د لومړني فضانورد یوري گاگارین د مرگ ۵۰ کاله تیر سول
یوري گاگارین لومړنی انسان وو چی په ۱۹۶۱ کال کی یې فضا ته سفر وکړ. په دې ډول د فضا د کشفولو له پاره په هغه وخت کی د شرق او غرب ترمنځ سیالي پیل سوه. گاگارین د ۱۹۶۸ کال د مارچ پر ۲۷ د الوتنې په یوه پیښه کې ووژل سو.
الوتنې ته چمتو
د ۱۹۶۱ کال د اپریل پر ۱۲مه گاگارین د وستوک -۱په نامه فضایي توغندي کی فضاته سفر وکړ او یو وار د مځکې د کُرې پر شا او خوا راوگرځيد. هغه لومړنی انسان وو چی فضاته وخوت. گاگارین هغه وخت لا د جنگي الوتکو په برخه کی د پیلوټۍ زده کړي کولې چی د فضا د الوتنې له پاره انتخاب سو. خو د ۱۹۶۹ د مارچ پر ۲۷ کله چی د خپل ترینر سره په یوې روسۍ MIG ۱۵ ډوله الوتکه کی سپور وو د هغې له سقوط له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د بیلکا او ستریلکا په نامه سپیانو بیا دغه کار تجربه کړی وو
فضا ته د گاگارین د سفر دمخه، په فضا کې د ژوندي موجوداتو تجربه ډیره کمه وه. بیلکا او ستریلکا هغه دوه سپي چې په انځور کی لیدل کیږي سره له یوې سوۍ،۴۰موږکانو او دوو سارایي موږکانو سره لومړني حیوانات ول چې له فضایي سفر څخه روغ رمټ راستانه سوي ول. هغوی د ۱۹۶۰ کال د اگست پر ۱۹مه د یوه سپونتیک -۵ ستلایت په مرسته فضا ته سفر پیل کړ او په یوه فضایي کپسول کې روغ رمټ راستانه سول.
د یوه اتل په توګه هرکلی
گاگارین له فضا څخه تر راستنیدو روسته له تود هرکلي سره مخامخ سو او شوروي اتحاد د فضایي پروگرام د سفیر په توگه یې ټولې نړۍ ته سفر وکړ. د جنگی جیټ الوتکو په برخه کی تر زده کړو وروسته یې باید د شوروي اتحاد د فضانوردۍ په برخه کی کار کړی وای، خو په هوا کې د تمرین پر وخت یې الوتکه راولویده او خپل ژوند یي لاسه ورکړ.
په نړیواله سطحه وستایل سو
پر سړې جگړې سربیره هغه د لویدیځ له خوا هم د خپل لیاقت له امله وستایل سو. په عین وخت کې د امریکا متحده ایالاتو خبر ورکړ چې هغوی به په خپله هم فضا ته سفر وکړي. د امریکایي ورځپاڼې په دغه گڼه کې لا آلماني ـ امریکایي راکټ جوړونکي ویرنهر فون براون، خبرداری ورکړی وو چې متحده ایالات باید ډیره هڅه وکړي تر څو د شوروي اتحاد تر فضا نورد شاته پاته نه سي.
یو کال وروسته امریکایي جان گلین د هغه لاره تعقیب کړه
د ۱۹۶۲ کال د فبرورۍ ۲۰مه: دا هغه وخت وو چې متحده ایالاتو خپل لومړنی فضانورد د مرکري− اطلس−۶، په نامه توغندي په مرسته فضاته واستاوه. جان گلین درې ځله د مځکی پرکُرې را وگرځيد. هغه د گاگارین په مقایسه ډیر باتجربه وو. مخکې تر فضانوردۍ هغه د امریکا په بحري ځواکونو کې جنگي او آزمایښتي پیلوټ وو او د قاره یي پروازونو د سرعت په برخه کې یې ریکارډ جوړ کړی وو.
یو څه وخت وروسته لومړنۍ ښځه فضا ته وختله
تر گاگارین دوه کاله وروسته پخواني شوروري اتحاد لومړنۍ ښځه فضا ته واستوله. والنتینا ترشکووا درې ورځي د وستوک -۶ په نامه هوایی بیړۍ کي پاته سوه او ۴۸ ځله د مځکی پر کُرې را وگرځیده. په دغه انځور کې هغه د خپلو همکارانو گاگارین او بیکوفسکي په منځ کی ولاړه ده. ترشکووا نن ورځ هم په رسنیو کی د یوې ستوري په توگه ځلیږي. په سوچي کی د ۲۰۱۴ کال د المپیک ژمنیو لوبو کی هغې د المپیک بیرغ ولیږداوه.
د سپوږمۍ په کُره کی د سیالۍ گټل
د ۱۹۶۹ کال د جولای پر۲۰مه امریکایي فضانوردان نیل ارمسترانگ (په پورتني انځور کې) او باز آلدرین د لومړنیو انسانانو په توگه د سپوږمۍ پر کُرې پښه کیښوده. داسي ښکاریده چې د فضانوردۍ په برخه کې د امریکا متحده ایالات د سیالیو گټونکي سول. تر نن ورځي پورې یوازې ناسا (د امریکا فضایي څیړونه اداره) سپوږمۍ ته د انسانانو پر انتقالولو توانیدلې.
د گاگارین خاطره
په خاص ډول ختیځه اروپا کې گاگارین د خلکو په افکارو کې پاته دی. دلته په تصویر کې له اوکراین څخه د هغه یو دیوالي عکس لیدل کیږي. د سوسیالیزم پر وخت د شوروي اتحاد ټولو متحدینو خپل ځانگړي فضانوردان فضا ته واستول. د مثال په ډول د آلمان دیموکراتیک جمهوریت، رومانیا او یا هم بلغاریا.
نن ورځ: په نړیواله فضایی اډه ISS کې گډ کار
د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د جگړې تر ختمیدو وروسته دواړو خواوو د سیالیو پر ځای د همکارۍ لاسونه سره ورکړل. دغه گډ کار په ۱۹۸۶ کال کی د Mir په نامه فضایي اډې په جوړلو سره پیل سو چې پکښي د شوروي اتحاد او لویدیځو هیوادونو فضانوردانو ته بلنه ورکول سوې وه. نن ورځ د ISS په نامه نړیوالې فضایي اډه کې مشترکې هڅي پر مخ بیول کیږي چې پکښي د روسیي تر څنگ د امریکا متحده ایالات، اروپا، کاناډا او جاپان برخه اخلي.
آیا په راتلونکي کې به هغوی په گډه سپوږمۍ ته هم وخیژي؟
په راتلونکي کې به هم په نړیواله فضایي اډه کې دغه ډول ګډ کار ته ادامه ورکول سي. خو پای به یې څه وي؟ ښایي یو وار بیا سپوږمۍ ته وخیژي. ښایي په سپوږمۍ کې داسي یو کوچنی کلی لکه څنگه چې په انځور کې لیدل کیږي، د اوسنۍ نړیوالې فضایي اډې ځای ناستی سي.