فرانسې، بریتانیا او کاناډا اسرائیل په بندیزونو تهدید کړ
۱۴۰۴ اردیبهشت ۳۰, سهشنبهپه هغې گډې اعلامیې کي چي د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د می ۱۹) د بریتانیا د حکومت له خوا خپره سوه، راغلي دي: «د اسرائیل د حکومت له خوا، ملکي کسانو ته د بڼسټسزو مرستو د انتقال مخنیوی، د منلو وړ نه دي او له نړیوالو بشري مرستو له قانون څخه د سرغړونې خطر له ځانه سره لري.»
د اسرائیل پوځ د جمعې په ورځ په غزې تراډه کي نوي عملیات پیل کړل او د دغه هيواد لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د دوشنبې په ورځ وویل چي اسرائیل غواړي د غزې تراډي بشپړ کنترول په لاس کي واخلي تر څو د حماس له خوا د مرستو د غضبولو مخه ونیول سي.
نوموړو دریو هیوادونو په یوې گډې اعلامیې کي ویلي دي: «موږ په لوېدیځه غاړه کي د ښارگوټو د جوړولو د پراخیدو له پاره له هرډول هلو ځلو سره مخالف یو... موږ به د هدفمندو بندیزونو په ګډون له نورو اقداماتو څخه ډډه ونه کړو.»
اړوند:په غزې تړانګه کې د اسرائيل نوي ځمکني عمليات او غزې ته د محدودو مرستو د داخليدو اجازه
د بریتانيا لومړي وزیر کییر ستارمر، د غزې تراډي وضعیت «ډېر جدي، د نه منلو او نه زغملو وړ» بللی او ویلي یې دي چي د یوې حللارې د موندلو له پاره د حکومتونو د مشرانو په کچه بحثونه روان دي.
نتانیاهو د دغو دریو هیوادونو د اعلامیې په جواب کي ويلي دي: «په لندن، اوتاوا او پاریس کي مشران، د اکتوبر په اوومه نېټه پر اسرائیلو باندې د نسل وژنې د برید په وړاندي، د داسې نورو ظلمونو د غوښتنو له لارې، د لوی غچ وړانديز کوي.»
نتانیاهو ټینگار وکړ چي اسرائیل به له ځانه د دفاع له پاره د سمو کړنلارو په مرسته تر هغه وخته ادامه ورکړي چي بشپړ بریا ترلاسه سي. نوموړي د جگړې د ختمولو په هکله شرایط چي په هغو کي د پاته یرغمل سوو آزادي او د غزې تراډې غیرنظامي کول شامل دي، تکرار کړل.
اړوند:نتانیاهو: پرحماس باندي پوځي فشار اغیزمن واقع سوی
اسرائیل د مارچ میاشتې له پیل راهیسې، غزې ته د غذايي موادو، دارو درملو او سوند توکو د رسولو مخه نیولې، تر څو د یرغمل سوو کسانو د آزادولو له پاره د حماس ډله تر فشار لاندي راولي.
حماس د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې، آلمان او څو نورو هیوادونو له خوا د یوې ترهگرې ډلې په توگه درجه بندي سوی دی.
د لازیاتو مرستو د رسولو له پاره د ۲۱ هیوادونو غوښتنه
په دې ترڅ کي آلمان او نورو ۲۱ هیوادونو د اسرائیل له حکومته غوښتي دي چي پریږدي په ښکاره ډول لا زیات مرستندویه توکي غزې تراډې ته ورسیږي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کي په دې اړه راغلي دي چي اسرائیل باید سمدستي غزې تراډې ته د بشري مرستو د بشپړ انتقال له سره پیل کولو ته اجازه ورکړي.
محدودې مرستې «د اړتیاوو په اوقیانوس کي یو څاڅکی»
اسرائیل د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چي غزې تراډې ته د لومړنیو غذايي توکو رسولو ته اجازه ورکوي. تر هغه وروسته د دوشنبې په ورځ په مرستندیو توکو ډکې پنځه لارۍ د غزې تراډې ته ورسېدې چي د «نوو زیږیدلو کوچنیانو» له پاره غذايي مواد هم پکښي شامل وه.
خو ملگرو ملتونو، په مرستندویه توکو ډکو لاریو د لږ شمیر رسیدل، په اصطلاح «د عاجلو اړتیاوو په اوقیانوس کي یو څاڅکی» بللی دی او هغه یې کافي نه دي بللي.
د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د دفتر رئیس، تام فلیچر ویلي: «نن زموږ نهو لاریو د کرم شالوم له لارې د داخلیدو اجازه ترلاسه کړه.»
ملگرو ملتونو ویلي دي چي غزې تراډه هره ورځ د مرستندویو توکو او تجارتي کالیو لږترلږه ۵۰۰ لاریو ته اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروگرام ویلي دي چي څه د پاسه ۱۱۶ زره متریک غذايي مواد انتقال ته آماده دي چي په څلورو میاشتو کي د یو میلیون کسانو د تأمین له پاره کفایت کوي.