د طالبانو د حکومت د په رسميت پېژندلو په خاطر پر روسيې نيوکې
۱۴۰۴ تیر ۱۳, جمعهد روسیې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جولای ۳) خبر ورکړ چي مسکو د نوي افغان سفیر باور لیک منلی دی. دغه وزارت ويلي دي چي په افغانستان کي د طالبانو حکومت په رسميت پيژندل «رغنده دوه اړخيزي همکارۍ» پياوړي کوي.
دغه اعلاميه له هغه وروسته خپره سوه چي د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي په کابل کي د روسيې د سفير ديميتري ژيرفوف سره په کابل کي وکتل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، ويلي دي: «موږ د روسیې له خوا د دغه زړه ور گام له پورته کولو څخه ستاینه کوو او که خدای کول دا کار به د نورو هیوادونو له پاره هم یو مثال وگرځي.»
اړوند:د طالبانو سفير په مسکو کې په کار پيل کوي
د ۲۰۲۱م کال په اگست مياشت کي واک ته د طالبانو د رسیدو راهیسي، د نړۍ هیڅ کوم هیواد د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. چین، متحده عربي امارت، ازبکستان او پاکستان خپل سفیران کابل ته استولي دي چي دا کار د په رسمیت پیژندلو پر لور یو گام بلل کیږي.
روسیې په دا وروستیو کي له طالبانو سره خپلې اړیکي گام پر گام پراخي کړي دي. ولسمشر پوتین، تیر کال طالبان د ترهگرۍ په وړاندي مبارزه کي متحدین وبلل. افغانستان له ۲۰۲۲م کال راهیسي له روسیې څخه طبیعي گاز، تیل او غنم واردوي.
د مسکو حکومت ځان په بیلابیلو سیمو کې د اسلامي ډلو له خوا تر خطر لاندي ویني، چې یو دلیل یې د کابل له حکومت سره همکاري ده. د روسیې او افغانستان ترمنځ اړیکې یو ګډوډ او ډېر وخت خونړی تاریخ لري. د شوروي ځواکونو په ۱۹۷۹ کال کې د کمونیستي حکومت د ملاتړ له پاره پر دغه هیواد یرغل وکړ. د شوروي اتحاد سور پوځ په ۱۹۸۹م کال کې له افغانستانه ووت او د دوی د معلوماتو له مخي يې د افغانستان په جګړه کي ۱۵۰۰۰ سرتیري ووژل سول.
د روسیې پر دغه تصمیم باندي انتقادونه
د طالبانو حکومت، چې د نړیوالو ځواکونو او پخواني افغان حکومت پر وړاندې له ۲۰ کلنې جگړې وروسته د ۲۰۲۱م کال په اگست مياشت کې واک ترلاسه کړ، په نړیواله کچه د بشري حقونو د پراخو سرغړونو او د ښځو د حقونو او آزادیو په اړه د محدودیتونو او بندیزونو د اوږد لیست له امله تر انتقادونو لاندې راغلی دی.
دا په لویه کچه د دې محدودیتونو او سرغړونو له امله ده چې د نړۍ ډېرو هیوادونو، په ځانګړې توګه لوېدیځو هیوادونو، د طالبانو له ادارې سره خپلې اړیکې نه دي عادي کړې.
په ملگرو ملتونو کي د افغانستان د نمایندگۍ سرپرست نصیر احمد فایق، چي د پخواني حکومت راهیسي دغه دنده پر مخ بیايي، ویلي دي: «دغه سیاسي حرکت ظاهراً د طالبانو په گټه دی، خو د افغانستان پر خلکو به یې ناوړه او اوږد مهاله اغیزې ډیرې زیاتي وي.»
د افغانستان د پخواني پارلمان استازي مریم سلیمان خیل، ویلي دي چي دا گام د دې ښکارندويي کوي چی د ستراتیژیکو گټو له امله له بشري حقونو او نړیوالو حقونو څخه د سرغړونې په څیر مسائل له پامه غورځول کیږي.
ډاکټر رنگین دادفر سپنتا، چي په پخواني حکومت کي یې د بهرنیو چارو د وزیر او ملي امنیت د مشاور په توگه کار کړی دی، د ایکس په شبکه کي د روسیې دغه اقدام »د خواشینۍ وړ« بللی دی.
سپنتا لیکلي دي: «دا د کار پیل دی. د یوه پراخ مقاومت په نه موجودیت سره به نور هیوادونه هم د روسیې لار تعقیب کړي، واقعاً به همداسي سي. خو دا به د تاریخ وروستۍ خبره نه وي.!»
د بشري حقونو د بڼسټ «رواداری » مشرې شهرزاد اکبر، پر روسیې انتقاد کړی دی چې "جنسیتي آپارتايد رژیم" یې په رسمیت پیژندلی، سره له دې چې د هغه په وینا، د طالبانو ادارې "د جنسیت د ځورونې په بڼه د انسانیت پر وړاندې جرمونه" کړي او له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.
د طالبانو پخوانی حکومت چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې یې دوام وکړ، یوازې درو هیوادونو، سعودي عربستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو په رسمیت پیژندلی وو.