د مراکشي ملخانو سختې څپې افغان بزګران زیانمن کړي دي
۱۴۰۴ فروردین ۲۵, دوشنبهځایي کروندګر وایي، چې د پرلپسې څووم کال لپاره د دغه طبیعي افت قرباني کېږي او ملخان یې د رزق یوازینۍ وسیله هم له منځه وړي.
د بغلان ولایت ځایي اوسېدونکی او بزګر شیرولي چې د دغه طبیعي افت یو زیانمن شوی دی، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل:
«له بده مرغه موږ په ډېرو کمو امکاناتو مبارزه کوو. په دومره بد اقتصادي وضعیت کې ملخان زموږ د نفقې وروستۍ هیله هم له منځه وړي.»
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهنې ادارې هم خبرداری ورکړی دی چې په دغه شمالي ولایتونو کې د مراکشي ملخانو د څپې ځېنې پېښې رپوټ شوي دي او یادې يېښې ځایي کروندګر سخت زیانمن کړي دي.
د دغې ادارې په خبره چې دوی د دغه طبیعي افت سره د مبارزې لپاره ځینې بیړني اقدامات ترسره کړي دي او هڅه کوي چې ځایي کروندګر او کرنیزې ځمکې د دغه افت له ډېر زیان خوندي کړي.
دغې ادارې ویلي دي، د بېړنیو اقداماتو په ترسره کولو سره هڅه کوي چې د دې طبیعي افتونو مخه ونیسي او کرنیزې ځمکې له زیانه خوندي کړي.
د مراکشي ملخانو دغه څپه نوې نه، بلکې له تیرو څو کلونو راهیسې پر افغانستان سربېره یو شمېر ګاونډيو هېوادونو تاجکستان او ازبکستان کې هم کروندګز زیانمن کړي دي.
ځایي حکومتي ادارې هم هڅه کوي چې د دغه طبیعي افت سره د مبارزې په پار د ځایي بزګرانو لاسنیوی او د زیان مخنیوی وکړي.
د بغلان ولایت طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس هدایت الله همدرد له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې یادې پېښې سره د مبارزې لپاره یې زیانمنو شویو ولسوالیو ته ګرځنده ټیمونه او د دوا شیندلو ماشیني وسایل لیږلي دي.
د دوی په خبره: «زه فکر کوم د تیرو کلونو په پرتله سږ یې خطر کم دی ځکه چې مخکې له مخکې یو څه تیاری وو.»
د افغانستان شمال چې د غله دانو د زیرمو مهم ځای ګڼل کېږي، خو د مراکشي کوچیدونکو ملخانو خپرېدل هر کال د دغه ولایتونو کروندې او کرلي فصلونه زیانمنوي او بزګران له سخت کړاو سره مخ کوي.