ملګري ملتونه: د افغان نجونو پر مخ باید ښوونځي پرانيستل سي
۱۴۰۴ فروردین ۵, سهشنبهد ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشرې، سیما بحوث هم په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال د پیل کیدو په مناسبت له دغې ټکي یادونه کړې ده چې د پرله پسې دریم کال له پاره د نجونو پر مخ د ثانوي مکتبونو دروازې تړلي پاته دي.
اړوند:یونیسف: افغان نجونو ۳ میلیارده درسي ساعتونه له لاسه ورکړي دي
میرمن بحوث ددغې څرګندونو ترڅنګ چې له زده کړو څخه دغه ډول محرومیت پر راتلونکو نسلونو اغیز اچوي. زیاته کړې ده:« په افغانستان کې باید نجونې بیرته مکتبونو ته ستنې سي. دغه اساسي حقونه باید همدا اوس بیرته رامنځته سي.»
له ثانوي زده کړو څخه د ۲،۲ میلیونو نجونو محرومیت
د طالبانو ادارې په پېل کې ویلي ول چې ثانوني مکتبونه او لیسې به د شرایطو تر برابرولو پورې د نجونو پر مخ تړلي پاته وي، خو له یو څه وخته راهیسې په دې اړه اصلاً بحث نه کوي او په دې برخه کې د طالبانو د سیاست بدلون ته هیله مندي راکمه سوې ده.
د ملګرو ملتو چارواکو مخکې د طالبانو له خوا پرښځو او نجونو باندي وضع سوي محدودیتونه «جنسیتي آپارتاید» بللی دی.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند، ستیفان دوشاري د یونیسف له خوا وړاندې سوو ارقامو ته په اشارې سره وویل چې په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال په پیل کیدو سره ، ۴۰۰ زره نورې نجونې هم له زده کړو محرومې سوي دي.
هغه وویل چې په دې ډول د هغو نجونو مجموعي شمیر چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته له زده کړو محرومې سوې دي، دوو میلیونه او دوو سوو تنو ته رسیږي.
دوشاري هیله مندي څرګنده کړه چې د طالبانو له خوا دغه ډول وضع سوي محدودیتونه دوام پیدا نه کړي او وړاندوینه یې وکړه، که له ثانوني زده کړو څخه د نجونو ممنوعیت تر ۲۰۳۰ م کاله پوري ادامه پیدا کړي، د افغانستان څه د پاسه څلور میلیونه نجونې به له ثانوني زده کړو محرومې پاته سي.