د سویس مهاجرت ادارې «د قومي معیار له مخې د اخراج» بحث رد کړ
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۶, سهشنبهد سویس د مهاجرت ادارې د هغه څه په اړه چې له دغه هیواد څخه د «پښتنو د اخراج» طرحه بلل سوې، جاري بحثونه رد کړل او ډویچه ویلې ته یې وویل چې ددغې ادارې د اخراج په سیاست کې دا ډول بدلونونه نه دي رامنځته سوي.
خبره پر څه ده؟
په دا وروستیو کې د «نویه زوریشر څایتونګ» په نوم سویسۍ ورځپاڼې د «قومي معیارونو له مخې اخراج» تر عنوان لاندي، د سویس د مهاجرت د ادارې د داخلي اسنادو پر بڼسټ یو رپوټ خپور کړ.
په دغه رپوټ کې ویل سوي دي چې دمهاجرت د ادارې لوړپوړو چارواکو په داخلي اسنادو کې د مهاجرت په سیاست کې د بدلون په اړه د «پښتنو د قومي ډلې د اخراج» موضوع د یوې بیلګې په توګه مطرح کړې ده.
د نوموړې ورځپاڼې د رپوټ په حواله، ددغه نظر دلیل دا وو، لکه څنګه چې طالبان په عمومي توګه له پښتنو جوړه شوې ډله ده، نو د دغې قومي ډلې غړي د نورو قومونو په پرتله ددغې ډلې له خوا لږ تر خطر لاندي دي.
په ظاهر کې دغه ډول نظر په آلمان کې له یو لړ بریدونو وروسته چې شکمن عاملين یې افغانان ول، مطرح سوی دی.
د «نویه زوریشر څایتونګ» د ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د سویس د مهاجرت په اداره کې د اخراج د څانګې مسؤل د ۲۰۲۴ کال په مني کې په دغو داخلي اسنادو کې ویلي دي:« په آلمان کې ددغو پیښو له امله، د پناه غوښتنې د طرزالعمل د بدلون په اړه غور (د مثال په توګه د قومي معیارونو پر بنسټ اخراج) نه سي ردیدلای»
ددغه رپوټ پر بڼسټ، هغه همدارنګه ویلي دي چې د افغانانو د پراخ اخراج له پاره اقدامات "باید د پناه غوښتنې په برخه کې د ستراتیژیک سیاسي بدلون سره تړاو ولري (د مثال په ډول، د پښتنوله اخراج او یا هم له لومړنۍ ځانګړې الوتنې له پیل سره)."
دغې ورځپاڼې زیاته کړې ده چې دغه موضوع نور په اجنډا کې نه ده شامله. د سویس د مهاجرت ادارې د دغې رسنۍ په جواب کې وویل چې اوس مهال "د افغانستان په اړه داسې کوم نظر موجود نه دی."
د افغانانو غبرګون
ځینو رسنیو او همدارنګه په ټولنیزو شبکو کې چینلونو دغه موضوع له سویس څخه د پښتنو د اخراج له پاره د «لومړنۍ طرحې»« تر عنوان لاندي خپره کړې ده چې د انتقادونو او اندیښنو لړۍ یې راپارولې ده.
ډاکټر رنګين دادفر سپنتا، چې د جمهوریت پر وخت یې د ملی امنیت د مشاور او د بهرنیو چارو د وزیر په توګه کار کړی وو ، په ټولنیزه شبکه کې په یوه پُست کې لیکلي دي چې داسي یو کار «نه یوازي د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف دی، بلکې د نژاد پالنې یوه ښکاره نښه هم بلل کیږي.»
د هغه په خبره «د طالباني مستبد نظام قربانیان پرته له قومي تعلقاتو د ملاتړ وړ دي او موږ باید له خپلو هیوادوالو څخه دفاع وکړو.»
د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال او د طالبانو سرسخت مخالف، امرالله صالح، هم پر دغې موضوع انتقاد کړی او ویلي یې دي:« زموږ هیوادوال نه فرمان او نه هم ټبر له منځه وړلای سي.»
د افغانستان د ملی امنیت پخواني رئیس، رحمت الله نبیل هم د ایکس پر شبکې لیکلي دي چې که دا خبره سمه وي نو هغه د ویانا د ۱۹۵۱م کال له کنوانسیون، د «یواناچ سي آر» له مقرراتو او نړیوالو بشری حقونو څخه جدي سرغړونه ده.
دا موضوع په داسي یوه وخت کې مطرح کیږي چې د افغانانو په منځ کې قومي حساسیتونه په تیره بیا مجازي فضا کې شدید سوي دي او په داسي یوه فضا کې، ځینو کاروونکو پرته له دې چې د بشري حقونو معیارونو ته پاملرنه وکړي، له دغه نظره دفاع کړې ده.
د پوهنتون پخواني استاد او د پخواني حکومت د سولې د خبرو اترو د هیئت غړي ډاکټر محمد امین احمدي، همدغې ټکې ته اشاره کړې او په ټولنیزه شبکه کې یې لیکلي دي:« باید خپل د اصولو تابع واوسو او د ټولو کسانو له پاره له عدالت څخه دفاع وکړو. د سویس کیسه که ریښتیا وي، د یوه فرد په وړاندې د هغه د توکم پر بنسټ د قضاوت او تعصب یوه بېلګه ده، او له همدې کبله به هیڅ ځای ته ونه رسیږي.»
د «نویه زوریشر څایتونګ» ورځپاڼې هم ددغه نظر په مخالفت کې لیکلي دي:« له یوې خوا سویس د اصولو له مخې په عمومي ډول اخراجونه د قومي معیارونو پر بڼسټ نه ترسره کوي. څارونکي وايي چې هغوی دا ډول بېلګې په تیرو وختونو کې هم نه دي لیدلي.»