د دویچه ویلي د بیان د آزادۍ جایزه گرجستانۍ خبریالې وگټله
۱۴۰۴ اردیبهشت ۹, سهشنبههغه وخت چي گرجستان په ۱۹۹۱م کال کي خپله آزادي ترلاسه کړه، کینتسوراشویلي په دې پوهیده چي پس له دې باید په خپل هیواد کي د دیموکراسۍ په جوړښت کي مهم نقش ولوبوي. هغه دویچه ویلي ته وايي:«د [پخواني] شوروي په سیستم کي تاسو نه ږغ درلود او نه هم کوم حق. خلک د استبدادي نظام یوه برخه وه.»
دغه خبریاله ادامه ورکوي: «په یوې ډیموکراسۍ کي، تاسو د خپل حکومت د کنترول مسؤل یاست او دغه مکلفیت لري چي فعال تبعه واوسي. په دې برخه کي رسنۍ د قدرت د بیلابیلو څانگو په توازن کي مهم نقش لوبوي.»
کینتسوراشویلي مخکي د یوې خبریالې په توگه کار کاوه. اوس هغه د رسنیو د پراختیا له پاره د یوه خپلواک سازمان اجرایوي مدیره ده. دغه مؤسسه د گرجستان په پایتخت کي د مدني آزادۍ گانو او بشري حقونو د پیاوړي کیدو له پاره فعالیت کوي. هغه په دې مؤسسه کي د حقایقو د پلټنې او له کرکې سره د مبارزې په اړه ورکشاپونه جوړوي. خو په عین حال کي د حکومت له خوا مخ پر زیاتیدونکي سرکوب سره، د هغې کار هم لاپسې ستونزمن سوی دی.
دویچه ویله د ۲۰۲۵م کال خپله د بیان د آزادۍ جایزه د کینتسوراشویلي د ژمنې او قاطعیت له امله هغې ته ورکوي. دویچه ویله له ۲۰۱۵م کال راهیسي په دغې جایزې سره له خبریالانو او بشري حقونو فعالانو ستاینه کړې ده، تر څو د نړۍ په بیلابیلو برخو کي د مطبوعاتو پر آزادۍ محدودیتونو او بشري حقونو وضعیت ته پام راواړوي.
د دویچه ویله عمومي مشر پیتر لیمبورگ، وویل چي کینتسوراشویلي ته د دغې جایزې ورکول په گرجستان کي د جعلي خبرونو پر وړاندي مبارزه کي د هغې له قاطعیت څخه د ستاینې په معنی ده.
لیمبورگ وویل: «د هیواد په دننه او دباندي کي له پروپاگڼد سره د هغې په مبارزه کي هلې ځلې د مطبوعاتو د آزادۍ او بیان د آزادۍ او همدارنگه رسنیو ته د خلکو د باور د ساتلو له پاره ضروري دي.»
د دویچه ویله عمومي مشر زیاته کړه: «دغه هیواد اوس په یوه دوه لاره کي واقع دی، داسي یو پارلمان لري چي په هغه کي یو فعال اپوزیسون نسته، اروپايي ټولنې ته د پیوستون پروسه ځنډیدلې ده او په دغه هیواد کي د مستبدانه مطبوعاتو نوی قانون وضع سوی دی چي د روسیې مقرراتو ته ورته دی.»
د فشارونو زیاتیدل
کینتسوراشویلي وايي چي د فشارونو زیاتوالی احساسوي: «د ورځنیو کارونو په ترڅ کي ویني چي حکومت ستاسو د بندیدو له پاره نوې لارې کشفوي.»
