د قبايلي سيمو محصلين: بې انترنته به مو راتلونکې تباه شي
۱۳۹۹ خرداد ۲۸, چهارشنبهد کرونا وبا له وجې د ټولې نړۍ په څېر په پاکستان کې هم د ښوونځيو او پوهنتونو د تړل کيدو په پایله کې د زده کوونکو د درسي کال د ژغورلو په موخه د آنلاين صنفونو لړۍ پيل شوه. خو له بده مرغه د خيبر پښتونخوا ایالت سره په يوځای کړل شويو قبايلي ولسواليو کې د تري جي او فور جي انترنت نه شتون له وجې د دې سيمو زده کونکي او محصلين له ستونزو سره مخ دي.
د خیبر پښتونخوا په پوهنتونو کې په زده کړو بوختو محصلينو چارواکو ته د خپل غږ رسولو په موخه په بېلا بېلو سيمو کې مظاهرې هم وکړې چې دا لړۍ لا دوام لري. ځيني محصلين آن تر محکمې پورې ولاړ او محکمې له فدرالي حکومته په دغو سيمو کې د انترنت د فعالولو حکم هم صادر کړ.
د دې په پايله کې د جنوبي وزيرستان سيمه ایزو چارواکو په چګ ملايي، موسی نيکه او مولا سرای سيمو کې په محدوده توګه ځينې انترنت کافي ګانې پرانیستې خو د انترنت د کيفيت د خرابوالي له وجې د جنوبي وزيرستان محصلين د آنلاين درس له پاره په نورو سيمو کې اوسيدو ته مجبور شوي دي.
د ايبټ آباد په يوه شخصي پوهنتون کې په زده کړو بوختو دريو ملګرو په ديره اسماعيل خان کې په ګډه يو اطاق کرای کړی چې د ورځې درې زره کالدارې ورکوي څو په آنلاين صنفونو کې ګډون وکولی شي. له دوی څخه يوه محصل فرمان الله دويچه ويله ته وويل چې په دغه هوټل کې ډوډۍ هم بايد خپله پخه کړي ځکه دومره پېسې نه لري چې هره ورځ په بازار کې ډوډۍ وخوري.
پر دې سربيره د وزيرستان د يخې سيمې خلک مجبوريږي د ډيره اسماعيل خان سخته ګرمي وزغمي.
د تنايي د سيمې بلال وزير چې په يوه شخصي پوهنتون کې زده کړې کوي، وويل چې د لاک ډاون له وجې يې ډېر درس او ليکچرونه ترېنه پاتې شوي دي. له همدې کبله یې فکر وکړ چې په ګډه به اطاق کرايه کړي. بل دوست یې له دويچه ويله سره په خبرو کې په طنز وويل: «په پوهنتون کې را څخه پوښتنه کيږي چې ولې مو په سيمه کې انترنت نه شته؟ موږ ورته څه ووايو چې ولې انترنت نه لرو.»
د باجوړ د سيمې د يوه شخصي پوهنتون محصل او د قبايلي ځوانانو د فورم مشر ريحان زيب له نورو محصلينو سره په ګډه په مرکز ښار کې په قبایلي سيمو کې د تري جي او فور جي انترنت د بنديدو پر ضد مظاهره وکړه.
ريحان زيب وویل چې که څه هم د باجوړ په مرکز ښار او سالارزو سيمه کې انترنت شته خو د آنلاين درسونو له پاره کافي نه دی او د باجوړ په نورو برخو کې بيا له ۲۰۱۶م کال راهيسې هیڅ تري جي او فور جي انترنت نه شته. ريحان زيب انديښنه څرګنده کړه چې که حکومت دا ستونزه حل نه کړي نو د قبايلي سيمو د ۲۵ زرو محصلينو راتلونکی به تباه شي.
پيچلې ستونزه او د چارواکو نظر
د دې ستونزې په اړه چې کله د پيښور پوهنتون د ژورناليزم د څانګې له مشر فيض الله جان څخه وپوښتل شول نو هغه وويل چې د اټکلونو پر اساس د پوهنتون په هر ټولګي کې د قبايلي سیمو د زده کوونکي شمير څلور فيصده دی.
د هغه په خبره آنلاين صنفونو ته نه لاس رسی د اندیښنې وړ خبره ده خو دا تګلاره پوهنتونو نه ده جوړه کړې او له همدې کبله هغوی هیڅ ګرم نه دي.
فيض الله خان وویل چې هغوی د کرونا د دې بحران پر مهال د آنلاين ټولګيو لړۍ پیل کړې ده خو د قبايلي سيمو او چترال محصلين پکې برخه نه اخلي. هغه وويل چې تیره ورځ ورته يوه محصل وويل چې هغه په آنلاين ټولګي کې د ګډون کولو له پاره پر يوه سړک ولاړ وو ځکه هلته د انترنت سگنال ښه وو.
کله چې د کورنیو چارو وزارت څخه په دې اړه پوښتنه وشوه نو يوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وويل چې د امنيتي ادارو تر منظورۍ وروسته دوی کولی شي هلته ټاورونه نصب کړي. په قبايلي سيمو کې د انترنت پايي ترهګرو له منځه وړي دي. خو د دې پوښتنې په ځواب کې چې په کومو ځایونو کې چې ټاورې شته هلته ولې انترنت نه شته؟ د وزارت له خوا هیڅ ځواب ور نه کړل شو.
فرزانه علي، پيښور