د مطبوعاتو د آزادۍ شاخص؛ په افغانستان کي د رسنیو تیاره وضعیت
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۲, جمعهد بې سرحده خبریالانو سازمان د می مياشتي پر دریمه د رسنیو د نړیوالې ورځې په مناسبت، په نړۍ کي د مطبوعاتو د آزادۍ د ۲۰۲۵م کال شاخص خپور کړ.
د دغه شاخص له مخې، له ایریتریا، شمالي کوریا، چین، سوریې او ایران څخه وروسته افغانستان د دغه نوملړ په آخره کي ځای لري. په دغه فهرست کي چي ۱۸۰ هیوادونه درجه بندي سوي دي، سږکال هم افغانستان د فهرست په پای کي ځای لري او ۱۷۵ درجه یې خپله کړه.
دغه هیواد تیرکال د ۲۶ می رتبې په سقوط سره ۱۷۸ ځای خپل کړی وو. خو دا په افغانستان کي د مطبوعاتو د آزادۍ د وضعیت د ښه کیدو له امله نه، بلکي کیدای سي په نورو هیوادو کي د وضعیت د خرابولي له امله وي.
د بې سرحده خبریالانو سازمان ویلي دي چي په دغه هیواد کي د طالبانو واکمني د مطبوعاتو د آزادۍ او خبریالانو د امنیت په تیره بیا ښځینه خبریالانو له پاره په اصطلاح د مرگ زنگ ږغولی دی.
د دغه سازمان په خبره په دغه هیواد کي اوس د رسنیو فضا پرته له مخالفو ږغونو ده او د خبریالانو سرکوبه کول همداسي سخت سوي دي.
نوموړي سازمان د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي دي چي په افغانستان کي دطالبانو پر حکومت انتقاد منع دی. د نوموړي رپوټ له مخې، د بیلابیلو وسیلو له لاري غیر رسمي سانسورونه عملي کیږي او په ځینو ولایتونو کي خبریالان باید خپل رپوټونه مخکي له خپریدو څخه د اطلاعاتو او کلتور سیمه ایزې ادارې ته واستوي. ټولنیزي رسنۍ هم په ځیر سره څارل کیږي.
ګلوبل ميډيا فورم: رسنۍ د اعتبار له پاره مبارزه کوي
د رسنیو د ملاتړ د بڼسټونو په حواله، طالبانو پر افغانستان باندي له نیژدې څلورو کلونو واکمنۍ وروسته، د رسنیو پر فعالیتونو باندي محدود کوونکي فرمانونه صادر کړي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز هم په دا وروستیو کي رپوټ ورکړی وو چي طالبانو په مجموعي ډول د دغه هیواد په ۱۷ ولایتونو کي له ژوندیو موجوداتو څخه د انځورونو اخیستل او خپرول منع اعلان کړي او دغه پروسه همدارنگه ادامه لري.
اړوند:طالبانو په ۱۴ ولایتونو کي د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول منع کړي
په نړۍ کي د رسنیو د آزادۍ وضعیت په ښکاره ډول خراب سوی دی
د بې پولي خبریالانو د مطبوعاتو د آزادۍ شاخص له مخي چي د جمعې په ورځ خپور سو، په ۲۰۲۵م کال کې د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوال حالت د دې شاخص د خپریدو له پیل راهیسي تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.
جرمني سږکال په غوره لسو هیوادونو کي خپل ځای له لاسه ورکړی او یوولسم مقام ته راکښته سو، خو دا په جرمني کې د خراب حالت له امله نه، بلکي په نورو هیوادونو کې د ښه وضعیت له امله دی.
په همدې اساس، په دې هیواد کي د مطبوعاتو د آزادۍ وضعیت "د قناعت وړ" پاته دی. په ټوله نړۍ کي یوازې اوو هیوادونو د "ښه" لیبل ترلاسه کړی. ناورې بیاهم د تیر کال په څیر، په دغه درجه بندۍ کي تر ټولو مخکښ دی، ورپسې ایستونیا، هالنډ او سویډن دي.
د غوره درجه بندۍ لرونکي غیر اروپايي هیوادونه نیوزیلینډ په ۱۶م ځای کې او ټرینیډاد او ټوباګو په ۱۹م ځای کې قرار لري. د افریقا هیواد اریتیریا په ۱۸۰ ځای کې د درجه بندۍ په پای کې پاتې دی، ورپسې د شمالي کوریا، چین او د سوریې هیوادونه دي.
له ۱۸۰ هیوادونو څخه په نیمايي کي يې وضعیت «ستونزمن»او یا هم « ډیر جدي» دی. د نوموړي سازمان په حواله دا یوه تاریخي نتیجه ده. د حساس امنیتي وضعیت او مخ پر زیاتیدونکي استبداد ترڅنگ، اقتصادي فشار هم په عمده توګه د دې کار مسؤل بلل کیږي.
د نوموړي سازمان اداري مشره انجا اوسټرهاوس، خبرداری ورکوي: "استبدادي واکمنان خپلواک ژورنالیزم په خپل څنگ کي په اصطلاح د سترگو اغزی بولي." دا کار د رسنیو پر اقتصادي ثبات هم اغیزه کوي. "که رسنۍ له مالي پلوه کمزورې سي، نو څوک به غلط معلومات او پروپاګند افشا کړي؟"
نوموړی سازمان په امریکا متحده ایالاتو کي د مطبوعاتو پر وړاندې مخ پر زیاتیدونکي دښمنانه فضا هم ویني - کوم چې نه یوازي د دوی خپل هیواد بلکي ډېر نور هیوادونه هم د مالي مرستو د بندولو له لاري اغیزمن کوي. د دې امکان سته چې ختیځې اروپا او مرکزي آسیا ته په ځانګړي ډول سخت زیان ورسوي.
په افریقا کي ډېر اداري دفترونه په ځانګړي ډول د خرابېدونکي اقتصادي وضعیت څخه زوریږي. د آسیا د ټولو هیوادونو له نیمایي څخه زیاتو او په ټولو کټګوریو کې وضعیت یو ځل بیا خراب سوی دی.
امنیتي وضعیت ته په کتو سره منځنی ختیځ او شمالي افریقا د تر ټولو خطرناکو سیمو په توگه پاته دي. دا په تیره بیا په غزې تراډه کي د اسرائیل پوځ په بریدونو کې د خبریالانو د مړینې د لوړي شمیرې له امله دی. اسرائيل او فلسطیني سیمې دواړې په دغه درجه بندۍ کې راکښته سوي دي.