د » گرجستان خوب« په نوم واکمن گوند چي له ۲۰۱۲م کال راهیسي یې واک په لاس کي دی، تیرکال د »بهرني عواملو« په نوم لایحه تصویب کړه. د دغه قانون له مخې، رسنۍ او غیر دولتي سازمانونه چی خپله څه کم ۲۰ سلنه بودیجه له بهر څخه ترلاسه کوي، مجبور دي چي ځانونه د «بهرني نفوذ د عواملو» په توگه ثبت کړي. هغو رسنیو او مؤسسو چي دا کار یې مخکي نه دی کړی، جریمه سوي دي. اوس دغې قانوني لایحې بدلون موندلی دی او امکان لري چي د زندان سزا ورسره مل وي. دغې لایحې ته په دې شکل تغییر ورکول سوی دی چي پر رسنیو او مؤسسو سربیره، پر انفرادي کسانو هم تطبیق سي.
د کینتسوراشویلي مؤسسه، په بشپړ ډول له بهر څخه تمویلیږي، خو هغه د «بهرني نفوذ د عامل» په توگه د دغه مرکز له ثبتولو ډډه کوي:«د دغه قانون هدف زموږ پرکارونو باندي د باور کمیدل دی. تاسو د سمې پریکړې له پاره معتبرو معلوماتو ته اړتیا لری. ډیموکراسي دا ډول کار کوي.»
د دغه قانون د تصویب پر وخت، په زرو کسانو د هغه پر وړاندي مظاهرې وکړې. په نوومبر میاشت کې د حکومت پریکړې چې د اروپايي ټولنې د غړیتوب پروسه ودروي، وضعیت نور هم پیچلی کړ. اروپايي ټولنې یو کال دمخه ګرجستان ته د غړیتوب له پاره د نوماند حیثیت ورکړی و.
لاریون کوونکي د هغه څه پر وړاندې خپلو لاریونونو ته دوام ورکوي چې دوی یې د هیواد د مشرتابه د استبدادي پالیسیو په نوم یادوي. په وروستیو میاشتو کې، حکومت د دغو لاریونونو په جواب کې د بیان پر ازادۍ او د غونډو پر آزادۍ د پام وړ محدودیتونه لګولي دي.
کینتسوراشویلي هم پر خپل ځان باندي د فشارونو زیاتوالی د یوه کس په توگه تجربه کړی دی. هغه دویچه ویله ته وایی چي نقاب لرونکو کسانو په تکرار سره د هغې د د فتر د ننوتلو برخه تخریب کړې ده او هغې او همکارانو ته یې «لیبرال ته ورته فاشیستانو» خطاب کړی دی.
د هغې دغه گواښونه په یاد دي او وايي: «موږ گواښوونکي زنگونه ترلاسه کول، حتی په نیمه شپه. هغوی ماته ښکنځل کول. هغوی حتی زما د کورنۍ غړو، خاوند او لورگانو ته هم زنگ واهه.»
د هغې بڼسټ او ځینو نورو سازمانونو د اروپا د بشری حقونو په محکمه کي د «بهرني عواملو» د قانون پر وړاندي شکایت کړی دی.
له خبریالۍ څخه تر حقیقت معلومولو( شفافیت) پورې
دغي خبریالي چي په ۱۹۷۰م کال کي په یوې متوسطه کورنۍ کي د گرجستان په لوېدیځ د سکالتوبو په ښار کي زیږیدلې ده، د پخواني شوروي اتحاد د راپرځیدو او وروسته د گرجستان د کورنۍ جگړې په گډون سخت وختونه تجربه کړي دي. په ۲۰۰۸م کال کي د آبخاز او جنوبي اوستا بیلتون غوښتونکو سیمو خپل استقلال اعلان کړ او روسیه یو له څو محدودو هیوادو څخه وه چي د هغوی خپلواکي یې په رسمیت پیژندلې ده. نن ورځ د روسیې په پلوي په زرونو سرتیري په دغو سیمو کي ځای پرځای دي چي گرجستان هغو ته د روسیې له خوا اشغال سوو سیمو په سترگه گوري.
