د سويلي افریقا یوه فعاله د نړۍ د ښکلا ملکه شوه
۱۳۹۸ آذر ۱۹, سهشنبهد امریکا په جارجیا ښار کې د مس یونیورس یا د ښکلا ملکې د انتخاب د ۶۸ سیالۍ په وروستي پړاو کې زوزوبيني تونزي ته د مس یونیورس تاج پر سر کړای شو.
د ښکلا د ملکې د نړیوالې سیالۍ په وروستۍ برخه کې د منصفه هیئت د پوښتنو د ځوابونو پر مهال هغې وویل: «زه په داسې یوه نړۍ کې لویه شوې یم په کوم ځای کې چې یوه ښځه کله زما په څیر ښکاري، یعنې زما په شان ویښتان او رنګ ولري، هیڅ کله هم ښایسته نه بلل کیږي. اوس د دې وخت را رسیدلی دی چې په همدې ځای کې د دې چلن مخه ونيول شي او زما هیله دا ده چې کله ماشومان ما ته وګوري، نو په ما کې هغوې ته خپل انځور ښکاره شي.»
د نړۍ د حسن ملکې مس افریقا ترڅنګ د مکسیکو صوفیه ایراګون او د پورتوریکو هیواد میډیسن اینډرسن په ترتیب سره دویم او دریم مقامونه ترلاسه کړل.
دغه سیالي د انلانتا په پیري سټوډیو کې ترسره شوه. مشهور کمیډین سټوهاروی، د پنځم ځل له پاره د دې سیالۍ د پروګرام کوربه توب وکړ. دا سیالي د دې له پاره هم تاریخي بلل کیږي چې د لومړي ځل له پاره پکې د میانمار هیواد یو همجنسبازې سوی زن هټيټ برخه اخیستې وه.
مس زوزوبیني له سویلي افریقا څخه دریمه ښځه ده چې دغه مقام ترلاسه کوي. مخکې تر دې د سویلي افریقا دوو نورو ښځو ته هم دغه تاج پر سر کړای شوي وو. خو زوزوبیني لومړنۍ تورپوستې ده چې دغه ویاړ یې په برخه کیږي. نوموړۍ د جنسیتي تبعیص او جسمي تشدد پر وړاندې یوه مبارزه کونکې فعاله ده.
نوموړې خپل د ټولنیزو رسنیو ډله د منفي جنسي تصوراتو پر ضد د غږ پورته کولو او په ټولنه کې د دا ډول نظر د بدلولو له پاره وقف کړې ده.
سربیره پر دې زوزوبیني لومړنۍ د حسن ملکه ده چې د «پاور آف یونټي» تاج ورته پر سر کیږي. د دې تاج مالي ارزښت د جنوبی افریقا د پولي واحد رینډ په اساس ۷۳ میلیونه رینډه اټکل کیږي چې څه نا څه ۵۰۰ زره ډالر کیږي.
دویچه ویله/ش.ن/ب.ص