د روژې په مناسبت د المان دریو ښارونو کې د واټونو روښانول
۱۴۰۳ اسفند ۱۱, شنبه
د جرمني فرانکفورت، برلین او کولن ښارونه د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت په څراغونو روښانه او سینګاروي. په مونشن ښار کې ښايي د کوچني اختر په مناسبت یوازې «اختر مو مبارک شه» لنډ پیغام د دغې ښار په زړې ښاروالۍ کې په سینګار شوي او روښانه شوي شکل ولیدلی شي.
د دغې ښار ښاروالۍ د پنجشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې د ګروسه بوکنهایمیر(Grosse Bockenheimer Strasse) واټ به د ښار په داخل کې د »رمضان مبارک« په عبارت سره په ځلېدونکې سپوږمۍ، ستورو او فانوسونو ښکلی شي.
دغه واټ د ډېرو رسټورانټونو او قهوه خونو په لرلو سره د (Fressgass) یا تقریبآ «د خوړو کوڅه» باندې یادېږي.
په ۲۰۲۳ کال کې د فرانکفورت ښار شورا پریکړه وکړه چې د مسلمانانو د سپېڅلې میاشتې رمضان د هرکلي له پاره یو سړک روښانه کړي، او دا کار تیر کال د لومړي ځل لپاره ترسره شو.
تېر کال، د مارچ له لسمې څخه تر اپریل نهمې پورې، په دې سړک د "رمضان مبارک" لویې نښې او د روژې نور ښکلاییز توکي لګول شوي وو. پر همدغې کال د فرانکفورت ښاروال د دې سړک د روښانه کولو لګښت شاوخوا ۷۵زره یورو ښوولی و.
د المان د فرانکفورت ښاروالې او د زرغون ګوند غړې نرګس سکندري ګرونبرګ ویلي، چې د روژې په میاشت کې د واټونو روښانول «د فرانکفورت د ټولو اوسېدونکیو ګډ سولهییز ژوند» ته وده ورکوي.
په برلین او کولن کې د واټونو روښانول
د «برلینر څایټونګ» په نوم ورځپاڼې رپوټ ورکړی، چې برلین ښار کې په لومړي ځل د «برلین میټه» په نوم واټ د روژې په مناسبت سینګارېږي. د دغې ناحیې ښاروالې شتیفاني رملینګر، چې له زرغون ګوند سره تړاو لري یادې ورځپاڼې ته ویلي، د راتلونکې اونۍ له پیل څخه به تیرګارتن سیمه روښانه شي.
دغه راز د کولن راډیو رپوټ ورکړی، چې فینلویر شتراسه (Venloer Strasse) به د رمضان مبارکې میاشتې په مناسبت د ۲۵۰ متره په اوږدوالي په څراغونو روښانه کړي. خو په مونشن کې کوم واټ نه روښانه کېږي، یوازې د کوچني اختر پر ورځ د دریو ساعتونو له پاره «اختر مو مبارک شه» چې په المان کې (Frohes Fest) کېږي، د دغه ښار د زړې ښاروالۍ پر ودانۍ لګول کېږي.