کینتسوراشویلي د تفلیس په دولتي پوهنتون کي د خبریالۍ په څانگه کي تحصیل کړی دی. هغې په ۱۹۹۴ م کال کي د خبریالې په توگه د «درونی» په نوم د گرجستان په لومړنۍ خپلواکې رسنۍ کي خپل کار پیل کړ. نوموړې د دغې رسنۍ له پاره د ادوارد شوارد نادزې په گډون چي د شوروي د بهرنیو چارو وروستی وزیر وو، او په ۱۹۹۵م کال کي د گرجستان ولسمشر سو، د واک له مهمو لوبغاړو سره مرکې وکړې. کینتسوراشویلي، وروسته له هغه، د دغې ورځپاڼې سیاسي سکرتره او څه موده وروسته د هغې د مدیر مرستیاله سوه.
هغې په دې ترڅ کي د رویترز خبري آژانس په څیر سترو نړیوالو رسنیو څخه لیدنه وکړه. هغه په خپله وایي: «امریکا او اروپا ته د سفر برنامو زما سره مرسته وکړه چي په خپلواکه رسنۍ لا ډیره پوه سم. موږ هغه وخت ډیره تجربه نه درلوده او کارونه مو د هغو د سرته رسولو له لارې زده کول.»
کینتسوراشویلي خپل مسلکي پرمختگ ته ادامه ورکړه او بلاخره د گرجستان د عامې رسنۍ مدیره سوه.
کینتسوراشویلي له ۲۰۱۴م کال وروسته خپل ځان د آزادو رسنیو له پاره مبارزې ته وقف کړی او د حقیقت معلومولو له لارې د ناسمو معلوماتو د اغیز د خنثی کولو په لټه کي ده.
هغه وايي: «په اول سر کي حقیقت موندنه ډیره مشهوره نه وه او ډیره اړتیا هم ورته نه وه، ځکه چي عنعنوي رسنیو خپل کار سرته رساوه. خو د ټکنالوژۍ په پرمختگ او د رسنیو په ایکوسیستم کي د بدلون له امله واضح سول چي نه یوازي خبریالان ، بلکي د رسنیو مخاطبان هم د رسنیو د ایکوسیستم یوه برخه ده. او موږ ټول دې ته اړتیا لرو چي وکولای سو رښتیا له درواغو څخه تفکیک کړو. معلومات قدرت دی او ځواکمنې ادارې، استبدادي حکومتونه، او هغه اشخاص چي اقتصادي ګټې لري هڅه کوي چې د خلکو نظرونه کنټرول کړي.»
د مطبوعاتو د آزادۍ ، له ناسمومعلوماتو او کرکې اچولو سره د مبارزې په اړه د هغې په ورکشاپونو کي څه د پاسه ۳۰۰ کسانو گډون کړی دی. د هغې د زده کړو ځینې برنامې د (Myth Detector Labs) په نوم حقیقت موندنې ویبسایت له لارې وړاندي سوي دي. هغې په ۲۰۱۷م کال کي د دویچه ویله له اکاډمۍ سره په همکارۍ دغه سایت فعال کړ. هغه همدارنگه په تفلیس کي د ایلیا په پوهنتون کي د ژورنالیزم اخلاق او تبلیغاتي تیوري هم تدریس کوي.
هغه په دې باور ده چي له کارونو څخه یې نړیوال ملاتړ، تر بل هر وخت اوس مهم سوی دی. دا فعلاً په فرانسه کي په یوې شپږ میاشتنۍ برنامې کي بوخته ده چي هغې ته له ټولې نړۍ څخه د بشري حقونو له فعالانو سره د اړیکو ټینگولو فرصت برابروي.
دا وايي چي د دویچه ویله د آزادۍ د بیان جایزه «دا احساس سړي ته ورکوي چي د سرکوبه کوونکي حکومت په وړاندي یوازي نه یې. دا داسي یو پیغام دی چي موږ د خپل هیواد او د یوه ښه او ډیموکراتیک گرجستان له پاره یو مهم کار سرته رسوو.»