د زړو خلکو په مرکزونو کې له زړو سره بد چلند
۱۳۹۷ دی ۱, شنبه«يو بل غړپ اوبه لا وڅښه»، دا هغه جمله ده چې فرانک شولڅ يې خپلې مور اينګه ته وايي. هغه خپل لاس د هغې پر اوږې باندې ايښی دی. مور ته يې يو ګيلاس نيولی دی او هغه ورڅخه اوبه څښي. زوی يې سمدلاسه صفت کوي.«ډېر ښه دې وکړل.» فرانک د خپلې مور غوږ ته ډېر ورنزدې کيږي ځکه چې هغه تقريبا کڼه او ړنده ده. دی ورته د خپل ماشومتوب د وخت ځينې شعرونه وايي چې ۸۶ کلنه مور يې هم ورسره د شعر يوه برخه زمزمه کوي. زوی يې بيا ورته خاندي او يو ځل بيا ورته ګيلاس نيسي. «يو بل ګُوټ خو هم وڅښه.» بيا ورته د ماشومانو يوه سندره هم اوروي. مور يې د سندرې د اهنګ سره سم مېز ټکوي او موسکۍ کيږي. فرانک شولڅ وايي چې «هغه نن خوشحاله ده. ځکه به ښايي ښه چلند ورسره شوی وي.»
دا البته کوم عادي او عام کار نه دی. دغه خبره د ډاکترانو له هغو راپورونو او پروتوکلونو څخه څرګنديږي چې د «ډي ډبل يو» يعنې آلمان غږ په اختيار کې دي. له دغو اسنادو څخه څرګنديږي چې له دې سره د زړو خلکو په خونه او مرکز کې څه ډول چلند کيږي. د ۲۰۱۶ کال په اګست مياشت کې يعنې دوه نيم کاله پخوا يې زوی دا د هغې په ويل چېر يا آرابه لرونکې چوکۍ کې پيدا کړه چې څنګه ضعيفه پرته ده او خبرې ورسره نه شي کېدای. هغه تقريبا مړه غوندې معلومېده. خو نرس يا پالونکي نه غوښتل چې د خطر زنګ ووهي او زوی ته يې ويل چې «مور دې غواړي درسره خدای پاماني وکړي.»
فرانک شولڅ البته په دې تاکيد وکړ چې امبولانس ته بايد زنګ ووهل شي. اينګه شولڅ کلينيک ته انتقال شوه. هلته يې سېروم ورته چالان کړ. ډاکتر د نزدې جل وهلو تشخيص کوي. دغه خبره د بېړنۍ مرستې په امبولانس کې ياديږي. ورسره په پروتوکل کې داسې يادښت هم راغلی دی: «موږ په ټينګار سره هيله کوو چې په کافي ډول مايعات په اختيار کې ورکړل شي (ځکه چې مريضه ښځه ړنده ده).»
يوازې د کاغذ پر مخ يې کافي څښاک کړی
دا کومه استثنايي پېښه نه ده. فرانک شولڅ وايي چې په تکرار سره يې د ده مور ته کافي اوبه نه دي ورکړل شوي. د ۲۰۱۸ کال په اپريل کې اينګه شولڅ يو ځل بيا ګيجه او سربداله معلوميږي، د خولې يو اړخ يې ځړيږي. روغتيا پالان يو ځل بيا ډاکتر ته له زنګ وهلو څخه انکار کوي او وايي: «ستاسو مور ستړې ده.» يوازې يو څو ساعته وروسته بېړني ډاکتر ته زنګ وهل کيږي. ډاکتر يو ځل بيا د جل وهنې علايم په هغې کې تشخيصوي. خو د پالنې د اسنادو او د څښاک د راپور په اساس ګويا اينګه شولڅ کافي اوبه څښلې دي. خو ډاکتر بيا ټينګار کوي چې دا هيڅ امکان نه لري. ښاغلي شولڅ او د هغه ورونو په وار وار د زړو خلکو د پالنځای مشرتابه ته خطونه لېږلي دي. د صحي بيمو طبي سرويس بيا په اړونده پالنځي کې کنترول وکړ. په دغه ورځ د شولڅ په خبره د هغه د مور پالنه په ښه ډول وشوه، خو «هر څه فقط نمايشي» ول. د پالنې په چارو کې د بدني او رواني ځورونې په هکله ارقام هم په آسانۍ نه تر لاسه کيږيٍ. د آلمان په هېسن آيالت کې د دغسې مرکزونو د روغتيا پالانو په منځ کې د يوې څېړنې نتيجه دا وه چې د يوه کال په ترڅ کې ۷۲ فيصده کسانو د چا ځورېدل يا له پامه غورځېدل مشاهده کړي دي. د مېرمن اينګه شولڅ زامنو داسې فکر کاوه چې د زړو خلکو د پالنې د مرکز مشران به له دوی سره خبرې وکړي او بخښنه هم ورڅخه وغواړي. خو د دې پر ځای يې ورته وويل چې د پالنې يوه بل مرکز ته دې مراجعه وکړي که دا ځای يې نه وي خوښ. خو د شولڅ ورونه نه غواړي چې مور يې کوم بل او نابلد ځای ته انتقال شي، ځکه چې په نورو دغسې مرکزونو کې هم وضعيت چندانې ښه نه دی توصيف شوی.