د روسيې نوی بالستيک توغندی؛ حقيقت که افسانه
۱۳۹۸ مرداد ۲۵, جمعهد روسېې د نوي بالستيک توغندي انځورونه يا ويډيو د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين د ۲۰۱۸م کال د مارچ مياشتي پر لومړۍ نيټه تر وينا وروسته خپاره شول. په دغې ويډيو کې نوی ماډل بالستيک توغندی ښودل کيږي چې له سمندر، وچي او هر ډول توغنديو ضد سيستمونو څخه تيريږي او ځان هدف ته رسوي. دغه ويډيو د روسيې نړيوالې شبکې «رشيا تودې» له خوا خپره شوې ده.
دغهدغه نوی باليستک توغندی د روسېې د Burevestnik) 9M730) بوريويستنک وسلو جوړولو يو نوی ورژن دی.
د ناټو پر دغه توغندي باندې د «سکای فال» يا د آسمان رالوېدلو نوم ايښی دی.
د نوي روسي توغندی انځورونو شنونکي هم حيران کړي دي، دوی وايي، کیدای شي دغه بالستيک توغندی یو حقيقت هم وي.
کارپوهان وايي که چيري د روسېې دغه توغندی ريښتا هم کامياب ثابت شوي وي، نو دا به د نړۍ لومړنی براعظم ويشتونکي توغندی وي چې د دې وړتيا به ولري چې له ځان سره ډير عصري او نهايت پياوړي انفجاري مواد انتقال کړي.
دوی وايي چې د روسيې دغه نوی ماډل توغندی له نهايي ځواک څخه برخمن دی. د دوی په خبره دا د اوسنيو (ICBM) ډوله بالستيک توغنديو څخه هم ډير لوړ کيفیت لرونکي دي.
د دې تر څنګ د روسيې د اتومې وسلو جوړولو کمپنۍ، روس اتوم (Rosatom) د اګست مياشتې پر لسمه ومنله چې په دغه کمپنۍ کې د يوه توغندي د آزموينې پر مهال چاودنه کې د دوی پنځه تنه کارکونکي وژل شوي دي.
په ځينو رپوټونو کې د دغې کمپنۍ په حواله ويل شوي دي چې په پیښه کې درې تنه ټپيان شوي هم دي، په ځينو رپوټونو کې بيا د ټپيانو شمير څلور تنه ښودل شوی دی. دغه چاودنه د روسيې په آرخانگلسک نومې پوځي سيمه کې د اتومي چارو پر يوه چارواکي شوې وه.
د روسيې خبرې آژانس (RIA) د اتومې ادارې له قوله ويلي دي چې دغه چاودنه د يوه توغندي په ماشين کې رامنځ ته شوې وه.
د امريکا د اتومي وسلو کارپوهانو ويلي دي چې په روسيه کې شوې چاودنې وروسته اتومې شعاوي اخراج شوي دي. ویل کيږي چې چاودنه د داسې يوه توغندي د آزموينې پر وخت رامنځ ته شوې وه چې د اتومي قوې په مرسته حرکت کوي.
د امريکا د CNBC تلويزيون د رپوټ په حواله، روسيې د ۲۰۱۸م کال له فيبرورۍ مياشتې راهيسي د کروز توغنديو پنځه آزموينې کړي چې ټولې يې ناکامې شوې دي.
ويل شوي دي چې په هره ازموينه کې توغول شوی توغندی تر ۱۷ کيلومترو ډير نه دی الوتلی او بيا چاودلی دی. خو د روسيې ولسمشر بيا ادعا کوي چې د نوي کروز ميزائيل آزموينه يې په ۲۰۱۷م کال کې کړې وه.
په عملي توګه، داسې ښکاري چې له ۱۹۸۰م کال راوروسته د باليستيک توغنديو د جوړيدو مخنیوی ناممکن شوی له همدې کبله د دغو وسلو په جوړولو کې تر ډيره چټکتيا رامنځ ته شوې ده.
فابيان شمت/ک.ص