روغتيايي چارواکي: د جګړې د قربانيانو شمېر تر ۶۰ زره اوښتی
۱۴۰۴ مرداد ۷, سهشنبهد دغي سيمي روغتيايي چارواکو ويلي دي چي د وژل سوو کسانو ډېر يې ملکي وکړي دي.
په غزه کې د حماس تر کنترول لاندې دغه وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چي شاوخوا ۱۴۵۸۷۰ کسان ټپيان سوي او په زرونو نور د ودانيو تر خرابيو او ويجاړيو سوو سميو کي لادرکه سوي دي.
دغه جګړه له هغه وروسته پيل سوه چي فلسطيني وسله واله ډلو چي پر غزې باندي تسلط لري د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتي پر ۷ نېټه له غزې څخه د اسرائيل خاوري ته ننوتل چي د اسرائيلي چارواکو د معلوماتو له مخي يې ۱۲۰۰ کسان ووژل او تر ۲۵۰ زيات نور يې له ځانه سره غزې تراډي ته يرغمل وتښتول.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخي پر غزې باندي د اسرائيل هوايي او مځکنيو بريدونو دغه سيمه سخته ويجاړه او نژدې ۲،۳ ميليونه انسانان بې ځايه او سيمه د قحطۍ په درشل کي ده.
اسرائيل وايي چي د دوی عمليات د حماس ډلي د پوځي وړتياوو د له منځه وړلو او د يرغمل سوو کسانو د آزادۍ په موخه دي.
د اسرائيل پوځ ويلي دي چي په غزه کي يې د حماس په زرګونه جنګيالي وژلي او په سونو کيلومتره هغه تونلونه يې ويجاړ کړي دي چي وسله والو ترې کار اخيست.
نړيوالو دغه جګړې غندلي او د اوربند غوښتنه يې کړې، نړيوالو مرستندويو سازمانونو بيا د اساسي خدماتو رسوني د بهير سقوط او د ساري ناروغيو د چټک خپرېدو خبرداری ورکړی دی.
د اسرائيل او حماس ترمنځ غير مخامخ خبري تيره اونۍ په دوحه کي وې چي بې پايلي پای ته ورسېدلې.
انساني ناورين
په دغه جګړه کي چي له ۲۱ مياشتو راهيسي روانه ده، د غزې تراډي ډېره برخه ويجاړه سوې او د لوږي د زياتوالي په اړه اندېښنې زیاتي سوي دي.
اسرائيل وايي چي په جګړه کي ملکي کسانو ته د زيان رسېدو مسئوليت د حماس پرغاړه دی، ځکه چي جنګيالي يې د ملکي وګړو په منځ کي فعاليت کوي، خو د حماس وسله وال بیا له دې څخه انکار کوي. اسرائيل وايي چي غزې ته يې د کافي خوراکي موادو د لېږد اجازه ورکړې ده او ويلي یې دي چي ملګري ملتونه يې د دغو موادو په وېش کي پاته راغلي دي. خو ملګرو ملتونو ويلي دي چي دوی د اسرائيل له خوا تر سختو محدوديتونو لاندي تر ممکنه حده په اغېزمن توګه فعاليت کړی دی.