرولو او د معتادینو د درملنې په هکله خبري اترې کړي دي.
ددغې خبرپاڼې له مخې، امیرخان متقي، د ملګرو ملتونو د سازمان نوموړي چارواکي ته ویلي دي چې افغانستان ځان بسیاینې ته تر رسیدو پورې بهرنیو مرستو ته اړتیا لري او ددغومرستو د دوام غوښتونکی سوی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې له بشري مرستو څخه پراختیایي مرستو ته، د مرستو د بڼې بدلول، د اقتصادي تولیداتو زیاتوالی، د کورنیو ظرفیتونو کارول، د مرستو د پلي کولو د پروسې ساده کول، د افغانانو لومړیتوبونو ته پاملرنه او د مرستندویه سازمانونو او دولتي څانګو ترمنځ د همږغۍ پیاوړتیا هغه نور موضوعات وو چې په اړه یې بحثونه ترسره سول.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بڼسټ، تام فلیچر، ویلي دي چې د ملګرو ملتونو سازمان او طالبانو د ګډو اهدافو د عملي کیدو له پاره، له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د عادي کیدو، امنیت، سیمه ييز ثبات، اقلیمي بدلون او له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې ګډو اهدافوته د رسیدو له پاره هلې ځلې کوي.
د ملګرو ملتونو د رئیس مرستیال د ایکس شبکې په خپل پیغام کې دغو مواردو ته کومه اشاره نه درلوده او طالبانو هم د ښځو په اړه بحث ته هیڅ ډول اشاره نه ده کړې.
د ملګرو ملتونو د سازمان دغه چارواکی په داسي حال کې په افغانستان کې د ښځو د مشارکت پر اهمیت ټینگار کوي چې طالبانو په افغانستان کې واک ته له رسیدو وروسته، د تیرو دریو کلونو په ترڅ کېښځې له کار، تحصیل ، په ټولنه کې له حضور او حتی په خپله خوښه جامو اغوستلو څخه محرومې کړې دي.