د عراق د صدراعظم پر سر د«امریکا او ایران پټ توافق»
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۷, شنبهد عراق صدراعظمۍ ته د مصطفی کاظمي انتخابیدل او په پارلمان کي د اعتماد رايي ورکول ډیر شکونه راپیدا کړي وه. د پارلمان څخه د اعتماد رايي پلاس راوړل، بیله د ایران تر حمایې لاندي شیعه ګانو څخه ممکنه نه وه .خو اصلأ د پردې تر شا یوه سیاسي تصمیم څخه خبري کیږي.
د »میډل ایست ای« سایټ د ایران او امریکا تر منځ د عراق د صدراعظم پر سر دیوه پټ توافق په اړه یو مفصل رپوټ لیکلی دی. دغه رپوټ پر هغو معلوماتو او اطلاعاتو باندي تکیه کړې ده، کوم چي د هغوی خبریالانو د عراق د دولت د مسؤلینو سره د ارتباطاتو د لاري پلاس راوړي دي. په رپوټ کي د دغو خبریالانو هویت پټ ساتل سوی دی.
دا هم پداسي حال کي ده، چي د امریکا او ایران خارجه وزارتونو بیا دغه خبر غلط بللی او دغه ډول یو توافق یې رد کړی دی.
د کاظمي د انتخاب سره د شیعه وکیلانو ملګرتیا
رپوټ د مصطفی کاظمي د صدراعظمۍ سره د شیعه وکیلانو د مخالفت موضوع څیړلې ده. د عربي هیوادونو ځیني منابعو ادعا کړې ده، چي د عراق د استخباراتو پخواني رییس مصطفی کاظمي د ایران د سپاه قدس قومندان قاسم سلیماني او مهدي مهندس پر موټرونو باندي په حمله کي د امریکايي مقاماتو سره همکاري کړې ده.
دا هم پداسي حال کي ده، چي د عراق حکومت او استخباراتي سازمان یې د قاسم یار پر موټر باندي په حمله کي لاس درلودل رد کړي دي.
د بلي خوا صدراعظمۍ ته د مصطفی کاظمي د کاندیدو سره سم ټولو شیعه قواوو مخالفت وکړ. د کتائب حزب الله پوري مربوطي ملیشې دغه کاندیدي حتی د هغوی پرضد د «جنګ اعلان« په حیث یاده کړه. که څه هم هغوی اوس هم د کاظمي د صدراعظمۍ سره نارضایتي ښکاره کوي، خو په پارلمان کي د شیعه وکیلانو د ملګرتیا ماسیوا د هغه انتخاب ممکنه نه ؤ. همدا موضوع داسي ګومانونه او شکونه راپیدا کړل، چي د ایران او امریکا تر منځ د کاظمي پر سر پټ توافق سوی دی ،کوم موضوع چي اوس د »میډل ایست ای« سایټ لخوا افشأ سوې ده.
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
د «پټ توافق» سره د ایران د بندو سوو پیسو ارتباط
د عراق پر سر د ایران او امریکا توافق کومه نوې خبره نه ده. په ۲۰۱۰ م کال کي هم د نوري مالکي تر ۹ میاشتنۍ سیاسي شخړي او مقابلې وروسته ایران او امریکا موافقه وکړه، چي هغه دي د دوهم وار دپاره بیا د صدراعظم په حیث انتخاب سي.
ویل کیږي، چي اوسنی توافق هم د ایران د هغو پیسو پر سر دی، چي په خارج کي بندي سوي دي. په نوموړي رپوټ کي راغلي دي، چي ایران د مصطفی کاظمي سره تر موافقې وروسته په اروپا کي د خپلو پیسو یوې برخي ته لار پیدا کړې ده. ویل کیږي، چي امریکا ایران ته ویلي دي، په هغه صورت کي چي د کاظمي سره موافقه وکړي، د اروپا څخه به د هغوی د پیسو د یوې برخي پر انتقالولو باندي سترګي پټي کړي.
د پیسو دغه برخه په ۲۰۱۲ م کال کي د۲۰۰۱ م کال د سپټمبرد ۱۱ تر ترهګري حملې وروسته بنده سوې وه.
دویچه ویله فارسي: ق.ن/ا.ا