د متقي او جی شنکر د خبرو اترو په هکله غبرګونونه
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۶, جمعهد هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جې شنکر، د جمعې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د می ۱۶ مه) د ایکس پر ټولنیزه شبکه ولیکل چې د طالبانو د ادارې له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، سره یې ټیلیفوني خبرې اترې درلودې. دا اول ځل دی چې هند د بهرنیو چارو د وزیر په کچه د طالبانو له چارواکي سره خبري کوي.
جې شنکر:«موږ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي، سره ښې خبرې اترې درلودې.» دغه هندي چارواکي ویلي دي، دا چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د کشمیر د پهلگام د برید غندنه وکړه، د زړه له کومې ورڅخه مننه کوو.»
اړوند:هند په افغانستان کې د پراختيايي پروژو د عملي کولي په اړه غور کوي
د هند د بهرنیو چارو وزیر همدارنگه ویلي دي چې :"د غلطو راپورونو له لارې د هند او افغانستان ترمنځ د بې باورۍ د رامنځته کولو د وروستیو هڅو له ردولو څخه" هرکلی کوو.
جې شنکر، دغه رپوټونه په گوته کړي نه دي، خو په دا وروستیو کې د هند او پاکستان ترمنځ د کړکیچ په ترڅ کې، پاکستاني چارواکو ویلي ول چې هندي راکټونه د افغانستان پر خاوره لگیدلي، خو طالب چارواکو دغه رپوټ تأیید نه کړ.
د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو اترو کې مو «د افغانستان له خلکو سره پر خپلې عنعنوي دوستۍ او له پراختیایی اړتیاوو څخه ملاتړ باندي ټینگار وکړ او ددغه گډ کار د پرمخ بیولو له پاره مو د لارو چارو په هکله بحثونه وکړل.» د طالبانو اداره تر اوسه پورې د هند په گډون د هیڅ کوم هیواد له خوا په رسمیت نه ده پیژندل سوې.
د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت دغه خبرې اترې تأیید کړې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه ټیلیفوني خبرې اترې تأیید کړې او ویې ویل چې «د افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړي کیدو، تجارت د زیاتیدو او ډیپلوماټیکو تعاملاتو» په هکله خبرې اترې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایکس پر خپله پاڼه لیکلي دي چې د هند د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې د افغان زندانیانو د دوسیې د حلولو چارې به گړندۍ او د ویزې د صادرولو بهیر به هم لاپسې ښه کړي. دغه وزارت ویلي دي چې دواړو خواوو د چابهار د بندر د ودې پر اهمیت هم ټینگار کړی دی.
خو دغو څرگندونو کې، د هند تر کنترول لاندي کشمیر په توریستي سیمه پهلگام کې برید ته اشاره نه ده شوې.
هند پر پاکستان تور لگوي چې د پهلگام د برید له عاملیو څخه یې چې له امله یې ۲۶ ملکي کسان په تیره بیا هندي نارینه ووژل سول، ملاتړ کړی دی. اسلام آباد دغه تورونه رد کړي او د خپلواکې پلټنې غوښتنه یې کړې ده.
تیره اونۍ، هند او پاکستان څلور ورځینۍ نښتې درلودې او په ټوله نړۍ کې یې داسې انديښنې راوپارولې چی دغه موضوع کیدای سي په یوې پراخې جگړې واوړي، تر هغه چې د شنبې په ورځ د اوربند موافقه وسوه. د می له ۷مې راهیسې په دغو پوځي متقابلو بريدونو او ډزو کې د دواړو خواوو نږدې ۷۰ کسان وژل سوي دي، چې لسگونه ملکي وگړي هم پکښې شامل دي.
اړوند:طالبان: د هند او پاکستان ترمنځ کړکیچ د سیمې په ګټه نه دی
د افغانستان د طالبانو ادارې تیره اونۍ تر هغه وروسته هند او پاکستان ته په دې اړه خبرداری ورکړ چې د نښتو زیاتوالی د «سیمې په گټه» نه دی، کله چې په اټومي وسلو سمبالو ګاونډي هېوادونو توپخانه يي ډزې پیل کړې.
د پاکستان له حریف سره د طالبانو اړیکې
د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلفوني خبرې اترې له غبرگونونو سره هم مل وې. د افغانستان د پارلمان پخوانۍ استازې فوزیې کوفي، د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د هند د بهرنیو چارو وزیر ته په خطاب کې ولیکل: "آیا له طالبانو سره ستاسو اړیکې د افغانستان له خلکو سره د هند له تاریخي دوستۍ سره سمون لري؟"
اړوند:د هند او طالبانو ترمنځ اړیکې، پاکستان ته څه پيغام لري؟
کوفي لیکلي دي: «داسي ښکاري چې جیوپولیتیک مسایلو هغه ارزښتونه له پامه غورځولي دي چې یو وخت یې موږ سره متحد کړي وو.»
طالبان، چې ویل کیږي د امریکا او ناټو له ځواکونو سره د شل کلنې جګړې په ترڅ کې د پاکستان له خوا حمایت کیدل، په تیرو دریو کلونو کې یې له پاکستاني چارواکو سره سړې اړیکې درلودې.
پاکستان پر طالبانو تور لگولی چې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) مشرانو او غړو ته یې پناه ورکړې ده او په وار وار دا خبره کوي چې د پاکستاني طالبانو بریدونه، د افغانستان په دننه کې پلان کيږي او د پاکستان په خاوره کې ترسره کیږي.
خو په افغانستان کې د طالبانو ادارې تل دا ادعاوې رد کړې دي او ویلي یې دي چې په پاکستان کې ناامني د دغه هیواد خپله ستونزه ده او له کابل سره هیڅ تړاو نلري.