د لادرکه شوو کسانو معلومات ټولوونکی په خپله لادرکه شوی
۱۳۹۸ آبان ۲۹, چهارشنبهادریس خټک له سیاسي لحاظه له یوه ملتپاله ګوند سره تړاو لري او د بخښنې له نړیوال سازمان سره یې هم کار کړی دی. هغه ته د نزدې سرچینو په وینا هغه په جبري توګه د لادرکه شوو کسانو د معلوماتو پر تنظیمولو کار کاوه. هغه کابو یوه اوونۍ تر مخه په صوابۍ انټرچینج، کې نامعلومه کسانو له خپل موټر چلوونکي سره وتښتاوه. هغه ته نزدې سرچیني زیاتوي چې موټر چلوونکی یې بیرته پريښودل شوی خو دی په خپله تر اوسه لادرکه دی.
د ادريس خټک د ظاهرا «جبري لادرکه کیدو» له کبله د سیاسي او ټولنیزو کړیو په منځ کې اندیښنې شته او په ټولنیزو رسنیو کې هم د هغه د لادرکه کیدو په هکله تبصرې کیږي. د پاکستان د پارلمان پخوانۍ غړې بشری ګوهر، د دویچه ویله د اردو څانګي له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «دا یو ډیر خطر تمايل دی چې دولت اختلافي غږونه غلي کوي او سیاسي مخالفین خاموشه کوي، په داسې حال کې چې د زرګونو انسانانو وژونکو طالبانو ته پروټوکول ورکول کیږي. ادریس خټک ظاهرا قانون نافذونکو ادارو بیولی او ظلم دا دی چې د وروستیو معلوماتو له مخې د تښتونکو پر ضد [د پولیسو له خوا] عریضه هم نه اخیستل کیږي.»
هغې د تور په لګولو سره غوښتنه وکړه چې د پاکستان حکومت دې د بشري حقونو او سیاسي فعالانو د غږ د چپ کولو لړۍ بنده کړي او ادریس خټک کې دې ژر وموندل شي.
په پاکستان کې د جبري لادرکه کیدو، ستونزه د یو شمیر کړیو له نظره ډیره درنه ده. په لومړي سر کې داسې تصور کیده چې یوازې د بلوچ بیلتون غوښتونکو او طالب یاغیانو ډیر شمیر خلک په لادرکه کسانو کې شامل دي. خو اوس انتقاد کوونکي ادعا کوي چې په دغه ډله کې سیاسي فعالان او د مدني ټولنې غړي هم شامل دي. ایم کیو ایم، ادعا کوي چې د دوی تر ۱۵۰ پورې فعالان په جبري توګه لادرکه دي. پر دې سربیره جیې سند، ځیني شعیه ګوندونه او یو شمیر نور مذهبي او سیاسي ګوندونه هم دغه ډول شکایتونه کوي. په جبري توګه د خلکو د لادرکيدو د تمایل په هکله سیاستوال اندیښمن دي او ادعا کوي چې اوس عام ښاریان هم د دغه غیر انساني عمل ښکار کیږي.
د کښتۍ چلوونې او بندرونو پخوانی وزیر حاصل بزنجو وایي چې د دوی ګوند به پر دې موضوع چپ پاتې نه شي: «زه شخصا ادریس خټک پيژنم. هغه یو ډیر شریف انسان دی، خو فرض کړئ کوم جرم یې کړی دی نو محکمې ته یې وړاندې کړئ. موږ به د ادریس په شمول د جبري لادرکه شوو کسانو موضوع د محکمو او پارلمان په شمول په هر فورم راپورته کوو. له دې سره د ملک نوم بدیږي.»
په لاهور کې د فارمین کرسچین کالج پوهنتون څخه د سیاسي چارو شنونکی عمار علي جان، په دې نظر دی چې دولت د مغشوش والي ښکار دی: «د بشري حقونو له پاره فعالیت کوونکي له ستونزو سره مخامخ دي. د هغوی له پاره په پاکستان کې کار کول ستونزمنیږي. د سیاسي فعالانو له پاره هم ستونزې مخ پر ډیریدو دي.»
اسلام آباد مېشته شنونکی ایوب ملک، په دې نظر دی که چیرې ادریس خټک ژر آزاد نه کړای شي، نو مخالفین به د پاکستان پر ضد پروپاګنډ نور زیات کړي. هغه یادونه کوي چې موږ به څرنګه په نورو هیوادونو کې د بشري حقوقو د سرغړونو خلاف غږ پورته کړو کله مو چې په خپل هیواد کې داسې پيښې کیږي.
د دویچه ویله ځایي خبریال په دې تړاو له حکومتي چارواکو سره د اړیکي نیولو هڅه وکړه، خو تیلفون ته یې کوم ځواب نه دی ويل شوی.
عبدالستار، اسلام آباد