د طالبانو سفير په مسکو کې په کار پيل کوي
۱۴۰۴ تیر ۱۱, چهارشنبهلکه څنگه چي د تاس او ریا نووستي په نوم روسي خبري آژانسونو د سې شنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی، د گل حسن په نوم دغه سفیر مسکو ته رسېدلی دی او ډیر ژر به خپله دنده پیل کړي.
د افغانستان سفارت د فرانسې خبري آژانس د پوښتنې په جواب کي څرگنده کړې ده چی دغه ډیپلوماټ د سې شنبې په ورځ د روسیې پایتخت ته رسېدلی دی.
په مسکو کي د افغانستان پخوانی سفیر د طالبانو واک ته له رسیدو دمخه ټاکل سوی وو، او د ۲۰۲۲م کال د اپریل تر میاشتي پوري یې دنده ترسره کړه. وروسته د هغه پرځای د طالبانو له خوا یو شارژدافیر وټاکل سو.
روسیې، طالبانو ته د اپریل مياشتي په پای کي اجازه ورکړه چي په روسیه کي خپل یو سفیر وټاکي چي دا کار د مسکو او کابل ترمنځ د اړیکو د پیاوړي کیدو د تدابیرو یوه برخه وه.
دا کار د روسیې د سترې محکمې د هغې پریکړې له امله ممکن سو چې طالبان یې د ترهگرو سازمانونو له لیست څخه لیرې کړل.
طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اگست مياشتي په نیمايي کي د امریکا په ملاتړ د حکومت له ړنګېدو وروسته کابل ونیو. څو ورځې وروسته ټول امریکايي ځواکونه له دغه هیوادوه ووتل.
له هغه وخت راهیسې، روسیه هڅه کوي چي د نوي افغان حکومت سره اړیکي عادي کړي، کوم چي مسکو ورته په اقتصادي ډگر او د ترهگرۍ پر وړاندې مبارزه کي د یوه احتمالي ملگري په توگه گوري.
د طالبانو حکومت تر اوسه پورې د هیڅ کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل سوی، په تیره بیا په افغانستان کي د ښځو د حقونو د خراب وضعیت له امله. خو پر روسیې سربیره، پاکستان، چین، ایران او د منځنۍ اسیا ځيني هیوادونه د طالبانو له چارواکو سره په عمل کې ډیپلوماتیکې اړیکې پر مخ بیايي.